د لاس رسي وړ اتصالات

سکاټلند له برتانیا څخه خپله بشپړه خپلواکي رد کړه


سکاتلندیانو په یوه تاریخي ټولپوښتنه کې تصمیم ونیو چې د ٣٠٧ کالو وروسته بیا هم سکاټلنډ له برتانیه څخه جلا نه شي.

ډېرو سکاټلنډیانو تېره شپه – جمعه سپتمبر ۱۹- په وېښه تېره کړه چې د خپلې ټولپوښتنې پایلې وویني.

د برتانیا لومړي وزیر ډیویډ کامېرون د پایلو له اعلان وروسته وویل زه " خوشحاله یم " چې اکثریت سکاټلندیانو له برتانیا سره د پاتې کېدو پرېکړه وکړه.

ټولپوښتنه د دې لپاره وشوه چې سکاټلنډ له برتانیا نه سره پاتې شي که ترې جلا او یو خپلواک هېواد شي، د رایې په پاڼو کې یوازې " هو " او " نه " لیکل شوې وه.

که څه هم د سکاټلند د خپلواکۍ پلویانو هېله درلوده چې له برتانیا به جلا شي، خو له وړاندې داسې انګېرنې وې چې ډېر سکاټلندیان به له برتانیا سره پاتې کېدل وغواړي.

ښاغلي کامېرون وویل چې ټولپوښتنه وشوه او نتیجه یې هم د سکاټلند د بشپړې خپلواکۍ ردول دي .

هغه وویل " اوس به لانجه نه وي او ټولپوښتنه به بیا نه کېږي او موږ د سکاټلند د خلکو خوښي هم ولیدله .سکاټلند یو داسي قوي پارلمان ته رایه ورکړه چې د برتانیا د امنیت او کلک ملاتړ څخه برخمن دی، زه هغو کسانو ته مبارکي وایم چې د " نه " لپاره یې کمپاین وکړ او خلکو ته یې وښوده چې زموږ ولس یوموټی ښه دی."

ښاغلي کامیرون وویل چې د برتیا په پارلمان کې به درې ګوندونه د سکاټلنډ پارلمان ته د لا ډېرو واکونو او صلاحیتونو د ورکولو په اړه خپلې ژمنې پوره کوي .

کله چې نتیجه اعلانېده له برتانیا سره د پاتې کېدو ملاتړو په کافي خانو او یو شمېر نورو ځایونو کې د خوښیو چیغې وهلي.

۲۸ کلن ګرانټ مکنیل چې یو اشپز دی د پایلو له اعلان سره سم له خپلو نورو ملګرو سره یې یوځای نڅاوې او خوشحالې وکړې.

هغه وویل " دا یوه خواشینونکې او احساساتي شېبه ده. د کارګر او د توریز ګوندونو خوشحالۍ او نڅاوې موږ ته په ډاګه کوي چې دوی څه غوښتل. مطبوعات بېطرفه نه و. ځینې شیان نه هېرېدونکي دي. اوس به وګورو چې سکاټلند ته د ډېرو واکونو د ورکولو شوې ژمنې عملي شي ."

د سکاټلند ملي ګوند مشر الیکس سلمونډ په ټولپوښتنې کې خپله ماتې ومنله خو ویې ویل چې یو اعشاریه شپږ میلیونه سکاټلنډیانو له برتانیا څخه د بشپړې خپلواکۍ او د ډېرو واکونو د ترلاسه کولو لپاره رایه ورکړې ده .

ښاغلي سلمونډ وویل " په ټولپوښتنې کې د شپږ اتیا فیصده خلکو ونډه ډېره زیاته ده، زما په فکردا د ډیموکراتې نړۍ د ټولپوښتنې په تاریخ کې د خلکو بېساری ګډون دی. دا د یو ډیموکرات بهیر او په سیاست کې د خلکو د ونډې بریا ده. "

له برتانیا نه د خپلواکۍ د اخیستلو پلوویانو او مبارزینو په نړیواله کچه د خلکو پام ځانونونو ته اړولي و او داسې انګېرنې وې چې که سکاټلند جلا شو ښايي د اروپا ډېرې نورې برخې هم د سکاټلند پر قدم کېښود.

XS
SM
MD
LG