د لاس رسي وړ اتصالات

د کندوز په چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي


پولیس وایي د کندوز د مرکزي روغتون سره نږدې چاودنه په یو موتر کې د ځاي په ځای شوو چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله رامخې ته شوې
پولیس وایي د کندوز د مرکزي روغتون سره نږدې چاودنه په یو موتر کې د ځاي په ځای شوو چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله رامخې ته شوې

پولیس وایي سهار نهه بجې د کندوز ښار د حوزوي روغتون تر څنګ په یوه چاودنه کې ۲ تنه وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

د کندوز د امنیې قوماندانۍ ویاند سید سرورو حسیني وایې چې په دغه چاودنه کې یوه ښځه او یو سپین ږیری وژل شوي او د یو ماشوم په ګډون ۱۱ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

هغه وایې چې ددغې چاودنې هدف له روغتون څخه راوتلي محلي پولیس وو چې له عمومي سرک څخه د تیریدو په حال کې وو.

د چاودنې په ځای کې دوه ویجاړې موټرې هم تر سترګو کیدی، د پولیسو ویاند وایي چې چاودیدونکي مواد د یو موټر په ټولبکس کې ځای پر ځای شوي وو چې موټروان پرې نه و خبر، هغه زیاتوي چې دغه موټروان په روغتون کې د پولیسو تر څارنې لاندې دی.

جوزجان کې د جنبش یو قوماندان وژل شوی

د بلې خوا په جوزجان کې یو سیمه ایز قوماندان په خپل کور کې وژل شوی دی.

د جوزجان ولایت پولیس وایي چې د ملي اسلامي جنبش د ګوند یو سیمه ایز قوماندان معاون عبدالغني په کور کې د دمخه ځای په ځای شوو چاویدونکیوتوکو د چاودنې له امله پخپله عبدالغني او څلور نور وژل شوي دي.

د جوزجان د پولیسو د عملیاتو امر عبدالمنان روفي امریکا غږ ته وویل چې ماین ددغه قوماندان په میلمستون کې ځای په ځای شوې وو چې شپې په لسو بجو ورته د ریموټ کنټرول پواسطه ورته چاودنه ورکړل شوې ده.

پولیس وایي په دغه چاودنه کې قوماندان معاون عبدالغني، د هغه زوی او یو ساتونکی وژل شوي دي او همداشان د هغه دوه نور ساتونکي ټپیان شوي دي.

غزني کې یو ښونځي ته اور اچول شوی

ددغو پیښو ترڅنګ تیره شپه ناڅرګندو وسله والو د غزني ښار سره نږدې د یوې لیسې ودانۍ ته اور اچولی او سوزولې ده.

د غزني د والي مرستیال محمد علي احمدي امریکا غږ ته وویل چې په دغه برید کې د امام حداد په نوم د هلکانو د لیسې درې ټولګي سوزیدلي دي او نوره ودانۍ د سیمې خلکو په مرسته له سوزیدلو بچ شوې ده.

ښاغلي احمدي وویل چې دغې لیسې ته د شپې په لسو بجو اور اچول شوی دی.

تراوسه چا امام حداد لیسې ته د اور د اچولو مسولته نه دی اخیستی.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG