د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه وايي د اوکراین په ختیځ کې به د ټاکنو پایلې ومني


د دونیسک د ادعا شوې جمهوریت صدراعظم
د دونیسک د ادعا شوې جمهوریت صدراعظم

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاوروف د سې شنبې په ورځ وویل د دونسک او لوهانسک په جمهوریتونو کې چې د خلکو د جمهوریتونو په توگه په رسمیت ندي پیژندل شوي، د نوامبر په دویمې نیټې به راې اچونې وشي.

په داسې حال کې چې د یکشنبې په ورځ خلک د اوکراین د پارلماني ټاکنو دپاره په نورو برخو کې د رایو مرکزونو ته لاړ، د اوکراین په ختیځ کې د رای ورکو د شرایطو وړ درې میلیونه خلکو چې د اوکرایني ځواکونو او روسي پلوه بیلتون غوښتونکو ترمنځ د جگړې له امله چې ٣٧٠٠ تنه پکې وژل شوي، راېې ورنکړې.

د اوکراین په ختیځ کې د یاغیانو مشران ویلي چې دوي به ځانته په خپله راې اچونه وکړي. خو د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما د دوشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په ترڅ کې وویل چې امریکا به د بیلتون غوښتونکو تر ولکې لاندې سیمو کې ټاکنې و نه مني ځکه چې دا ټاکنې د اوکراین قانون سره په ټکر کې دي.

د دوشنبې په ورځ د اوکراین د ټاکنو پایلې دا څرگندې کړې چې لویدیځ پلوه گوندونو په کلکه د ولسمشر پیترو پروشینکو ملاتړ وکړ چې خپل هیواد د روسیې د منگولو نه وژغوري.

د اوکراین ولسمشر پروشنیکو د دوشنبې په ورځ هغه هیواد ته د تللي اروپایي پلاوي څخه وغوښتل چې اروپایي اتحادیې کې د اوکراین د شاملیدو بهیر گړندي کړي.

ښاغلي پروشینکو زیاته کړه "زه فکر کوم چې دا ټاکنې د اوکراین دپاره یوه بله ازموینه وه چې د دموکراسۍ او ازادۍ په لار کې ېې په بریالیتوب تر سره کړه. اوس زه تاسو نه هیله کوم چې د اروپایي اتحادیې سره د اوکراین د یوځای کیدو د موافقې د تصدیق بهیر په خپلو هیوادونو کې چټک کړئ"

نړیوال غبرگونونه

د اوکراین لپاره د امریکا سفیر جیفري پیت ویلي چې امریکا، اروپایي اتحادیې سره د اوکراین د شاملیدو ملاتړ کوي او دا ټاکنې د اوکراین د خلکو د پرمختگ په لار کې یو مهم گام وباله.

د امریکا سفیر وویل "خو دا د ټاکنو له پایلو روښانه ده چې د اوکراین د پارلمان اکثریت غړي د اوکراین د بنسټونو د عصري کیدو او د اصلاحاتو د راوستلو ملاتړ کوي."

ښاغلي پیت وویل نړیواله ټولنه به د اوکراین د پارلماني ټاکنو ملاتړ وکړي. هغه وایي روسیه هم باید همداسې وکړي "مونږ ډیره هیله لرو چې کرملین به له دې فرصت نه د اوکراین سره د اړیکو د عادي کیدو لپاره استفاده وکړي جې هغه کړکیچ کم کړي چې په دنباس او کریمیا باندې یرغل کې د روسیې د مداخلې له امله رامنځ ته شوې دی. "

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاوروف د دوشنبې په ورځ په یوه تلویزني مرکه کې وویل چې روسیه به د اوکراین ټاکنې ومني او دا ټاکنې به په اوکراین کې یوه جوړوونکي حکومت ته لار پرانیزي او داسې به نه وي چې د ټولنې او روسیې سره تضادونو او مقابلې ته دوام ورکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل "زه فکر کوم مونږ به د ټاکنو پایلې ومنو ځکه چې دا زمونږ او د اوکراین دپاره ډیره اړینه ده چې بلاخره داسې چارواکي ولرو چې د یو بل سره جگړه ونکړي یا د لویدیځ او ختیځ سره په کشمکش کې نه وي بلکې په هغو اصلي مسلو خبرې وکړي چې هیواد ورسره مخامخ دی."

خو د اوکراین د روسي پلوه کمونست گوند مشر پیترو سیمونن کو د هیواد پارلماني ټاکنې غیر قانوني وبللې."زه یوځل بیا تصدیقوم چې دا ټاکنې نه دموکراتیکې او نه هم قانوني گڼل کېدلی شي. دا ټاکنې به د اوکراین درز نور هم ژور کړي. دا ټاکنې به په اوکراین کې جگړه ختمه نکړي. د جگړې استازي اوس په بشپړه توگه په قدرت کې راغلي دي."

د اوکراین د ټاکنو د کمیسیون مشر
د اوکراین د ټاکنو د کمیسیون مشر

بلخوا زیات شمیر اوکراینیان هیله من دي چې دا ټاکنې به په هیواد کې شخړې او جګړې ختمې او سوله او ثبات رامنځ ته کړي. له څو میاشتو راهیسې د اوکراین په ختیځ کې د روس پلوه بیلتون غوښتونکو او حکومتي ځواکونو ترمنځ خونړۍ جګړې روانې دي.

بل خوا پولند د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په خپل گاونډي هیواد اوکراین کې به د بیلتون غوښتونکو له خوا د روان پاځون په غبرگون کې، د هیواد په جنوب ختیځه پوله کې خپل پوځي شتون درې چنده زیات کړي. د پولند د فاع وزیر اسوشیتد پرس ته وویل چې په راتلونکي کال کې به په دریو اډو کې د عسکر و شمیر زیات شي

XS
SM
MD
LG