د لاس رسي وړ اتصالات

د فرخندې په وژنې غبرگونونو ملایان په غوسه کړي


Afghanistan
Afghanistan

د علماو شورا چې د افغانستان صلاحیت لرونکې دینې مرجع ده، د طالبانو د سخت دریځه رژیم له پرزیدو څخه نژدې یوه نیمه لسیزه وروسته، اوس هم په افغاني ټولنې کې ژور نفوذ لري. خو په کابل کې وروستیو مظاهرو روحانیون دې ته اړ کړل چې حکومت د خپل ملاتړ په قطع کولو سره وگواښوي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني په وار وار ویلي دي چې د ارگ او منبر ترمنځ فاصله راکموي، خو د افغانستان د علماو د شورا د ځنو غړو په اند ښاغلي غني د پخواني جمهور رئیس د حامد کرزي په اندازه د علماو سره مشوره نه کوي.

د افغانستان د علماو د شورا غړي عنایت الله بلیغ د رویترز خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي حکومت په دې تورن کړی چې د واک پر سر په داخلي شخړه او د قانون په پلي کولو کې پاتې راغلی او د اسلام د حریم پر وړاندې اعتراض کوونکو ته سزا نه ورکول کیږي.

ښاغلي بلیغ ویلي دي چې شاوخوا ۷۰۰۰ پیروان لري ټول د هغه هر ډول اوامر مني. هغه د خبرداری په توگه ویلي دي چې کولای شي کابل له یو اړخ څخه په بل اړخ واړوي.

اعتراضونه که څه هم چې کوچني دي، خو د افغانستان لپاره لمسوونکي دي ځکه په هغوی مظاهره کوونکي په موجودو قوانینو او عنعنو باندې انتقاد کوي. په هغو مظاهرو کې چې د فرهندې له وژنې وروسته وشوې مظاهره کوونکو حتا د "مرگ پر ملایانو" شعار هم ورکړی و.

د علماو د شورا مشر عبدالبصیر حقاني څو ورځې دمخه یوې غونډې ته وویل چې دومره چې د جمهور رئیس غني په اوه میاشتنۍ دوره کې علماو ته سپکاوی شوی، د افغانستان د تاریخ په هیڅ مقطع کې نه دی شوی.

په دې ترح کې د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند وایي چې جمهور رئیس غني په خپلو تصمیمونو کې دوه اصله – اجماع او ملي گټې – په پام کې نیسي او تل پر هغې عمل کوي.

اجمل عبید عابدي وایي چې د افغانستان د جمهور رئیس په ټولو تصمیمونو کې، دیني عالمان، سیاسي او جهادي مشران او د مدني ټولنې غړي مشورې ورکوي. هغه وايی چې ښاغلی غني په اونیزه توگه او د جمعې په ورځو د لمانځه له ادا کولو وروسته د علماو د شورا له غړو سره گوري او د هغوی چې په کارونو کې مشوره غواړي.

له دې سره سره د رویترز خبري اژانس په ارزونه شاوخوا ٣٠٠٠ روحانیون او دیني عالمان چې د یوې ١٥٠ کسیزې غښتلې شورا له خوا په ټول هیواد کې رهبري کیږي، د افغانستان په عنعنوي ټولنه کې دا توان لري چې د جومات او منبر له لارې تر ډیره حده په عامه افکارو اثر وکړي او لږ تر لږه دودیز مذهبي اشخاص د نظام پر ضد راوپاروي.

XS
SM
MD
LG