د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د ملاحسن رحماني مړینه تایید کړه


ملاحسن رحماني د طالبانو پخواني مشر ملاعمر ته ډیر نږدې بلل کیده
ملاحسن رحماني د طالبانو پخواني مشر ملاعمر ته ډیر نږدې بلل کیده

د طالبانو یو مشر چارواکی ملامحمد حسن رحماني د سرطان د ناروغۍ له کبله مړ شوی دی. طالبانو د نوموړي مړینه تایید کړې خو دا یې ندي ویلي‌ چې ښاغلی رحماني څه مهال او چیرې وفات شو.

د ناتایید شوو خبرونو له مخې ملاحسن رحماني د دوشنبې په ورځ د پاکستان په یوه پوځي روغتون کې ساه ورکړه.

نوموړي تر مرګ وړاندې د طالبانو نوي‌ مشر ملااخترمحمد منصور ته بیعت کړی و.

۵۵ کلن رحماني چې دیني زده کړې یې په یوې پاکستاني‌ مدرسې کې کړې وې، پر افغانستان د پخواني شوروي ځواکونو د یرغل په مهال له جهادي ډلو سره په جګړې کې بوخت و.

نوموړی په ۱۹۹۴ کال کې په کندهار ولایت کې د طالبانو د تحریک په لومړنیو مشرانو کې و چې وروسته د کندهار د والي په توګه وټاکل شو او د ۲۰۰۱ کال د ډسامبر تر میاشتې چې طالبان واکمن وه، پر همدغې دندې پاتې شو.

ویل کیږي‌ چې ملاحسن رحماني د طالبانو د رژیم له نسکوریدو وروسته پاکستان ته ولاړ او په افغانستان کې یې د طالبانو نوې جګړې ملاتړ ته ودانګل.

XS
SM
MD
LG