د لاس رسي وړ اتصالات

غني:موږ امریکا سره مشارکت او همکارۍ ته نوې روحیه ورکړله


جمهوررئیس غني ویلي چې افغانستان سره د امریکا د همکاریو په څرنګوالي کې د انعطاف په خاطر د جمهور رئیس اوباما له تصمیم څخه خوښ دی
جمهوررئیس غني ویلي چې افغانستان سره د امریکا د همکاریو په څرنګوالي کې د انعطاف په خاطر د جمهور رئیس اوباما له تصمیم څخه خوښ دی

د افغانستان د جمهوري ریاست د رسنیو دفتر په یو بیان کې ویلي چې افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د امریکا متحده ایالاتو ته د خپل رسمي سفر په لړ کې د پنجشنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د سازمان له سر منشي ښاغلي بانکي مون سره په کتنه کې امریکا ته د افغان پلاوي د سفر په باب د ملګرو ملتونو سرمنشي ته د معلوماتو د وړاندې کولو په ترڅ کې وویل چې له امریکایي لوري سره يې په واشنګټن او کمپ دیوید کې ناستې ډیرې ګټورې وې.

ارګ د جمهور رئیس غني له خولی ویلي " موږ له امریکا سره مشارکت او همکارۍ ته نوې روحیه ورکړله".

په دغه کتنه کې دواړو لورو امریکا ته د افغان لوړ رتبه پلاوي د سفر، د سولې د بهیر او له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د سازمان د دوامدارو همکاریو په باب بحث او خبرې اترې وکړې.

د افغانستان د جمهوري ریاست د رسنیو دفتر په دغه بیان کې جمهور رئیس غني ویلي چې افغانستان سره د امریکا د همکاریو په څرنګوالي کې د انعطاف په خاطر د جمهور رئیس بارک اوباما له تصمیم څخه خوښې څرکنده کړې ده.

جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل " چې موږ همدا راز له امریکایي چارواکو سره د دغه هېواد د نړیوالې انکشافي ادارې یا U S A I D د فعالیتونو د څرنګوالي په باب هم خبرې وکړې او ومو ویل، دې ته اړتیا ده چې د دغې ادارې کړنې له پروژه یي حالت څخه را و وځي او تر ډېره په سیستماتیکو چلندونو تمرکز وکړي".

د ارگ په دغه بیان کې ویل شوي چې ښاغلي بانکي مون د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د امریکا متحده ایالاتو ته د افغان لوړ رتبه پلاوي سفر خورا بریالی او له لاس ته راوړنو ډک وباله او له دې امله یې جمهور رئیس غني ته مبارکي وویله.

د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي جمهور رئیس محمد اشرف غني ته ویلي چې د افغانستان جمهوررئیس امریکا ته د خپل سفر په اړه په واضح او فوق العاده ډول خپل پیغامونه ټولو ته و رسولی دی.

ددغه بیان له مخې ښاغلي بانکي مون د ملګرو ملتونو د سازمان او افغانستان ترمنځ اوږدو اړیکو ته د اشارې په ترڅ کې ویلي چې د ملګرو ملتونو سازمان او افغانستان له شپیتو څخه له ډېروکلونو را په دیخوا د ځواکمنو شریکانو په توګه له یو بل سره کار کړی او افغانستان لا هم د دغه سازمان یو له مهمو لومړیتوبونو څخه ګڼل کیږي او دا سازمان غواړي چې د یوې واحدې ادارې په توګه له افغانانو سره کار وکړي.

دا بیان وایي چې جمهور رئیس غني د سولې د روان بهیر په باب ښاغلي بانکي مون ته معلومات ورکړل، وې ویل، د سولې د ټینګښت لپاره زموږ لومړیتوب دا دی چې لومړی د دولتونو ترمنځ سولې ته د رسېدو لپاره زمینه برابره او بیا له طالبانو سره روغه جوړه وکړو.

د افغانستان جمهور رئیس څرګنده کړه چې په افغانستان کې د تل پاتې سولې د ټینګښت لپاره یې د افغان ټولنې له بېلابېلو قشرونو سره پرله پسې او پراخې خبرې پیل کړي دي.

دا بیان وایي چې جمهور رئیس محمد اشرف غني په ټینګار سره ښاغلي بانکي مون ویلي چې د سولې بهیر به د افغانانو په مشرۍ او مالکیت سرته و رسیږي.

امریکا ته د افغانستان د جمهوررئیس او اجرائیه رئیس ددغه سفر په باب په افغانستان کې دننه له بیلابیلو غبرګونونو سره مل وو.

یو شمیر افغان سیاستوال په دې باور دي چې جمهور ریس غني وکولای شول په ښه توګه افغانستان سره د امریکا د اوږد مهاله همکاریو را جلبولو په برخه کې له دغه سفر نه ګټه پورته کړي.

دا شمیر سیاستوال په دې برخه کې د امریکا د ګانکرس ګډې غونډې ته د جمهوررئیس غني وینا ډیره موثره ګڼي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزي امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې د امریکا د کانګرس ګډې غونډې ته د جمهور ریس غني وینا به د امریکا او افغانستان ترمنځ په وروستیو کلنو کې د پیکه شویو اړیکو په بیرته پیاوړي کولو کې ګټور رول ولوبوياو هم به له افغانستان سره د امریکا د مرستو په جلبولو کې ګټور ثابت شي.

ښاغلي ستانکزي وویل " د ستراتیژیک پلوه د ښاغلي غني د څرګندونو یا خبرو مفهوم دا وو چې د افغانستان اسلامي جمهوریت غواړي د امریکا متحده ایالاتو سره په دوامداره توګه په ستراتیژیک حالت کې دوستي ولري او ترټولو ستر ستراتیژیک دوست د امریکا متحده ایالات ګڼي ".

ښاغلی ستانکزی وایي چې د جمهوررئیس غني د وینا په وړاندې د امریکا د کانګرس د ګډې غونډې د ګډونکوونکو ډیر زیات احساسات څرګندول دا ښيي چې امریکا هم افغانستان سره دوامداره ستراتیژسکو اړیکو ستاتلو او پاللو ته لیواله ده.

په کابل کې د مدني ټولنې یو شمیر غړي هم په دې باور دي چې امریکا ته د جمهور ریس سفر او په ځانګړې توګه کانګرس ته د هغه وینا او د کانګرس لخوا ستایل به د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو په پیاوړي کولو کې ډیره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG