د لاس رسي وړ اتصالات

د سیکولر ایتلاف د تونس پارلماني انتخابات وګټل


په تونس کې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې
په تونس کې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې

په تونس کې د پارلماني انتخاباتو رسمي نتایج اعلان شوه. د نتایجو په اساس، نوي سکیولر ایتلاف تر نورو ګوندونو ډیرې رایې ګټلې دي.

دغه ایتلاف چې د ندا تونس په نامه یادیږدي د پارلمان د ۲۱۷ څوکیو نه ۸۵ څوکۍ ګټلې دي او اوس به نوی حکومت جوړوي.

د یکشنبې په ورځ، کله چې د رایې اچونې مرکزونه وتړل شول نو په یو څو ساعتونو کې د انتخاباتو د نتایجو پيشبینیو او د ګوندونو لخوا شمیرل شوو رایېو وښودله چې د ندا تونس په نامه ایتلاف تر نورو ډلو او ګوندونو ډیرې څوکۍ ګټلې دي.

د ندا تونس اصلي رقیب، د النهضې اسلامي منځلاره ګوند، هم هغه وخت خپله ماته منلې وه.

دا دی اوس د انتخاباتو رسمي نتایج اعلان شول او ندا تونس د انتخاباتو ګټونکی اعلان شو. چې د اساسي قانون په اساس به نوی حکومت جوړ کړي.

د فرانسې ۲۴ خبرې چاینل سره په مرکې کې، چې د دې اونۍ په پیل کې خپره شوه، بیجې خالد السیبسي، د ندا تونس یو مشر، وویل چې اوس وختي دی چې د یو ایتلافي حکومت په اړه دې خبرې وشي.

هغه وویل چې د ولسمشرۍ انتخابات به چې د نومبر په میاشتې کې کیږي، په دې اړه مهم نقش ولري.

نړیوالې ټولنې په تونس کې د انتخاباتو هرکلی کړی دی.

د ۲۰۱۱ کال راهیسې، دا دوهم ځل دی چې په تونس کې پارلماني انتخابات کیږي.

د تونس د نوي اساسي قانون د جوړیدو راهیسې بیا دا لومړی ځل دی چې انتخابات کیږي.

د امریکا ولسمشر باراک اوباما د تونس انتخابات مهم ګنلي دي او ویلي دي چې دغه انتخابات یو ښه مثال ګرځیدلی شي.

د انتخاباتي کمپاینونو په مهال، د افریقا د وچې په شمال کې د دغه هیواد د مشکلاتو نه هم پرده پورته شوه.

تونس د بې کارۍ، خراب اقتصادي حالت، د جنایې پيښو د ډیریدو او د افراطیت د مشکلاتو سره مخامخ دی.

په زرګونو کاندیدان او په لسګونو ګوندونه د پارلمان د څوکیو لپاره سیالي وکړه، خو په پای کې یوازې دوه ګوندونه بریالي شول.

دغه د منځني ختیځ لپاره د فرانسې د انستیتوت کارپوه، وینسنټ ګیېسر څرګندونې دي چې د فرانسې د راډیو سره یې وکړي. هغه وویل چې د انتخاباتو نتایج د هغه مایوسۍ او ویرې ښکارندوي کوي چې رایه ورکونکي یې د خپل هیواد د راتلونکي په اړه لري.

هغه وايي چې که عربي هیوادونو ته وکتل شي نو ناڅرګندتیا، تشدد او تروریزم لیدل کیږي. او مثال یې هم مصر دی چې بیرته پکښې دیکتاتوري نظام ټینګ شو.

ګیېسر وايي چې دغه یې علت دی چې تونس نظم او امنیت ته رایه ورکړې ده. هغه دا خبره هم وکړه چې خلګو امنیت او ثبات د دغو دوو اصلي ګوندونو په موجود کې لیدی او خلګو ژور سیاسي بدلون ته رایې ورنکړي. خو هغه وايي چې دغه د انقلاب نه ورسته، یو عادي عکس العمل ګنل کیدای شي. د النهضې ګوند په ۲۰۱۱ کال کې پارلماني انتخابات وګټل.

خو نن، د تونس زیاتره خلګ وايي چې د النهضې د ګوند په واکمنۍ کې اقتصادي وضعیت خراب شوی و او همداراز دغه ګوند د افراطیان په خلاف هم سمه مبارزه و نه کړه.

ندا تونس ایتلاف اصلا د النهضې د ګوند په مخالفت کې جوړ شوی و. په دغه ایتلاف کې د پخواني رژیم غړي شامل دي. په دغو کسانو کې ۷۸ کلن السیبسي هم شامل دی چې داسې معلومیږي چې په راتلونکي کې، به یې واک په لاس کې وي.

XS
SM
MD
LG