د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې له بهیر د امریکا د جمهور رئیس ملاتړ


جمهوررئیس اوباما تیره شپه د افغنستان د ملي یووالي د حکومت د مشرانو سره د ویډیو يي کنفرانس له لارې خبرې کړي دي.
جمهوررئیس اوباما تیره شپه د افغنستان د ملي یووالي د حکومت د مشرانو سره د ویډیو يي کنفرانس له لارې خبرې کړي دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د رسنیو دفتر وایي د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني او د امریکا جمهور رئیس باراک اوباما تیره شپه د یو ویډیویي کنفرانس په ترڅ کې د امنیت، اقتصاد او دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړي دي.

د ارګ نه په یو خپور شوي بیان کې ویل شوي چې جمهور رئیس غني په دغو خبرو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړي کیدو په برخه کې د امریکا د متحده ایالاتو د ملاتړ د برابرولو لپاره د جمهور رئیس اوباما څخه مننه کړې ده.

همداشان ویل شوي دي چې دواړو مشرانو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ د زیاتیدو لپاره د لارو چارو په لټولو ټینګار کړی دی.

د امریکا جمهوررئیس باراک اوباما، د افغانستان د سولې د بهیر په برخه کې روستي رامخې ته شوي پرمختګونه مثبت ارزولي او ددغه بهیر څخه یې خپل ملاتړ څرګند کړی دی.

همداشان د ارګ اعلامیه وایي چې ښاغلي اوباما د فساد پر وړاندې د ملي یووالي د حکومت هڅې ستایلي او په ځانګړي ډول یې د تدارکاتو د بهیر او د اقتصاد په بیا راژوندي کولو او په سیمه کې د اقتصادي او امنیتي همکاریو په پراختیا کې د جمهور رئیس غني د هڅو ستاینه کړې ده.

د افغانستان د جمهوري ریاست د رسنیو دفتر وایي چې ښاغلي غني خپل امریکایي سیال ته ویلي چې افغانستان په سمه توګه د نړیوالو مرستو څخه د ګټې اخیستلو په برخه کې ژمن دی.

ښاغلي غني د بانکدارۍ، تدارکاتو او د استخدامولو په بهیر کې د اصلاحاتو په هکله جمهوررئیس اوباما ته د معلوماتو د وړاندې کولو په وخت وویل چې دا اقدامات د عوایدو د زیاتیدو او په نظام کې د اصولو او ضوابطو د پیاوړي کیدو سره مرسته کوي.

د ارګ په بیان کې ویل شوي چې په دغه ویډیویي کنفرانس کې د افغانستان له اړخه اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو او مالیې وزیران، د دفاع وزارت سرپرست د اداري چارو د ریاست رئیس او مرستیال او د امریکا له اړخه د ملي امنیت سلاکار، افغانستان او پاکستان ته د امریکا د جمهور رئیس ځانګړي استازی، په افغانستان کې د امریکا سفیر او په افغانستان کې د قاطع ملاتړ د ماموریت عمومي قوماندان برخه لرله.

دواړو جمهور رئیسانو د افغانستان د سولې د بهیر په باب دا خبرې په داسې حال کې کړي دي چې ټاکل شوې ډیر ژر د افغان حکومت او د طالبانو د استازو ترمنځ د مخامخ خبرو دویمه غونډه جوړه شي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي امریکا غږ ته وویل چې ټاکل شوې ده د سولې د خبرو د دوهم پړاو غونډه د روانې عیسوي میاشتې تر پایه جوړه شي.

که څه هم تراوسه په رسمي ډول د دغو خبرو ځای او نيټه اعلان شوې نه ده خو د هغه پلاوي استازي چې طالبانو سره یې اسلام اباد سره نږدې په مري کې مخامخ خبرې کړې دي وایي چې کیدای شي دا خبرې په چین کې ترسره شي.

XS
SM
MD
LG