د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان د سولې د مذاکراتو لپاره رسمي دفتر غواړي


 طالبان وايي"اوس د خبرو د ځای په توګه د اسلامی امارت ښکاره ادرس چې یو ابتدایي ضرورت دی نشته. "
طالبان وايي"اوس د خبرو د ځای په توګه د اسلامی امارت ښکاره ادرس چې یو ابتدایي ضرورت دی نشته. "

طالبانو په لومړي ځل د سولې د خبرو او نورو اړوندو مذاکراتو لپاره د رسمي دفتر غوښتنه کړې ده.

د قطر د پګواش په کنفرانس کې د طالبانو په لوستل شوې بیانیې کې راغلي"د خبرو لپاره ځای او د ارتباط محل چې د دفتر په شکل کې وي، ضرورت دی. اوس د خبرو د ځای په توګه د اسلامی امارت ښکاره ادرس چې یو ابتدایي ضرورت دی نشته."

د اسوشیټټ پرس خبري اژانس راپور ورکړی چې د طالبانو دغه پیغام په دې معنی دی چې هغوی په ځینو مسایلو کې خپل دریځ نرم کړی دی او دا هغه پرمختګ دی چې ښايي د سولې مذاکراتو ته لا ښه او غوره لاره هواره کړي.

طالبانو ویلي د " ملت د سوکالۍ" لپاره د ګاونډیانو په ګډون د نړۍ له هر هېواد سره همکاري غواړي او په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره د هرې غاړې د هڅو هر کلی کوي.

خو، طالبانو ټېنګار کړی چې باید د افغانستان " یرغل " ختم شي چې د سولې د مذاکراتو ته لاره هواره شي، د طالبانو بیان وايي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو موجودیت د جنګ په معنی دی.

طالبانو د قطر په کنفرانس کې ویلي چې د سولې پروسه باید مصلح او په سولې باورمند کسان پر مخ بوزي، نه دا چې د طالبانو په خبره د یوې پروژې په توګه یې ومني.

تور لست

طالبانو د هغه تور لست د ختمولو غوښتنه هم کړې ده چې په کې د هغوی د یو شمېر غړونو نومونه ثبت دي. طالبان وايي که د سولې مذاکرات پیلیږي د دوی هغه غړي چې نومونه یې په تورلست کې دي، له یو ځای څخه بل ځای تګ راتګ نشي کولی.

طالبانو دغه اعلامیه، د قطر دله دوو ورځنیو غیر رسمي خبرو څخه وروسته خپره کړې ده، چې د ګډونوالو په وینا، د کنفرانس د اجنډا برخه نه ده.

په بیانې کې راغلي چې د طالبانو غورځنګ هېچاته زیان نه دی رسولی او هېچا ته به اجازه ورنکړي چې افغانستان د نورو پر ضد وکاروي.

اروبند

د طالبانو یو استازي چې په غونډې کې و، د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې، د شیر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د دوی اته کسییز پلاوي له افغان چارواکو سره مخامخ وغږېدل.

دغه کس چې نغواړي نوم یې واخیستل شي وویل " د خبرو له پلېدو سره سم زموږ خلکو خپلې غوښتنې او شرایط په لیکلي ډول د غونډې پر برخوالو ووېشل او بیا ازاد بحث پيل شو. افغان پلاوي او د ولسمشر اشرف غني تره، قیوم کوچي وغوښتل چې موږ خپله جګړه بنده او اوربند اعلان کړو. دوی موږ وروڼه وبللو او او بلنه یې راکړه چې افغانستان ته ورشو او اساسي قانون یې ومنو. "

غونډه د دوحې په بندري ښار الخور کې وشوه چې د قطر د بهرنیو چارو وزیر یې مشر و.

ځینو سرچینو ویلي چې په غونډې کې د امریکا، چین او پاکستان استازو هم برخه لرله. پاکستان د دغې غونډې هرکلی کړی دی خو په غونډې کې یې د خپل استازي د ګډون په اړه یې څه ویلي نه دي.

افغان حکومت د دغو خبرو په اړه څه نه دي ویلي، خو د افغانستان د سولې د شورا یو غړي له طالبانو سره د افغان لوري مخامخ خبرې او لیدل تائید کړل.

د قطر له غونډې سره همهاله په افغانستان کې جنګ نور هم زیات شوی او لمبې یې د دغه هېواد ځینو نسبتآ ارامو شمالي ولایتونو ته هم رسېدلې دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG