د لاس رسي وړ اتصالات

د ټولو ولایتونو د ولایتي شوراګانو استازو لوړې وکړې


د کابل په ولایت کې د ولایتي شورا د غړو د لوړې مراسم
د کابل په ولایت کې د ولایتي شورا د غړو د لوړې مراسم

د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکه اداره وایي چې د افغانستان په څلوردیرش ولایتونو کې د ولایتي شوراګانو استازو لوړې پورته کړې او خپل یو، یو استازی یې مشرانو جرګې ته غوره کړی دی.

د افغانستان د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاند عبدالتواب غورځنګ امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې په اولس ولایتونو کې ولایتي شورګانو استازو خپل اداري هئیت هم ټاکلی دی.

ښاغلي غورځنګ وویل" وروسته له دې چې دا پروسه د افغانستان په ټولو ولایتونو کې بشپړه شي د ولایتي شوراګانو غړي به په دریو پړاونو کې کابل ته د پوهاوي پنځه ورځیني سیمنار ته راوبلل شي".

هغه هیله وښوده چې د ټاکنو خپلواکه کمیسیون به په پاتې ولایتونو کې هم د روانې میاشتې په وروستیو ورځو کې د ولایتي شوراګانو د ادارې هییت د غوره کولو لپاره ټاکنې ترسره کړي .

ښاغلي غورځنگ وویل چې لکه څنګه چې د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې تمه لرله تراوسه د ټولو ولایتونو اداري هییتونه نه دي ټاکل شوي او دوی د خپل کاري مهالویش نه شاته پاتې شوي دي.

د ولایتي شورا د غړو شمیر

د افغانستان ولایتي شوراګانو د استازو شمیر څلورسوه او اته پنځوس تنو ته رسیږي چې اوه نوي یې ښځې دي.

د کابل ولایت د استازو شمیر دري دیرش تنو ته رسیږي چې بیا وروسته هرات، ننګرهار، بلخ په ولایتونو کې د ولایتي شوراګانو د استازو شمیر د نورو ولایتو په پرتله زیات دی.

هغه ولایتونه چې د نفوسو شمیر یې کم دی د ولایتي شوراګانو د غړو شمیر یې هم کم دی خو د هیڅ ولایت د ولایتي شورا د غړو شمیر د نهو تنو نه کم نه دی چې درې غړي یې ښځې دي.

ډیر پخواني غړي بیا راغلي

په کابل ولایت کې د ولایتي شورا د لوړې مراسم نن ترسره شول.

د کابل ولایت والي عبدالجبار تقوا د لوړې مراسمو ته په خپله وینا کې وویل چې هغوی چې ولایتي شورا ته یې لاره موندلې ده خپل بریالیتوب دې ځان لپاره عزت نه بلکه د نورو لپاره خدمت وګڼي.

تقوا وویل " زمونږ ولایتي شورا که کومه کونډه وینې چې اوښکي یې بهیږي او هغوی ورته ژر لاس رسی لري او ماته یې خبر نه راکوي مسولیت یې د همدو په غاړه دی".

والي تقوا هم نویو ټاکل شوو غړو ته د پوره همکارۍ وعده ورکړه.

د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې ولایتي شوراګانو ته نوي ټاکل شوي غړي یا د سمیه ایزه چارواکو خپلوان او یا هم هغه کسان دي چې تیر ځل هم یې پدغو شوراګانو کې د استازو په توګه کار کړی دی.

خو د نورو ولایتو پر خلاف د بلخ ولایت کې د ولایتي شورا نوي غړي اکثره نوي کسان دي.

د بلخ په ولایت کې د ولایتي شورا په ټاکنو کې هم د تمې په خلاف د لومړي ځل لپاره د بلخ د والي استاد عطا محمد نور پلویانو ددغې شورا د اداري هیت په ټاکنو کې ماته خوړلې ده او په ځای نوې څیرې میدان ته راوتې دي.

د بلخ د ولایتي شورا د اداري هیت ټول غړي د افغانستان د جمهور رئیس د پلوي ډلو ملاتړي دي.

د پایلو په خلاف اعتراضونه

که څه هم چې د افغانستان د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکه اداره وایي چې په ټولو ولایتونو کې د ولایتي شوراګانو استازو لوړې پورته کړي خو په کابل کې د تیرو څو پرله پسې ورځو د ولایتي شوراګانو هغو کاندیدانو چې دغو شوراګانو ته یې لاره نه ده موندلې د کابل ښار ځیني لارې د ترافیکو په مخ تړلي دي او د تیرې شپې راپدې خوا یې د ارګ د یوې دروازې مخې ته خیمه وهلې ده .

دا شمیر کاندیدان د افغانستان د ټاکنو خپلواکه کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو خپلواکه کمیسیون باندې د درغلیو تورونه لګوي او د افغانستان له جمهور رئیس نه غواړي چې د ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې د درغلیو د پلټنې لپاره دې ځانګړې محکمه جوړه کړي.

د مشرانو جرګې یو پخوانی سناتور رفیع الله ګل افغان وایي چې دوی د حکومت د عدالت د پلي کیدلو غوښتنه لري.

ښاغلی ګل افغان " دلته مو خیمه نصب کړې اسناد په لاس لرو ددې مشرانو نه مو خواهش دا دی چې زمونږ په لاس کې اسناد دې وګوري چې زمونږ حق ثابتوي او که نه؟".

دغو کاندیدانو وویل چې تر هغې چې د دوی غوښتنې و نه منل شي دوی به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواکه کمیسیون بیا وایي چې که چیرې دا کاندیدان اسناد لري دغه کمیسیون ته دې وړاندې کړي.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون ویاند نادر محسیني امریکا غږ ته وویل چې دا اعتراضونه ناسم دي.

ښاغلي محسیني وویل" زه فکر کوم دا اعتراضونه په کابل کې هیڅ مناسب نه دي ، هغه څه چې په کابل کې ترسره شو د اعتراض کونکو او ګټونکو کاندیدانو د استازو په مخ کې رایې بیا وشمیرل شوې".

ښاغلی محسیني وایي که دا شمیر کاندیدان پاخه اسناد لري دغه کمیسیون ته دې وړاندې کړي دوی به پرې غور وکړي.

دا د ولایتي شوراګانو دریمه دوره ده.

په افغانستان کې د ناامنیو له امله نه یوازې د ولایتي شوراګانو ټاکنې په ټاکلي قانوني نیټه ترسره نه شوې بلکه د ولسوالیو د شوراګانو لپاره ټاکنې تر اوسه یوځل هم نه دي ترسره شوي.

XS
SM
MD
LG