د لاس رسي وړ اتصالات

مکین: د امریکايي ځواکونو د وتو په مهالوېش دې غور وشي


سناتور جان میکن اریکایي عسکرو رسه د جولای د څلورمې د امریکا د خپلواکۍ د ورځې د تیرولو لپاره افغانستان ته سفر کړی دی.
سناتور جان میکن اریکایي عسکرو رسه د جولای د څلورمې د امریکا د خپلواکۍ د ورځې د تیرولو لپاره افغانستان ته سفر کړی دی.

امریکايي سناتور جان میکن وايي، له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو په مهالوېش دې له سره غور وشي او دغه وتل باید حالاتو ته په کتو ترسره شي.

امریکايي سناتور جان مکین چې نن په کابل کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ د ماموریت په عمومي قومندانۍ کې خبریالانو سره خبرې کولې وویل چې له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو وتل د مهالوېش په اساس یوه اشتبها وه او دا چاره وسله والو طالبانو ته ددې لاره پرانسته چې ډېر څه ترلاسه کړي او لاسته راوړنې ولري.

سناتور مکین وویل ‪"‬زما په نظر د امریکايي ځواکونو د وتلو مهالوېش ته د امریکا د ادارې له خوا له سره کتنې ته اړتیا ده، پلان باید په میدان کې حالاتو ته په کتو وشي، وتو ته باید ساده نېټه و نه ټاکلې شي، د امریکا په سفارت متمرکز ځواک نه وي، پداسې وخت کې چې ټول دلایل ښيي، چې حالات لازیاتو او اضافي امریکايي عساکرو ته اړتیا ده.‪"‬

هغه وویل له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو وتل باید د نظامي قومندانانو د وړاندیزونو په اساس وشي او باید مشروط هم وي.

سناتور مکین وویل ‪"‬د امریکايي عساکرو پاتې کېدل امریکا ته کوم غیر معمولي کار ندی، مونږ په سویلي کوریا کې دا مهالې اته دېرش زره عساکر لرو، مونږ په جرمني او جاپان کې هم امریکايي سرتیري لرو، دلته په افغانستان کې که د امریکايي عساکرو پاتې کېدل په سولیز شکل وي، د امریکا خلک به یې هرکلی وکړي.‪"‬

هغه وویل امریکا باید په افغانستان کې د ښکېلتیا خپل اهداف معلوم کړي، او باید هغه څه وارزوي، چې دا اهداف څنګه ترلاسه کېدای شي.

سناتور جان مکین وايي، حالات په افغانستان کې له جدي ګواښونو سره مخ دي او د ګواښونو لمن پراخه شوې ده.

سناتور مکین وویل طالبان مات شوي ندي او هغوی دا ثابته کړې ده، چې تراوسه کمزوري ندي، بلکې پياوړي دي او د هغوی وروستي بریدونه ددې څرګندویي کوي، چې طالبان ځواکمن دي.

جان مکین وویل د افغانستان په لویدیځ کې د طالبانو په ځینو سیمو کنټرول او دا چې داسې راپورونه دي، چې ګواکې ایران له طالبانو سره مرسته کوي، ژور اندېښمن کړی دی.

جان مکین وویل په افغانستان کې لا هم کار ندی بشپړ شوی، او د ۲۰۱۶ کال تر پایه باید له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته وشي، هوايي ځواک یې جوړ شي، په خاصو عملیات کې برخه واخېستل شي او استخباراتي معلومات ورسره شریک شي.

جان مکین وویل چې افغان امنیتي ځواکونو هم دا ثابته کړې ده، چې دوی مات شوي ندي او د طالبانو د پرمختګ مخه یې نېولې ده.

داعش

امریکايي سناتور جان مکین خبریالانو ته وویل چې داعش په افغانستان کې مخ په زیاتېدونکی تهدید دی، هغه وویل اسلامي دولت دا ثابته کړې ده، چې ځوانان جلبوی شي.

سناتور مکین وویل ‪"‬مونږ وینو، چې د ځینو بهرنيو جنګیاليو راتګ افغانستان ته پیل شوی دی، او داعش سره یوځای کیږي.‪"‬

سناتور مکین وویل په افغانستان کې د داعش پلوو او طالبانو ترمنځ جګړې هم شوي دي، چې په لنډه موده کې د دوی په ګټه دي، خو په اوږده موده کې یوه ډله هم د افغانستان په ګټه نده.

د امریکا د سناء د مجلس غړی جان مکین چې خپله هم جمهوریت غوښتونکی دی، وايي، که د امریکا په راتلوونکو ټاکنو کې هر جمهوریت غوښتونکی کاندید واک ته ورسیږي، نو افغانستان ته به متعهد وي

XS
SM
MD
LG