د لاس رسي وړ اتصالات

سلمان خان په پنځو کلونو بند محکوم شو


سلمان خان له ۱۹۸۰ کال راپدېخوا د هند په سینما کې کار کوي چې تر دې دمه په شاوخوا ۱۰۰ فلمونو کې لوبېدلی دی.
سلمان خان له ۱۹۸۰ کال راپدېخوا د هند په سینما کې کار کوي چې تر دې دمه په شاوخوا ۱۰۰ فلمونو کې لوبېدلی دی.

په هند کې یوې محکمې د دغه هېواد وتلی فلمي ستوری سلمان خان په پنځو کلونو بند محکوم کړ.

دی تورن و چې په ۲۰۰۲ کال کې یوه شپه په یوې شرابخانې کې له شراب څښلو وروسته، یو کس په ګاډي وهلی او مړ کړی و، خو د پېښې له ځای نه تښتېدلی و.

مړ شوی کس بې کوره او د سړک په غاړه ویده و. د سلمان خان محکمه د هند په ممبۍ ښار کې وشوه.

قاضي، ډي ډبلیو ډېشپاندي سلمان خان د انسان په وژلو او په بې کوره کسانو باندې د خپل لنډکروزر په خېژولو هم تورن کړ، قاضي دا خبره ونه منله چې ګنې د سلمان خان موټروان دا کار کړی دی.

هغه د محکمې غونډې ته وویل" د دعوې له څېړلو وروسته دې نتیجې ته ورسېدم چې د پنځو کالو د بند سزا یوه مناسبه سزا ده. "

د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې کله قاضي پرېکړه اوروله، ۴۹ کلن سلمان خان په خپلې څوکۍ غلی ناست او ستړی ښکارېده او د کورنۍ غړي یې هم په محکمې کې وو.

خو، سلمان خان د بلې محکمې غوښتنه هم کولی شي او دا د محکمې وروستۍ پرېکړه نه ده.

د مړ شوي کس، ښځې وویل چې دوی سلمان خان ته د سختې سزا د ورکولو تمه لرله او د مېړه له مړینې وروسته یې ژوند له سختو کړاوونو سره مخامخ شوی.

د هند د سینما یو بل ستوري ارجن کپور په خپل ټویټر کې لیکلي " دا مهمه نه ده چې څوک او کومه محکمه څه وايي، خو سلمان خان په هېڅ ډول د دغې سزا لایق نه دی."

د سلمان خان مدافع وکیل شرېکنډ شیویډي د محکمې پر پرېکړې اعتراض وکړ او ویې ویل چې خان د خیر ښېګڼو له ټولنو سره ډېره مرسته کوله او هغه مهال په یو ډول عصبي رنځ اخته و.

د محکمې پرېکړې ته د خان زرګونه مینوال او د بالیوډ یو شمېر فلم جوړوونکې کمپنۍ هم منتظر وو، که کمپنۍ له سلمان خان سره د جوړېدونکو فلمونو شوي قراردادونه لغوه کړي، میلیونونه ډالره زیان به وویني.

سلمان خان له ۱۹۸۰ کال راپدېخوا د هند په سینما کې کار کوي چې تر دې دمه په شاوخوا ۱۰۰ فلمونو کې لوبېدلی دی.

دی د هند دویم سینمايي ستوری دی چې محکمه یې محکوموي، تر سلمان خان وړاندې سنجي دت هم د ناقانونه وسلو په ګرځولو او ځینې چاودنو په تور محکوم شوی و.

XS
SM
MD
LG