د لاس رسي وړ اتصالات

داعش د کردستان د خپلواکۍ هیلې مړې کړې


د عراق د کردستان جمهور ریْس مسعود بارزاني
د عراق د کردستان جمهور ریْس مسعود بارزاني

د عراق د کردانو څخه د ترکیې عدم ملاتړ چې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې پرضد په مبارزه کې مرسته ورسره وکړي، ددغه هېواد پر اړیکو باندې چې پرته له دې موضوع څخه د عراق سره یې اړیکې ډیرې نږدې وې، تاثیر اچولی دی.

په تیرو څو کلونو کې د عراق د کردستان خودمختاره سیمې د ترکیې سره ډیرې نږدې سیاسي او اقتصادي اړیکې درلودې. خو په دې ورستیو کې د ترکیې عدم همکارۍ یوه پوښتنه راپیدا کړې ده او هغه دا چې آیا د داعش د ډلې جګړه خو به د دې باعث شوې نه وي چې د ترکیې او عراقي کوردانو اړیکې زیانمنې شي .

دا چې دا امکان شته چې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې قواوې د عراق د خودمختاره سیمې کنټرول په لاس کې واخلي او ددې سیمې حکومت رانسکور کړي، د عراقي کردستان او قوي ګاونډي هېواد ترکیې ترمنځ یې په اړیکو کې اندېښنې پیدا کړي دي.

د ترکیې د ملیت د ورځپاڼه سیاسي لیکونکې اسلي عیدن تسباث په دې ورستیو کې د عراقي کردستان پلازمېنې ایربیل ته تللې وه، هغه وايي چې هلته خلګ د ترکیې څخه مایوسه شوي دي.

هغه "دوي مایوسه سوي دي ځکه ترکیه یې سم ملاتړ نه کوي. حقیقت دا دی چې اریبل ته یواځي ۲۲ کیلومیټره سیمه پاته وه چې داعش یې ونیسي. د ایربل د خلګو مورال هم کښته و او کله چې کوردانو د ترکیې څخه مرسته وغوښته نو ترکیې وویل چې مونږ به مرسته درسره کړې وای خو د داعش ډلې زمونږ ۴۹ ترکان اسیران نیولي دي. خبره د کړکیچ نه ده بلکې کردان وايي چې د دواړو خواوو ترمنځ یو ستراتیژیک تړون ناکامه شوی دی . نوداسي ویل کیدای شي چې د دواړو خواوو ترمنځ ستراتیژیک تړون بیخي سته نه."

د یادونې وړ ده چې کله د داعش ډلې د عراق د موصل ښار ونیوی، نو ۴۹ ترکي ډیپلوماتان او د هغوي کورنۍ یې هم ونیولې خو د سیاسي چارو لیکونکې اسلي عیدن تسباث ادعا کوي چې ځیني کردان دا پوښتنه کوي چې آیا ترکیه خو به د اسیرانو په پلمه د داعش سره د مبارزه نه ځان نه باسي؟

د چارو ناظرین وايي چې د رامنځ ته شوې مایوسۍ یو لامل دا هم دی چې د عراق د کردستان او ترکیې ترمنځ په دې ورستیو څو کلونو کې ډیرې ښه سیاسي او اقتصادي اړیکې رامنځ ته شوې وې چې دې کار پخوا ساری نه درلودی ځکه دواړو خواوو پخوا د ترکي کردانو د مسلې له امله پر یوه بل باندي شک درلودی او د یوه بل سره یې سیالي کوله.

داعش د مسعود بارزاني شهرت زیانمن کړ

یو دلیل یې چې ولي په دې ورستیو کلونو کې د عراقي کردستان او ترکیې ترمنځ اړیکې ښې شوې دا و چې د عراقي کردستان جمهور رئیس مسعود بارزاني ډیرې هڅې وکړې.

د استانبول د پوهنتون د سیاسي چارو کارپوه نورې میرت وايي چې د داعش ډلې بریدونو هم د جمهور رئیس بارزاني شهرت ته ضربه وارده کړه او هم یې د هغه حکومت ته ضربه ورکړله.

هغه وايي "د داعش د ډلې جکړې د کردستان د سیمه ایز حکومت اعتیبار ته هم په نظامي لحاظ او هم په سیاسي لحاظ ضربه وارده کړه، ځکه د بارزاني د ګوند او ترکیې ترمنځ نږدې اړیکې وې. د داعش د ډلې جګړې د ترکیې او کردستان پر اړیکوې باندې په مجموعي ډول زیات تاثیر وکړ په خاصه توګه د بارزاني او ترکیې پر اړیکو یې تاثیر د پام وړ و. دا په دې معنی ده چې د داعش د ډلې جګړې په سیمه کې زیات شمیر تړونونه او اتحادونه تر پوښتنې لاندې راوستل."

ایران د کردانو او ترکانو د مسلې نه ګټه پورته کړه

د داعش د ډلې د برید څخه مخکي د عراقي کردستان جمهور رئیس ویلي وو چې هغه به د خپلواکۍ دپاره ټولپوښتنه یا ریفوریندم دایر کړي. خو د کوردي ځواکونو سقوط او د نږدې ملګري هېواد ترکیې عدم همکارۍ د ناظرینو په مینځ کې مایوسي رامینځ ته کړې ده او وايي چې په نږدې راتلونکې که به د کردستان د آزادۍ تمه نه کېږي. خو ایران چې د عراقي کردستان سره سرحد لري د ترکیې او کردستان د اړیکو د خړپړتیا څخه یې ګټه پورته کړه.

د سیاسي چارو کارپوه اسلي عیدن تسباث داسي وايي "ایران خپله مرسته وړاندي کړه هر شي ته چې ضروروت و هغه یې وکړل تردې چې د قدس د ځواکونو مشر قاسم سلیماني په خپله کوردستان ته ولاړی چې دا ډیره مهمه مسله وه. دې مسلې د ایران نقش هم وځلوی."

د ویلو وړ ده چې د عراقي کردستان او ترکیې ترمنځ اوس هم نږدې اقتصادي اړیکې شته چې ددې امکان شته چې دواړې خواووې به نږدې سیاسي اړیکې هم وپالي. خو د چارو کارپوهان وايي چې کردستان اوس په نورو متحدینو پسي هم ګرځي او نه غواړي چې یواځي پر ترکیې باندې تکیه وکړي. پر دې مسلې به د عراق نوی حکومت او ایران زیاته پانګه اچونه وکړي.

یادشوي کارپوهان دا هم وايي چې د ترکیې او کردستان اړیکو زیاته ضربه ولیدله.

XS
SM
MD
LG