د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه په سوریه کې څوک بمباروي؟


د چهارشنبې په ورځ د روسيې د الوتکو د بمبارۍ د پیښې ځای
د چهارشنبې په ورځ د روسيې د الوتکو د بمبارۍ د پیښې ځای

سپینه ماڼۍ وایي مسکو د منځلارو مخالفانو په بمبارولو د ځان د پاره ستونزې ډیروي. د سپینې ماڼی ویاند نن د پنجشنبې په ورځ وویل چې په سوریه کې د بشارالاسد په مخالفانو کې د ښه او بد تفکیک نه کول، د کریملن ستره تیروتنه ده او په دې کار به د سوریې منځلارې هم سخت دریځي شي.

امریکایی او روسي نظامي چارواکو په سوریه کې د همغږی د رامنیځته کولو خبرې کړې دي او ویلي دي چې ډیر ژر به دوهم ویدیویي کنفرانس وکړي.

روسیه وایي چی د سورېې په شمال کی د ترهگرو ډلو پرسنگرونو خپلو هوايي بمباریو ته دوام ورکړي. خو لویدېځ ادعا کوي چی د روسېې بمباري تر زېاتی اندازې پر هغو یاغیانو کېږي چی غرب ېې ملاتړ کوي.

متحده ایالاتو او متحدینو ېې د روسېې هوايي بمباري په دې غندلی ده چی غواړی په دغې بمبارۍ باندې د اسد رژیم له رژیم سره چی ستونزو کې راگیر دی، مرسته وکړي.

بشارالاسد

لویدیځ وايي روسیه د سورېې قصاب یعني اسد پر پښو دروي. د برتانېې صدراعظم ډیویډ کېمرون د شنبې په ورځ وویل د روسېې نظامي فعالیتونه په سوریه کې حالات نور هم کړکېچن کوي. هغه وویل د روسېې نظامی اقدامات له قصاب ېعنی د سورېې له جمهوررئیس بشارالاسد سره مرسته کول دي.

"...دا بالکل څرگنده ده چی روسیه د اسلامي دولت ډلې او د سورېې د مشروع مخالفې ډلې ترمنځ توپیرنه کوي. له همدې امله هغوی په حقیقت کې د قصاب ملاتړکوي. همدا دلیل دی چې په ټوله عربي نړۍ کې د هغوی پر نظامي فعالیت باندې انتقاد کېږي. زه فکر کوم چې په دې برخه کې عربی نړۍ په حقه ده."

ولسمشر بشارالاسد د دمشق په یوه سیمه کې د خپلو سرتیرو سره
ولسمشر بشارالاسد د دمشق په یوه سیمه کې د خپلو سرتیرو سره

ډیویډ کېمرون وویل په کار ده چې موږ په دې وخت کې په یو داسې هراړخیز پلان کار وکړو چې په سوریه کې یو منظم عبوري حالت منځته راولي او له همدې امله به په سیمه کې هم سوله منځته راشي.

د برتانېې یو جگپوړي نظامي چارواکي ویلي دي چې د روسېې یوازې پنځه فیصده بمبارۍ پر داعش شوې ده.

بل پلو د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما په دې ټینگار کوي چې که څه هم متحده ایالات او روسیه په سوریه کې پر مختلفو وسله والو ډلو باندې بمباري کوي خو په سوریه کې روانه شخړه به د واشنگټن او مسکو ترمنځ په نیابتي جگړې بدله نه شي.

XS
SM
MD
LG