د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما د پارلماني ټاکنو د مهالویش اعلانول غواړي


ټاکل شوې ده چې د جمهوررئیس غني له خوا د ټاکنیزو اصلاحاتو ځانګړې کمیسیون به له کوچني اختر وروسته په کار پیل وکړي.
ټاکل شوې ده چې د جمهوررئیس غني له خوا د ټاکنیزو اصلاحاتو ځانګړې کمیسیون به له کوچني اختر وروسته په کار پیل وکړي.

یوناما د ټاکنیزو اصلاحاتو د ځانګړې کمیسیون د جوړیدلو هرکلی کړی او ددغه کمیسون جوړیدل یې د ټاکنیزو اصلاحاتو په برخه کې یو مهم ګام ګڼلی دی.

دغه راز یوناما له افغان حکومت څخه د پارلماني ټاکنو د مهالویش د اعلان غوښتنه هم کړې ده .

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي رئیس نکولس هیسم په یو بیان کې چې نن خپور شوی ویلي دي چې نړیواله ټولنه د ټاکنیزو اصلاحاتو د یو بااعتباره، هراړخیز او شفاف بهیر پیل ته سترګې په لار ده.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یوناما په دغه بیان کې افغان چارواکي هڅول شوي چې د ټاکنیز مهالویش په چوکاټ کې د راتلوونکو پارلماني او نورو ټاکنو لپاره لازمې پریکړې وکړي.

همدارنګه یوناما د ټاکنیزو اصلاحاتو په ځانګړې کمیسیون کې د ددغې ادارې مرستیال تادامچې یاماماتو ګمارل منلي دي.

دا بیان وایي " د ملګرو ملتونو استازې به د رایې ورکولو حق و نه لري بلکې ددغه استازې رول به د نړیوالو ښو منلو شوو معیارونو له مخې د کمیسسون غړو ته مشوره او تخنیکي مرستې بربرول وي، د افغانانو د حاکمیت حق ته په درناوی ترڅو هغوی د ټاکنیزو اصلاحاتو په برخه کې وروستۍ پریکړه وکړي ".

دا بیان وایي چې تادامچې یاماماتو د ملګرو ملتونو له اړخه د افغانستان د ټاکنیزو اصلاحاتو په برخه کې د نړیوالو مرستو د تنظیم مسولت هم لري.

ښاغلي تادامچې یاماماتوپه دغه بیان کې ویلي چې ټاکنیز اصلاحات په ټاکنو د خلکو د باور په ځای کیدو لپاره ډیر ضروري دي چې دا به په افغانستان کې د پراخه سیاسي ثبات سبب شي.

افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني د تیرې پنجشنبې په ورځ شاه سلطان عاکفي په مشرۍ د ټاکنیزو اصلاحاتو یو ځانګړی کمیسیون د افغانستان په انتخاباتي نظام کې د بنیادي اصلاحاتو د راوستلو، د انتخاباتو د سیستم د بنسټیز کیدلو، د آزادو، شفافو او عادلانه انتخاباتو د ترسره کیدلو، د ولسواک نظام د پیاوړتیا، د مشارکت د راجلبولو او په دولتي بنسټونو باندې د خلکو د باور پیدا کولو، د قانون د واکمنۍ او د انتخاباتي سرغړونو او تخلفاتو د مخنیوي په هدف وټاکه.

دا کمیسون یو رئیس یو مرستیال او دیارلس غړي لري.

صدیق الله توحیدي چې وړاندې یې د نۍ په اداره کې د رسنیو د څار مسولیت لره ددغه کمیسیون د مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.

صدیق الله توحیدي امریکا غږ ته وویل چې ټاکل شوې ده چې دا کمیسیون د کوچني اختر د رخصتیو وروسته په رسمي ډول په کار پیل وکړي.

ښاغلي توحیدي وویل چې د تیر ځل په خلاف دا ځل اجرائیه ریاست هم د کمیسیون د نوو غړو د ترکیب نه راضي دی ورسره مخالفت نه لري.

ښاغلي توحیدي وویل چې د ټاکنیزو اصلاحاتو په لړ کې د دوه ټاکنیزو کمیسیونونو د غړو بدلول هم ممکن دي.

ښاغلي توحیدي وویل"په ټولو برخو کې اصلاحات به تر غور لاندې ونیول شي، ترکومه چې امکان ولري هم د جوړښت او هم د دواړو کمیسیونو د لوړ پوړو مدیرانو او هم د قوانینو او کړنلارو په برخو کې ټول ټاکنیز کمیسیونونه د بحث وړ دي او ورباندې به خبرې وشي ".

صدیق الله توحیدي د افغانستان د ټاکنیزو کمیسیونو د چارواکو هغو څرګندونو په باب چې دا چارواکي څوک د قانوني نیټې تر بشپړیدو دمخه له کاره ګوښه کولی نه شي وویل چې د دې مسلې لپاره هم د حل لارې شته دی.

ښاغلي توحیدي وویل "د مدني ټولنې د سازمانونو وړاندیز دمخه دا وو چې د پارلمان د رخصتیو په ورځو کې د ټاکنو د خلپواکه کمیسیون د واک ، تشکیل او وظایفو قانون تعدیل شي او جمهوررئیس یې توشیح کړي چې د جمهوررئیس په واک کې دي او هم په پورته او ټیټه کچه بدلونونه راوستل شي ترڅو د پارلماني یا ولسي جرګې د ټاکنو لپاره لازم چمتوالی ونیول شي ".

د افغانستان د د ټاکنو د خلپواکه کمیسیون د واک ، تشکیل او وظایفو قانون له مخې جمهوررئیس ددغه کمیسیون غړي د شپږو کلونو لپاره ټاکې.

د دواړو ټاکنیزو کمیسیونو غړي د پخواني جمهوررئیس حامد کرزي د واک په وروستو کې په کار ګمارل شوي، چې د قانون له مخې د افغانستان د دواړو ټاکنیزو کمیسیونونو د غړو د کار پای ته نږدې څلورکاله موده پاتې ده.

XS
SM
MD
LG