د لاس رسي وړ اتصالات

پر روسیی باندې د اروپایی ټولنې بندیزونو ته چمتووالی


د اروپایی کمیسیون سره د اوکراین د جمهور رئیس خبرې
د اروپایی کمیسیون سره د اوکراین د جمهور رئیس خبرې

د اوکراین جمهور رئیس پیترو پورشینکو نن په برسل کې د اروپایی ټولنې څخه د مرستی غوښتنه وکړه او په ترڅ کی یې، په خپل هیواد کې د روسیې مداخله په کلکه وغندله. هغه وویل دا مهال زرګونه بهرني سرتیري او سلګونه ټانکونه د اوکراین په خاوره کې دننه موجود دي.

د اروپایې کمیسیون مشر، ژوزې مانویل باروسو وايي، دا ټولنه چمتو ده چې د اوکراین په سر د روسیې پر وړاندې اوچت او واضحه ګامونه پورته کړي.

هغه نن په برسل کې د اوکراین د جمهور رئیس پیټرو پورشینکو سره ولیدل او بیا یی په یوې ګډې خبري ناسته کې وویل؛ چې دی به د اروپایي ټولنې غړیو هیوادونو ته په دې هکله ځینې وړاندیزونه هم ولري.

هغه وویل, "اروپایي ټولنه د یوه سیاسي حل لپاره د خبرو لاره خلاصه پریږدي. دا خبرې د اروپایي ټولنې د مشرانو د غونډې تر پيلیدو مخکې وشوې."

د اوکراین جمهور رئیس پیترو پوروشینکو دا د روسیې په لاس اشغال بولي آو په وړاندې یې د اروپایي اتحاد څخه دمرستې غوښتنه کړې ده. هغه نن برسل ته ورسید څو له اروپایی مشرانو څخه مرسته وغواړي چې په دې برخه کې نوراقدامات هم وکړي څو روسیه په اوکراین کې د جدایی غوښتنونکو له ملاتړ څخه منع کړي.

دا پداسې حال کې ده چې اوکراین پرون د جمعې په روځ د ناتو د بشپړ غړیتوب غوښتنه بیا تکرار کړه او و ایي د روسي جدایي غوښتونکو په ضد د مبارزې دپاره د اروپایي ټولنې مرستې اړینې دي.

د ناتو مشراټکل کوي چې همدا اوس زر تنه روسي سرتیري د اوکراین په خاوره کې دننه په غیر قانوني پوځي عملیاتو بوخت دي. د ناتو مشر اندرې فوغ رسموسن پرون وویل چې روسیې په زرگونو نور سرتیري د اوکراین او روسیې ترمنځ پولی ته نږدې سیمه کې په وسلو سمبال چمتو درولي دي، خو روسیی دا تورونه رد کړي دي.

پدې تړاو بل خبر دادې چې د اوکراین یوه بار وړونکې الوتکه د الجزایر په غرونو کې را لویدلې ده چې له کبله یی پکی دری تنه عمله له منځه تللې ده..

دغه الوتکه د ګینې په لور روانه وه چې له هوايي ډګر څخه تر پورته کیدو وروسته پنځلس کیلومتره لرې را ولویده.

XS
SM
MD
LG