د لاس رسي وړ اتصالات

غني: د جګړې قُربانۍ په سیاست که نه بایلو


د افغانستان هوایي قوه څلور لیوا لري چې دوه یې په کابل او یوه یې په کندهار او بله یې په شینډنډ کې پرته ده
د افغانستان هوایي قوه څلور لیوا لري چې دوه یې په کابل او یوه یې په کندهار او بله یې په شینډنډ کې پرته ده

ولسمشر غني نن په کابل کې د افغان پوځ د کاري وړتیا د نندارې په مراسمو کې وویل، د جګړې ډګر کې د افغان پوځ قرباني به د سیاست ډګر کې له لاسه ورنکړي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن د پنچشنبې په ورځ د افغانستان د هوایي ځواکونو په قوماندانۍ کې د افغان هوایي ځواکونو د کاري وړتیا په مناسبت یوې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویل چې د افغانانو ترمنځ نفاق، لنډ فکري او نه ژمنتیا د افغانانو یوه ستره هوایي قوه له منځه یوړله.

ولسمشر غني وویل چې د افغان هوایي ځواک به په څو پړاونو کې ورغول شي.

په دې مراسمو کې د افغانستان ولسمشر وویل، روان لمریز کال د افغانستان د پایښت کال وو او کله چې تاریخ لیکل کیږي نو په دې کال کې به د افغان هوايي ځواک میړانې په زرینو کرښو ولیکل شي.

د افغان ولسمشر پر وینا، د افغانستان هوايي ځواکونو په هره برخه کې په میړانه سرښندنې کړي او د حکومت مشران په دې ځواکونو لا زیاتې پانګونې ته ژمن دي.

ولسمشر غني ټینګار وکړ، چې افغانستان د جګړې پلوي نه دی او ټول افغان جنرالان د سولې په اړه فکر کوي، ځکه چې سولې ته رسیدل د هر افغان سرتیري د وینې په بیعه تمامیږي.

ښاغلي غني زیاته کړه، افغانستان به د جګړې او سیاست په ډګر کې سوله وګټي او په دې لار کې به د افغان امنیتي ځواکونو قُربانۍ له لاسه ورنکړي.

ولسمشر غني وویل "د سولې پیغام واضیح پیغام دی، خو با عزته سوله، په اساسي قانون باندې استواره سوله، د افغانستان د وطنوالو د حقونو د ساتلو سوله، دا سوله هم د جنګ په میدان کې ګټو هم د سیاست په میدان کې، نو زه غواړو ټولو وطنوالو ته په ځانګړې توګه امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ډاډ ورکړم، چې هیڅ کله به ستاسې هغه قُرباني چې تاسې د جګړې په ډګر کې ورکړې، د سیاست په ډګر کې به له لاسه ورنکړل شي."

ښاغلي غني وویل، هیڅ څوک په زور پر افغانستان څه تحمیلولی نشي.

هغه زیاته کړه، چې د افغان دولت غیږه د ټولنې ټولو قشرونو په مخ خلاصه ده او هغه خلک چې د ملت پراخه غیږ نه مني هغوی په لوی لاس ځانونه د افغانستان له ټولنې څنګ ته کوي.

ولسمشر غني وویل، چې په افغانستان کې ستونزې شته او ژمنه یې وکړه چې دا ستونزې به یو په بل پسې له مخې پورته او په دې هیواد کې به سوله ټینګه کړي.

د افغانستان د هوايي ځواک وضعیت

د هوايي ځواک د نندارې مراسم چې د افغانستان د وسله‌وال پوځ د لوړ پوړو چارواکو او د امریکا او ناټو د عمومي قوماندان په ګډون ترسره شول په کې د هوايي ځواکونو مسئولینو د دغه هیواد د هوايي ځواک د اوسني وضعیت په اړه معلومات ورکړل.

د افغانستان د هوايي ځواک عمومي قوماندان عبدالوهاب وردګ وویل، هوايي پوځ څلور لواګانې لري، چې دوه یې په کابل او دوه نورې یې په کندهار او شینډنډ کې دي او دا مهال په دې لواګانو کې د شپې او ورځې د الوتنو په برخه کې پیلوټانو ته روزنه ورکول کېږي.

هغه وویل، په اوس وخت کې د افغانستان هوايي ځواک څوارلس ام ډي۵۳۰، څوارلس مي۱۷ او څلور اې۲۹ الوتکې په واک کې لري اوڅلور نورې اې۲۹ ډوله الوتکې به د حوت په میاشت کې ترلاسه کړي.

دغه راز د هوايي ځواک عمومي قوماندان وویل، چې د دغو تجیهزاتو سربیره یو شمیر ترانسپورټي او کشفي الوتکې هم د هوايي ځواک په واک کې دي.

د هوايي ځواک قوماندان زیاته کړه، چې اوسمهال ۱۴۰ افغان پيټلوټان په امریکا، چیک او متحده عربي اماراتو کې تر روزنې لاندې دي او ۸۰ تنه نور په هند کې د الوتکو د انجینیرۍ په بره کې روزل کیږي.

عبدالوهاب وردګ وویل "په ټولو لواګانو کې د شپې لخوا د الوتنې په برخه کې روزنه تقریباً پای ته رسیدلې، خصوصاً زموږ ۷۷۷ لوا چې دا یوه خاصه لوا ده او د شپې په پروازونو کې مهارت لري. د افغانستان هوايي پوځ د کابل، کندهار او د شینډنډ لوا هم د شپې لخوا الوتنو ته چمتو ده."

د هوايي ځواک عمومي قومندان زیاته کړه، چې دا مهال په هوايي پوهنتون کې ۲۰۰ محصلین تر روزنې لاندې دي او۱۵۰ فارغ شوي محصلین دا مهال د انګلیسي ژبه زده کوي او په بهرنیو هیوادونو کې د لازیاتو زده کړو لپاره چمتوالی نیسي.

هغه وویل، چې د افغانستان ټول هوايي ځواک به د راروان کال په حمل میاشت کې محاربوي وړتیا ولري او په جګړه کې به ترې کار واخلي.

عبدالوهاب وردګ له افغان ولسمشر څخه وغوښتل، پنځه ام‌اي۲۵ ډوله الوتکې چې دا مهال تخنیکي ستونزې لري په کور دننه ورته د ترمیم زمینه برابره کړي، تر څو ورڅخه، په ۱۳۹۵ کال کې چې د هغه پر وینا له ګواښونو ډک کال دی، کار واخلي.

ولسمشر غني وویل، په تیر کې افغانستان لوی او پیاوړی هوايي ځواک درلود، چې نفاق او جګړو هغه ځواک له منځه بوت خو د هغه پر وینا نن د افغانستان د هوايي ځواک د احیا ورځ ده او یو ځل بیا دا هیواد د هوايي ځواک څیښتن شوی.

افغان ولسمشر هیله څرګنده کړه، چې هوايي ځواک به په دې بریالی شي چې شپه او ورځ د افغانستان په ټولو سیمو کې عملیات ترسره کړي.

ولسمشر غني وویل، هغه نسل چې له دې خاورې دفاع کړې په راتلونکې کې به د نوي نسل د روزنې مسئولیت په غاړه واخلي او زیاته یې کړه چې د نوي نسل په ښوونې او روزنې به پانګونه وکړي.

XS
SM
MD
LG