د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي عربستان: حوثي ډلې ته د هرډول اکمالاتو مخه نیسو


د سعودي په مشرۍ ائتلاف هلې ځلې کوي ترڅو د حوثي ډله و نشي کړای چې یمن په مکمل ډول ونیسي
د سعودي په مشرۍ ائتلاف هلې ځلې کوي ترڅو د حوثي ډله و نشي کړای چې یمن په مکمل ډول ونیسي

د سعودی عربستان د پوځ ویاند خبریالانو ته د هغه هېواد په مشرۍ د ائتلاف د هوایي بریدونو یوه ویدیو ښودلې ده چې په یمن کې د وسلو یوه ستره ډیپو په نښه کوي.

جنرال احمد اسیري ووېل چې د هوایي بریدونو ترڅنگ د عربي ائتلاف سمندري پوځي بېړیو د یمن ساحل ته نږدې د نورو کښتیو پلټلو ته هم ادامه ورکوي ترڅو د حوثي یاغیانو لپاره د هرډول اکمالاتو مخنیوی وشي.

جنرال اسیري زیاته کړه چې د سمندري پوځي ماموریت ترڅنگ، ائتلافي پوځ خپل کار ته ادامه ورکوي او د کښتیو د تگ راتگ د آسانولو لپاره هم کار کوي.

پر حوثي یاغیانو باندې هوایي بریدونه د تېر مارچ میاشتې په وروستیو کې پدې نیت پیل شول چې د عربي نړۍ په دې ترټولو بې وزله هېواد کې د دغې ډلې د پرمختگ مخنیوی وشي.

په متحده ایالتونو کې د سعودي عربستان سفیر عادل الجبیرهم ویلي دي چې د سعودي په مشرۍ ائتلاف به دا یقیني کړي چې د حوثي ډله و نشي کړای چې یمن په مکمل ډول ونیسي.

ښاغلي جبیر په یو خبري کنفرانس کې خبریالانو ته ووېل چې هوایي بریدونه اوس دریمې اونۍ ته داخل شوي دي او ډېر زیات کامیابه دي. د سعودي عربستان سفیر زیاته کړه چې دا هوایي بریدونه پر دې توانېدلي چې د حوثي ډلې او علی عبدالله صالح زیاتره پوځي تاسیسات له منځه یوسي.

د ایران جمهور رئیس حسن روحآني ویلي دي چې د سعودي په مشرۍ هوایي بریدونه نه یواځې د یمن زېربناو ته تاوان رسوي بلکې ملکي خلک هم وژني.

خو په واشنگټن کې د سعودي عربستان سفیر بیا دا تورونه رد کړي چې گواکي د عربي ائتلاف په مشرۍ هوایي بریدونه له هدفه پرته زیات شمېر ملکي خلک یې وژلي دي.

په یمن کې د حوثي پر شیعه ډلې فشارونه پداسې حال کې زور اخلي چې وړمه ورځ د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د یو پرېکړه لیک په صادرولو سره د حوثي پر یاغیانو باندې د وسلو د ورکولو بندیز وضع کړ او له دغې ډلې څخه یې وغوښتل چې له هغو سیمو څخه بېرته په شاتگ وکړي چې تراوسه پورې یې نیولي دي.

بلخوا د یمن لپاره د ملگرو ملتونو د سولې د خبرو اترو استازی جمال بنعمر هم له خپلې دندې استعفا ورکړې خو ملگري ملتونه ویلي دي چې د ښاغلي بنعمر ځای ناستی به ډېر ژر وټاکل شي.

XS
SM
MD
LG