د لاس رسي وړ اتصالات

احمدزی د عمرې د اداکولو لپاره سعودي عربستان ته لاړ


جمهور ریس اشرف غني احمدزی (ارشیف)
جمهور ریس اشرف غني احمدزی (ارشیف)

د افغانستان د جمهوري ریاست د مطبوعاتو دفتر وایي، لکه څنګه چې جمهور رئیس اشرف غني احمدزي د خپلو ټاکنیزو سیالیو په وخت وعده کړی وه، چې په ټاکنو کې د بریالیتوب وروسته به په لومړي سفر سعودي عربستان ته د عمرې اداکولو لپاره لاړ شي نو ځکه یې بهر ته خپل سفر له سعودي عربستان نه نن د شنبې په ورځ پیل کړ.

د ارګ نه په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې جمهور رئیس اشرف غني احمدزی به د عمرې له ادا کولو وروسته د سعودي عربستان له ولیعهد او ددغه هیواد له یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو سره د افغانستان او سعودي غربستان د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا خبرې وکړي.

له جمهور رئیس احمدزي سره په دغه سفر کې د جمهوري ریاست لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، د اجراییه رئیس لومړی مرستیال محمدخان، د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ لپاره د جمهور رئیس ځانګړی استازی احمدضیا مسعود، د ملي امنیت سلاکار محمدحنیف اتمر، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ضرار احمد عثماني، د افغانستان علماوو د سراسري شورا مشر مولوي قیام الدین کشاف، د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئیس معصوم ستانکزی او د جمهوري ریاست ویاند نظیف الله سالارزی ملګري دي.

ټاکل شوې ده چې جمهور رئیس احمدزی به د عمرې د اداکولو وروسته د سه شنبې په ورځ چین ته هم په یو درې ورځینې رسمي سفر لاړ شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د روانې عیسوي میاشتي په ۳۰ به په چین کې د افغانستان په باب د اسیا د زړه د هیوادونو کنفرانس هم جوړشي.

ټاکل شوې ده ښاغلی احمدزی به د چین نه د کتنې په وخت په کنفرانس کې هم ګډون وکړي.

XS
SM
MD
LG