د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایان د شکرانې ورځ لمانځي


د نادارو او اړو کسانو مړول د شکرانې د ورځې یو بل لرغونی دود دی.
د نادارو او اړو کسانو مړول د شکرانې د ورځې یو بل لرغونی دود دی.

د ۱۶۲۱ میلادی کال په مني کې هغه خلک چې د سمندر له بلې غاړې څخه تازه امریکا ته راغلي وو درې ورځې یې دسترخوان وغړاوه چې د درمندونو د ټولولو جش ولمانځي. دا پیښه اکثرو امریکایانو ته د شکرانې د ادا کولو د لومړنی جشن په معنی دي چې بومي امریکایانو هم په کې عمده رول درلوده.

د شکرانې د ادا کولو او د دسترخوان د غړولو دغه لرغونی میراث څو پیړۍ ژوندی پاتې شو تر څو چې د ١٨٦٣ کال په اکتبر کې جمهور رئیس براهام لینکن د نومبر د میاشتې وروستۍ پنجشنبه د شکرانې د ادا کولو ملي ورځ اعلان کړه. بیا جمهور رئیس فرانکلین روزولت هم څرگنده کړه چې د نومبر د میاشتې څلورمه پنجشنبه دې د امریکا په متحده ایالاتو کې د شکرانې د ادا کولو ملي ورځ وي.

په اوسني عصر کې اکثر امریکایي کورنۍ هڅه کوي چې له گوټ گوټ څخه د یو چت لاندې راټول شي او د نومبر د میاشتې وروستۍ پنجشنبه چې د فیلمرغ غوښه یې اساسي رکن دی سره یوځای وخوري.

تیر کال د شکرانې د مراسمو لپاره ٢۴ میلیونه ژوندي فیلمرغان له کانادا څخه د امریکا متحده ایالاتو ته راولیږدول شول.

په داسې حال کې چې امریکایي کورنۍ د شکرانې په ورځ د فیلمرغانو غوښې خوري، ددې ورځې یو لرغونی دود او دستور د امریکا د جمهور رئیس له لورې د "فیلمرغ د بخښل" دي چې د امریکا جمهور رئیس هغه تر سره کوي او ددې حیوان له وژلو څخه تیریږي او دغه فیلمرغ خوشې کوي. د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما دغه مراسم د چارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې ترسره کړل.

د شکرانې د اداکولو د لرغونې ورځې په هکله د یو شمیر امریکایانو نظر او انگیرنه په دې ویدیو کې کتلای شئ:

د شکرانې د ورځې په هکله د یو شمیر امریکایانو نظرونه
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:41 0:00

د شکرانې د ورځې سبا چې د جمعې ورځ ده په متحده ایالاتو کې د پلورنې او پیریدنې د ستر لیلام ورځ ده. په دې ورځ چې د "تورې جمعې" په نامه هم یادیږي پلورنځي د پنجشنبې په نیمه شپه پرانستل کیږي او یو شمیر مشتریان حتی د پلورنځیو د دروازو تر شا شپه سبا کوي چې د خپلې خوښې لیلام شوي توکي راونیسي.

د هغو شمیرو له مخې چې د امریکا د متحده ایالاتو د خرڅلاو ملي فدراسیون خپرې کړي، اټکل کیږي چې ٦٨ میلیونه امریکایان د شکرانې د ادا کولو څخه په وروسته ورځو کې خریدار وکړي.

XS
SM
MD
LG