د لاس رسي وړ اتصالات

۲۰۱۴ کال د ملکي وګړو لپاره تر ټولو خونړی کال وو


ارشیف
ارشیف

په افغانستان کې د ملګي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د یوناما شمېرنې ښيي، چې ۲۰۱۴ کال په دغه هیواد کې تر ټولو خونړی کال وو او په کال کې چې پای ته رسیدلو ته یې نږدې لس ورځې پاتی دي، نېږدې لس زره ملګي وګړي وژل شوي او یا ټپي شوي دي..

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یوناما د ملکي تلفاتو د شمېر ثبت ښيي، چې په ۲۰۱۴ کال کې البته د نومبر تر دېرشمې نېټې پورې نهه زره او شپږ سوه اوولس ملکي وګړي یا وژل شوي، او یا هم ټپي شوي دي.

یوناما ویلي، چې ۳۱۸۸ ملکي وګړي ددې کال په یوولسو میاشتو کې وژل شوي، ۶۴۲۹ ملکي وګړي بیا ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازي نیکولاس هیثم تېره ورځ ددغه سازمان په مرکزي دفتر نیویارک کې خبریالانو ته وویل له ۲۰۰۹ کال راهېسې چې دغه سازمان په افغانستان کې د ملکي وګړو په مرګ ژوبلې راپور چمتو کوي، سږنی کال ښيي چې ترټولو خونړی کال دی او پدغه کال د تېر کال په نسبت د ملکي وګړو مرګ ژوبله نوولس په سلو کې زیاته شوې ده.

نیکولاس هیثم او یوناما د بشري حقونو د څانګې مشرې جورجیت ګګنون ویلي، چې سږ کال هم وسله والو مخالفین د مرګ ژوبلې تر ډېره مسؤل دي او پنځه اویا په سلو کې مرګ ژوبله د وسله والو مخالفینو له لورې، په ځانمرګو بریدونو، پېچلو حملو او د سړک د غاړې د بمونو په واسطه شوې ده.

د یوناما دا راپور چې ددې کال په پای کې به خپور شي، دارنګه ښيي، چې ددې کال تر پایه ښايي د ملکي وګړو مرګ ژوبله له لسو زرو هم واوړي.

دوی ویلي، چې ۳۳ په سلو کې د ماشومانو په مرګ ژوبله او ۱۴ په سلو کې د مېرمنو په مرګ ژوبله کې د تېر کال په نسبت زیاتوالی راغلی دی.

د حالاتو څېړونکي بیا وايي، سږ کال له پیله خونړی وو، خو له وروستیو درېیو میاشتو راهېسې د ملکي وګړو مرګ ژوبله لا هم پسې زیاته شوه.

سږ کال هم په میدان کې د جګړو له لارې د ملکي وګړو مرګ ژوبله زیاته ښودل شوې ده.

یوناما هر کال د ملکي وګړو په مرګ ژوبلې راپور خپروي، لا له وړاندې داسې انګیرل کېده چې ۲۰۱۴ کال به پدې لحاظ چې نړیوال ځواکونه له افغانستان وځي او سیاسي انتقال پکې دی خونړی به وي.

XS
SM
MD
LG