د لاس رسي وړ اتصالات

د انرژۍ په شریکولو د جنوبي آسیا د مشرانو موافقه


د جنوبي اسیا د هیوادونو مشران چې په تیرو درې کالو کې د لمړي ځل دپاره د سیمه ییزې همکارۍ په غونډه کې راغونډ شوي وو، نن پنجشنبې د انرژۍ د شریکولو یوې موافقې ته ورسیدل، خو په دوه نورو اقتصادي تړونونو کې پاتې راغلل چیرته چې هندي او پاکستاني رهبرانو یو بل ته لاسونه ورکړل.

د سارک ددی دوه ورځنۍ غونډې په پای کې، مشران د نیپال د پلازمینې یوې غرنۍ سیمې ته لاړل او د اته واړو هیوادونو ترمنځ یې په یوې گډې لارې د انرژۍ د شریکولو موافقه وکړه.

په نوي ډهلي کې د امریکا غږ د خبریالې انجانا پاریشا د رپوټ له مخې، د جنوبي اسیا مشرانو د نژدې همکاریو غوښتنه وکړه، هغه هدف چې همیشه د هند او پاکستان ترمنځ د لسیزو اوږدې دښمنۍ له وجهې نه ترلاسه کیده.

د تلو په وخت کې، د هند صدراعظم نریندرا مودي او د هغه پاکستاني سیال نوازشریف لاسونه ورکړل او د دوه اړخیزه پلاو ترمنځ یې خبرې وکړې، خو د نیپالي چارواکو په وینا یو په یو یې هم سره خبرې کړي.

د نن پنجشنبې سفر دوی ته یو وروستی چانس ورکړې و چې یو لړ موافقې وکړي کوم چې په همدې غونډه کې یې د لاسلیک توقع شوې وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې تسنیم اسلم رسنیو ته وویل د پروتوکول نه تکمیلیدل یوازنی دلیل دی چې په خپل وخت ندی تمام شوی.

تسنیم اسلم زیاته کړه " اصلاً دری قراردادونه وو چې د غور لاندې وو، په هغو کې فکر کوم دوه یې ناتمامه وو. خو پاکستان یوازنی هیواد ندی چې ددی موافقو مقدماتي پروسه یې نده تکمیله کړې. اصلي دلیل یې دادی چې هلته د متخصصینو د یوې ډلې غونډه وه، او د غونډې وروسته، دا موافقې وزیرانو ته ونه سپارل شوې او همدې کار وزیران اندیښمن کړل. دوی باید دا د ترانسپورت وزیرانو ته سپارلی وی چې یو ضرورت و، یوه پروسه وه چې نده ترسره شوې."

د جنوبی اسیا مشرانو په کتمندو کې یوې غرنۍ ناحیې ته له سفر کولو دمخه نن په پاکستان دا فشار راوړ چې د برښنا د شراکت او په سرحدونو کې د موټرو په ازاده تلو راتلو موافقه وکړي، داسی تگلارې چې هدف یې د نړۍ د نژدې یو پرڅلورمه نفوس ترمنځ د سوداگرئ زیاتیدل وو.

د هند د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سید اکبرالدین رویترز اژانس ته ویلي و چې گڼ شمیر هیوادونه په پاکستان فشار راوړي چې دا موافقې امضا کړي. بنگله دیش وعده کړې وه چې په پاکستان به اخري زور راوړي چې موافقه وکړي.

په دوه زره شپږم میلادی کال کې د یو ازاده سوداگرۍ د قرارداد سربیره، لوړ گمرکي محصولات، او په سوداگریزه ترانسپورتي راکړې ورکړې بندیزونه د جنوبي اسیا د هیوادونو ترمنځ د ټول تجارت یوازی پنځه سلنه جوړوي.

چین په سارک ټولنه کې د ناظر موقف لري، او د چین د بهرنیوچارو د وزارت معاون لیو ژینیمن ژمنه وکړه چې د پنځه کالو په موده کې به په سیمه کې د سرکونو د جوړولو دپاره دیرش ملیارده ډالره ولگوي، او دا وړاندیز یې هم وکړ چې په عین وخت کې به سوداگري هم یوسلو پنځوس ملیاردو ډالرو ته پورته کړي.

د امریکا غږ د خبریالې انجانا پاریشا او رویټرز رپوټونه

پښتو کوونکی: سید سلیمان اشنا

XS
SM
MD
LG