د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي کابل کې د سیمې په کچه لوی اسلامي مرکز جوړوي


په کابل کې د سعودي عربستان په سفارت د تړون د لاسیلک غونډه
په کابل کې د سعودي عربستان په سفارت د تړون د لاسیلک غونډه

د کابل د مرنجان په غونډۍ کې د دغه مرکز د جوړولو تړون نن د جمعې په ورځ په کابل کې د سعودي عربستان د حکومت د یو چارواکي او د مکتب احمدالراشد په نوم د یو سعودي ساختماني کمپنې د یو چارواکي له خوا لاسلیک شو.

په کابل کې د سعودي عربستان په سفارت کې د تړون د لاسیلکولو غونډې ته د سعودي عربستان سفیر مصفیر عبدالرحمان الغاصب په خپله وینا کې وویل چې په دغه پروژه چې هرڅومره لګښت راشي هیواد یې چمتو دی چې ور یې کړي.

سفیر وویل چې د ملک عبدالغریز په نوم د دغه فرهنګي مرکز د سروې کار به تر راتلونکو څلورو میاشتو بشپړ شي او ساختماني چارې به یې د دوه زره شپاړسم کال ترپایه ترسره شي.

هغه وویل" سعودي عربستان هڅه کوي چې د سیمې په کچه یو ستر او نمونوي اسلامي مرکز په افغانستان کې جوړ کړي".

هغه وویل مرکز به د تشدد په ځای د ورورګلوۍ او اعتدال پیغام خلکو ته ورکړي.

د افغانستان د حج او اوقافو سرپرست وزیر محمد یوسف نیازي د سعودي عربستان له خوا د دغه مرکز جوړول د دواړو هیوادونو په اړیکو کې د یو نوي باب پرانستل وګڼل وویل چې دا مرکز به د هغو ځوانانو لپاره په کور دننه د زده کړو امکانات برابر کړي چې د دغسې یو مرکز په نشتون کې د زده کړو لپاره بهر ته تللو ته اړ کیدل.

ښاغلي نیازي وویل" دغه مرکز په اتلس زره نهه سوه مترمربع ساحه کې د مرنجان د غونډۍ دپاسه جوړیږي چې په سیمه کې به یې ساری نه وي".

په دغه مرکز کې د عربي ژبې او قرآنکریم د زده کړو ترڅنګ د لس زرو لمونځ کونکو لپاره یو ستر جومات جوړیدل هم په پام کې نیول شوي دي.

دا مرکز په افغانستان کې د سعودي عربستان په مرسته د اسلامي زده کړو لومړی ستر مرکز دی چې سعودي عربستان ته د افغانستان د جمهورریس اشرف غني د سفر وروسته یې د جوړیدلو تړون نن لاسلیک شو.

ددې میاشتې په سر کې سعودي عربستان د افغانستان د جمهورریس د میرمنې د دفتر له لارې په افغانستان کې نږدې پنځه سوه زرو بې ځایه شوو کورنیو سره د خوراکي او نورو اړینو موادو مرسته وکړه.

د افغانستان د چارو یو شمیر کارپوهان د افغانستان په چارو کې د سعودي عربستان لیوالتیا یو ښه قدم ګڼي او وایي سعودي عربستان د پاکستان سره نږدې او تودې اړیکي لري چې افغانستان سره د سعودي اړیکې به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکود ښه کیدلو سره هم مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG