د لاس رسي وړ اتصالات

داعش او وهابیزم - توپیرونه، شباهتونه


په سعودي عربستان کې ښځې باید د ډیرو کوچنیو کارونو د ترسره کولو لپاره هم د خپل نارینه محرم اجازه ترلاسه کړي
په سعودي عربستان کې ښځې باید د ډیرو کوچنیو کارونو د ترسره کولو لپاره هم د خپل نارینه محرم اجازه ترلاسه کړي

د سعودي عربستان په ټولنه کې د وهابیت په هکله مختلف نظرونه شته. د سیاستوالو، محصلینو، څیړونکو، فعالینو، کارپوهانو، محلي سوداگرو او ښځو په گډون زیات شمیر خلک وایي چې شاو خوا لس کاله دمخه یې په پرله پسې توگه اوریدل چې یوه ډله د وهابیانو په نامه یادیدله.

د "سعودي گزیت" پخوانی مسؤل مدیر او خبریال خالد المینا وایي په عربستان کې رسمي دین اسلام دی، خو د هغه په وینا یو شمیر غلط تعبیر کوي او وایي چې هلته سخت دریځه شته. هغه زیاتوي چې د سعودي د یو شمیر سخت دریځو ویناوی داعش ته ورته دي، خو د هغه په وینا دغه ډله خلک د حکومت استازیتوب نه کوي.

هغه سخت دریځه چې المینا یې په اړه خبرې کوي د ښځو د حقونو او د جرمونو د سزا ورکولو په هکله د اسلامي دولت د ډلې او نورو سخت دریځو ډلو په څیر فکر لري.

په سعودي عربستان کې ښځې باید د ډیرو کوچنیو کارونو د ترسره کولو لپاره هم د خپل نارینه محرم اجازه ترلاسه کړي. په دې هیواد کې د ارتداد سزا مرگ دی او د اعدام سزا – سرغوڅونه – په عمومي توگه په عام محضر کې پلې کیږي.

په سعودي عربستان کې د مذهب آزادي نشته او غیر مسلمانان اجازه نه لري چې په ښکاره خپل دیني مناسک ترسره کړي. خو د اسلامي دولت ډله یا داعش په څرگنده توگه عیسویان، شیعیان او نور د پالیسۍ له مخې وژني. سعودي عربستان بیا دغه کار نه کوي.

سعودي علما وایي دا سمه نده ده چې د سعودي هغه کارونه چې د اسلامي قانون له مخې پلی کیږي د افراطینو د کړو سره پرتله شي.

د خلیج د څیړنو د مرکز مشر عبدالعزیز وایي اسلام افراطیت ردوي " د سعودي مفتي او مذهبي مشرانو تل ویلي چې د اسلامي دولت ډله له اسلام سره اړیکه نه لري."

د هغه په وینا هغه څه چې دغه ډله یې کوي اسلامي نه دي او دوی ټول هغه اعمال او معتقدات چې داعش یې ترسره کوي او یا اظهاروي په کلکه غندي.

هغه څه چې د اسلامي دولت ډله او سعودي یې یوشان ترسره کوي هغه د محمد بن عبدالوهاب د اتلسمې پیړۍ عقاید دي چې د اسلامي قانون سخت دریځه تفسیر ګڼل کیږي.

په جده کې د پاچا عبدالعزیز د پوهنتون د اسلامي زده کړو پروفیسور علي عمر بادحدح وایي په دې وروستیو کې په لویدیځ کې وهابیت په عمده توگه د افراطي ډلو د طرز تفکر له نظره مطالعه کیږي، چې د ورته زده کړو د تعقیبولو ادعا کوي. د هغه په وینا تر ډیره حده د سخت دریځو اعمال، رسنیو او د ډله ییزو اړیکو وسایلو د وهابیزم او د ترهگرو د ایډیالوژۍ په گډولو کې رول لوبولی دی.

XS
SM
MD
LG