د لاس رسي وړ اتصالات

سیگار د تره خیلو د بریښنا فابريکې په اړه پوښتنې لري


د تره خیلو د بریښنا پر فابریکې د متحده ایالاتو نړیوالې پرمختیایي ادارې ٣٣٥ میلیونه ډالر پانگونه کړې ده.
د تره خیلو د بریښنا پر فابریکې د متحده ایالاتو نړیوالې پرمختیایي ادارې ٣٣٥ میلیونه ډالر پانگونه کړې ده.

د افغانستان د رغونې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو مفتش (سیګار) د تره خیلو د بریښنا د فابریکې د نیمگړتیاو په هکله د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالې پرمختیايي ادارې ته یو انتقادي لیک استولی دی.

په دې فابریکې باندې د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالې پرمختیا ادارې ٣٣٥ میلیونه ډالر پانگونه کړې ده.

د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالې پرمختیايي ادارې په ٢٠٠٧ کال کې د امریکا د لویس برگر گروپ او د بلک اینډ ویچ، سره د تره خیلو د ١٠٥ میگاواټه بریښنا د تولید د فابریکې د ودانولو لپاره قرارداد وکړ.

په رپوټ کې ویل شوي چې د دې فابریکې د جوړولو دلیل څو شیان ښودل شوي وو چې په هغو کې د هغو اندیښنو راکمول وو چې د طبیعي آفاتو په مهال د بریښنا د کموالي په صورت کې د افغانستان د بریښنا اړتیاوی پوره کړای شي.

سیګار لیکلي که څه هم دې پروژې ځیني مالي او اداري ستونزې او نیمګړتیاوې لرلې خو بیا هم د ٢٠١٠ کال په جون کې دغه پروژه د افغانستان حکومت ته ور په لاس شوه.

د سیگار په پلټنه کې ویل شوي چې ښایي د افغانستان حکومت به نه غواړي او یا به یې وړتیا نه لري چې دغه فابریکه په بشپړه توگه په کار واچوي. آن د اړتیا په مهال کې لکه د ٢٠١٥ کال د فبرورۍ په میاشت کې د واورو د ښویدو له کبله د کابل د عمده بریښنا د قطع کیدو په وخت کې هم له دې فابریکې نه استفاده ونه شوه.

د ٢٠١۴ کال د جون په میاشت کې د امریکا د عمومي مفتش دفتر د تره خیلو د بریښنا د فابریکې په هکله یوه ارزونه بشپړه کړه چې پالې یې حیرانوونکې وې. ددغه فابریکې نه ډیره کمه استفاده وشوه چې یواځې د هغې د بریښنا د تولید د ظرفیت دوه عشاریه دوه فیصده وکارول شول. همداشان د افغانستان د بریښنا موسسې د هغې د فعالولو وس نه درلود، ځکه چې یواځې د تیلو لگښت یې په کال کې ٢۴٥ میلیونه ډالره و.

د دې ارزونې په غبرگون کې د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالې پرمختیايي ادارې وویل چې د افغان حکومت او د بریښنا د شرکت سره د دې فابریکې د فعالولو لپاره د ٢٠١۴ کال د دسمبر د ٣١ څخه دمخه به اصلاحي اقدامات وکړي چې دا نیټه د واورو د ښویدو د پیښې څخه دوه میاشتې دمخه وه. د بریښنا دغې قطع کیدو او د کابل تیاره کیدو د دې اقداماتو د موثریت په اړه پوښتنې رامنځ ته کړې.

سیگار په دې توگه د امریکا د متحده ایالاتو د پرمختیایي ادارې نه د وضاحت غوښتنه کړې ده. سیگار په دې وروستیو کې په افغانستان کې د امریکا د مختلفو پرمختیایي پروژه په اړه پلټنې کړې دي چې یوه یې هم د تره خیلو د بریښنا د فابریکې د موثریت په هکله ده.

XS
SM
MD
LG