د لاس رسي وړ اتصالات

سور صلیب: د اوسني عصر شخړې حدود او سرحدات نلري


د سره صلیب نړیواله کمېټه د ۱،۶۸ میلیاردو ډالرو غوښتنه کوي چې د هغو څو میلیونو کسانو سره مرسته وکړي چې د جګړې له کبله د خپلو کورنیوو او سیمو څخه بې ځایه شوي دي.

په سویس کې میشت دغه بشري سازمان وايي چې په نړۍ کې. په خاصه توګه په مینځني ختیځ او افریقا کې د تشدد له کبله سیمه ایز امنیت د ګواښ سره مخ دی او د غریبو هېوادونو د پرمختګ چانسونه یې د خطر سره مخ کړي دي.

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي چې په نړۍ کې شخړو څرنګوالی مخ په بدلېدو دی. ددغه سازمان رئیس پیتر ماورر وايي چې نوي ډول بحرانونه مخ په زیاتېدو دي او تر زیاته بریده سیمه ایز ابعاد لري.

هغه وايي "مونږ اوس په داسې یوه وضیعت کې نه یو چې شخړې واضیح حدود او سرحدات ولري. مونږ نړیوالې شخړې، کورنۍ شخړې، جنایتونه او د قومونو ترمنځ شخړې ننداره کوو چې ټول په عین محتوا کې رامنځ ته کېږي."

ښاغلی ماورر وايي چې په سوریې کې شخړه اوس نوره کورنۍ جګړه نه ده. اوس دغه شخړه په یوه سیمه ایز بحران بدله شوې ده چې عراق، لبنان او اوردن هم په کښي ورګډ شوي دي. هغه وايي چې د افراطیت رشد د دې سبب شوی دی چې شخړې ډیرې خونړۍ شي.

هغه زیاتوي چې " د سوریې د جګړې د پیل راهیسې تر اوسه پوری د ۲۰۰ز رو نه زیات خلګ په سوریې کې وژل شوي دي. دغه راز په عراق کې د روان کال د پیل راهیسې ۹۲۰۰ ملکي کسان وژل شوي دي. په عراق او سوریې کې شخړو اوس سیمه ایز او نړیوال امنیت ته ګواښونه پېښ کړي دي."

اوس مهال د سره صلیب نړیواله کمېټه په سوریې کې تر ټولو غټ اوپراتیفي مرکز لري او د سوریې نه وروسته په جنوبي سوډان، افغانستان، عراق، سومالیې، د کانګو په جممهوريت، اسرایل، د مالي په غصب شویو سیمو کې، د افریقا په مرکزي جمهوریت او یوکراین کې فعال مرکزونه لري.

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې مشر، ماورر وايي چې شخړې نه یواځي انسانان وژني بلکې پرمختګ هم له مینځه وړي. هغه وايي چې دا د ډیرې خواشینۍ خبره ده چې په ځینو غریبو هېوادونو کې د شخړو له کبله هغه میانه پرمختګ لا دریدلی دی. هغه وايي چې د تشدد له کبله، روغتیايي بنسټونه، د اوبو سیسټمونه او د استوګن سیمې ویجاړې شوي دي.

ښاغلی ماورر وايي "دا پېښې یواځي په میځني ختیځ کې نه دي شوي. مینځنی ختیځ یې یواځي یو مثال دی. د افریقا د ساحل په سیمه کې هم ورته پېښې شوي دي. مونږ د افریقا د ښکر د سیمه په هېوادونو او څیرمو هېوادونو کې هم عین وضعیت وینوو. په دې سیمو کې حکومتونه نشي کولای چې خپل اتباع ته ابتدايي روغتیايي، خوراکي او د استوګنۍ امکانات برابر کړي."

مخ په زیاتیدو خطر ته په کتو سره د سره صلیب کمېټه وايي چې پلان لري خپله زیاته پاملرنه هغو سیمو ته وګرځوي چیري چې خلګ په جګړې کې ګیر پاته دي. خو وايي چې روغتیايي مسایلو ته به په خاصه توګه د ټپیانو جراحي عملیاتو ته به زیاته پاملرنه وکړي.

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي چې دوي به د مرکزي افریقا په جمهوریت، مرکزي امریکا، کولمبیا، کانګو، لبنان، مالي او سوډان کې د جنسي تیریوو پېښو ته د ځواب ویلو دپاره خپلې وړتیاوې زیاتې کړي.

XS
SM
MD
LG