د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: موټرسایکل چلول آزاد کړئ، که نه واکسین بند دي


د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو ځکه د واکسینو پر کمپاین باندې بندیز لګولی چې په دې ولسوالۍ کې حکومت د موټر سایکل چلول بند کړي دي.

که څه هم چارواکو څه موده دغه مسله ګونګه ساتلې، خو د ننګرهار عامې روغتیا ریاست مرستیالې ډاکټرې مقدسه معراج امریکا غږ ته وویل چې په تېر کمپاین کې وسله والو طالبانو په جدي گواښ سره واکسین بند کړي دي.

آغلې معراج وایي «دوی شرط ایښی دی چې زمونږ موټر سایکلو ته اجازه ورکړئ، خو والي صیب وايي موټر سایکل چلول نه ازادوي.»

هغه وايي چې څه دپاسه دېرش زره ماشومان د واکسینو له دوه څاڅکو محروم شوي او د دولت له وسله والو مخالفینو سره خبرو هم نتیجه نه ده ورکړې «زمونږ دغه هڅې نه ناکامۍ سره مخ شوي دي.»

خو دغني خېلو ولسوال حضرت خان خاکسار، امریکا غږ ته وویل چې د قومي خلکو په مرسته یې پاکستان ته یوه جرګه لېږلې تر څو د طالب مشرانو سره ددغه مسلې یو حل راوباسي.

هغه وایي «قومي خلکو یوه جرګه جوړه کړې او پاکستان ته یې د طالب مشرانو لپاره لېږلې،چې واکسینو یې مشرانو بند کړي که کشرخېلو بند کړي دي، تر اوسه لا نتیجه نده مالومه شوې.»

ښاغلی خاکسار وايي چې په یو شمېر کوچنیو روغتیايي مرکزونو کې ځينې ماشومان واکسین شوي خو په لسګونه زره یې محروم پاتې دي.

نوموړی زیاتوي،چې که د طالب وسله والو سره یې روانې خبرې ناکامې شي، نو په حکومتي زور به لرې پرتو سیمو ته د ګوزڼ واکسین ورورسوي. «که چرته دخبرو لاره ناکامه شي بیا له زوره کار اخلو»

په همدې حال کې د ختیځ زون لپاره د بشري حقونو خپلواک کمیسیون پر دغه مسله اندېښنه ښودلې او وايي ددغه ماشومانو د روغتیا لپاره باید په دولتي او قومي کچه هڅې وشي.

هڅه مو وکړه،چې پر دغه تړاو د ننګرهار د والي نظر هم واخلو خو بریالي نه شو.

چارواکو دا هم ویلي، چې د شینوارو په شپږو ولسوالیو کې یې د موټر سایکلو پر چلونې کلک بندیز لګولی او په دغه ټولو ولسوالیو کې طالبانو د واکسینو د کمپاینونو د بندیدو ګواښ کړی دی.

که څه هم طالب وسله والو د واکسینو د بندیز پر دغه مسله تازه څه ندي ویلي، خو پخوا یې دا شان مسلې رد کړي او ویلي یې دي، چې ملګري یې د ګوزڼ پر وړاندې د واکسینو مخه نه ډب کوي.

د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې په داسې مهال لسګونه زره ماشومان له واکسینو پاتې شوي، چې د کونړ په یو شمېر ولسوالیو کې د تېرو څلورو کلونو راهیسې وسله والې ډلې د واکسینو سره مخالفت کوي او په دغه ولایت کې هر کمپاین څه دپاسه دولس زره ماشومان له واکسینو محرومیږي.

XS
SM
MD
LG