د لاس رسي وړ اتصالات

آزربایجان خبریاله په کلونو بند محکومه کړه


خدیجه اسماعیلیوا د اداري فساد په اړه راپورونه جوړول
خدیجه اسماعیلیوا د اداري فساد په اړه راپورونه جوړول

په آزربایجان کې یوه خبریاله چې د آزادې اروپا د رادیو لپاره یې کار کاوه په اوونیم کاله بند تیرولو محکومه شوه.

دغه خبریاله چې خدیجه اسماعیلیوا نومیده په آزربایجان کې یې په لوړه کچه د اداری فساد او رشوت خورۍ د قضیو په اړه راپورونه برابرول.

هغه د مالي جرایمو، مالیې نه ورکولو او اختلاس په الزامونو مجرمه ثابته شوه خو د بشري حقونو ډله وایي چې د هغې قضیه سیاسي ملحوظات لري.

د خدیجې مدافع وکیل وایي چې د محکمې د پریکړې په خلاف به د ایستناف غوښتنه وکړي.


خبریالې خدیجې پرون د تړلو دروازو تر شا د محکمې په جریان کې د آزربایجان حکومت ته د " ځپلو ماشین" خطاب وکړ.

هغې محکمې ته وویل چې رپوټونو یې دا ثابته کړې چې ولسمشر الهام علیوف په دولتي بودیجې کې غبن کړی او د ملي بودیجې پیسې یې د خپلو کورنیو په غړیو لګولي دي. میرمن اسماعیلیوا همدرانګه وویل " زه یوازې پدې خاطر محاکمه کیږم چې غږ مې بند شي. "

هغه په لومړي سر کې د 2014 کال د ډسمبر په میاشت کې پدې تور نیول شوې او بندې شوه چې خپل یو همکار یې ځان وژنې ته هڅولی و خو وروسته بیا مدعي دا قضیه فسخ کړه.

د نشراتو د مدیریه هیت استازو چې د آزادې اروپا او امریکا غږ یې تر مشرۍ لاندې کار کوي، د آزربایجان د استازو سره یې اړیکې نیولي دی او د خدیجې د نیولو په خاطر یې خپل اعتراضونه ورته څرګند کړیدي.

په نیویارک کې دیره د ژورنالیستانو د حفاظت کمیټې هم د محکمې دا پریکړه غندلې ده او دا یې د " ملنډو" محاکمه ګڼلې ده.

په آزربایجان کې یو شمیر خبریالان او مبارزین بندیان شویدي، بشري حقونه وایي چې دا کار د حکومت د ناراضایانو د ځپلو په خاطر کیږي.

XS
SM
MD
LG