د لاس رسي وړ اتصالات

د امنیتي تړون ځنډولو د کرزي انگېزې ته خلک په ځیر کړیدي


ولسمشر کرزی د لوېې مشورتی جرگې په وروستۍ ورځ خبرې کوي
ولسمشر کرزی د لوېې مشورتی جرگې په وروستۍ ورځ خبرې کوي
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی دخپلې هغې فېصلی نه دفاع کوي چې د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون لاسلیکول ېې ځنډولي دي.

خو څرنگه چې دې جنجال په افغانستان کې غېریقیني حالت منځته راوستی دی، نو خلک په دې برخه کې د هغه توخي (انگیزې) ته په ځیر گوري.

د افغانستان او امریکا ترمنځ دوه اړخیز امنیتي تړون به د امریکا عسکرو ته له ۲۰۱۴ م کال نه وروسته هم په افغانستان کې د ملي اردو د روزنې او عملېاتو د څرنگوالي لاره هواره کړي.

د افغانستان د پېښو کره کتونکي وايي چې ددغه تړون د لاسلیکولو ځنډول څو امکاني توخې ېا انگېزې لرلی شي.

خو هغه خطرونه چې په دې ځنډونه کې نغښتي دي، هغه زښت ډېر دي او له همدې ا مله ډېر کره کتونکي په دې باور دي چې بالاخره به دا تړون د افغانستان او امریکا ترمنځ لاسلیک شي.

ناټو د خپل مهال وېش سره سم خپل اوسنی محاربوي ماموریت په افغانستان کې د ۲۰۱۴ م کال په پای کې ختموي.

د امریکا چارواکي په دې ټېنگار کوي چې پکار ده امنیتي تړون لاسلیک شي تر څو په افغانستان کې د ترهگرۍ ضد عملېات ادامه پیدا کړي.

د تړون په اساس به ېو شمېر امریکايي عسکرو ته په افغانستان کې د پاته کېدلو اجازه ورکړل شي ترڅو د افغانستان ملي اردو ته د روزنې او سلامشورې کارونه دوام ولري.

په دې ترڅ کې تېره مېاشت ولسمشر کرزي لویه مشورتي جرگه د همدغه تړون په برخه کې د بحث او سلامشورو لپاره راوغوښتله.

په جرگه کې ولسمشر کرزی، دیته وهڅول شو چې دغه دوه اړخیز تړون لاسلیک کړي. خو ولسمشر کرزی وايی چې پکارده په دغه تړون کې اول د افغانستان د حکومت او لوېې جرگې موجودې غوښتنې ومنل شي. که دا کار ونشی نو دی به دوه اړخیز امنېتي تړون لاسلیک نکړي.

د ولسمشر کرزي غوښتنې

ولسمشر کرزي تېره اونۍ په هند کې ددغه تړون په لاسلیکولو کې د ځند د لاملونو په اړه وویل چې پکار ده واشنگټن په افغانستان کې دخلکو پرکورونو چپاوونه بند کاندي.

د بې پيلوټه الوتکېو بریدونه هم په افغانستان کې بند کاندي او طالبان دېته وهڅوی چې دده له حکومت سره د سولی خبرې پېل کړي.

ولسمشر کرزي په دې برخه کې داسې ووېل: «که چېرې دغه کارونه د راتلونکي کال د اپرېل مېاشتې د پنځمې نېټې له انتخاباتو نه مخکې و‍شي ، نو زه به د دې اجازه ورکړم چې دا تړون لاسلیک شي.

«که چېرې دا کارونه له انتخاباتو نه مخکې ونشول نو دافغانستان راتلونکی ولسمشر به ددې مسوولېت په غاړه واخلي چې سرته ېې ورسوي. دا کار په وخت پورې تړلی ندی بلکه په عمل پورې تړلی دی«.

د افغانستان سېاستوال، د مدني ټولنو استاځي، او د تجارت او کاروباري ټولنو استاځېو ولسمشر کرزی دېته هڅولی دی چې ددغه دوه اړخیز تړون کارونه له امریکا سره بشپړ کړي.

ددغو کسانو په شمول د ملی شوری ېوشمېر غړي هم وايي چې د ښاغلي کرزي عدم تمایل ډېرو افغانانو ته اندېښنې پېداکړي دي او هغوی له ځان سره اټکل کوي چې ددې ځنډولو عوامل به څه وي.

هغوی دا هم وايي چې ددغه تړون د لاسلیکولو ځنډونگ په ټول هېواد کې غېرېقیني حالت او اندېښنې پېدا کړي دي.

زیاترهافغانان د ملي شوری دغړي خالد پښتون په شمول اوس په دې فکر کې دي چې د ولسمشر کرزي انگېزه به ددغه تړون په نه لاسلیکولو او ځنډولو کې څه وي، ځکه چې دهغه ېوشمېر زېاتو انډېوالانو او همکارانو ددغه تړون ملاتړ کړی دی.

ښاغلی پښتون وايي: «داسې ښکاري چې دی کوشش کوي له خلکو سره یو څه اعتبار پیدا کاندي. دی د افغانستان په برخه کې ډېر زړخوږی اومهربان دی، او دی د افغانستان د آېنده په باب ډېر اندېښمن دی. دی نه غواړي چې ځان د بهرنېو قدرتونو گوډاگی ښکاره کړي.

«له بل پلوه، ېوشمېر خلک داهم وايي چې ښايي دی ېوشمېر شخصي ضرورتونه ولري، ېوشمېر شخصي غوښتنې ولري، چې په دې توگه ېې له امریکا څخه غواړي«.

ټولټاکنې او دکرزي نقش

مخالف سېاستوال لکه هماېون شاه آصفي وايي د ولسمشرکرزي داعدم تمایل چې د لوېې جرگې دسپارښتنودرناوی وکړي، دافغانستان په ملي تاریخ کې ساری نلري.

ښاغلی آصفي وايي:ښایي ولسمشر به ېوڅه شخصی برتري اوگټې غواړي، ځکه چې دافغانانو ېو غټ اکثریت او د ولسمشرۍ لپاره تقریبا ټولو کاندیدانو غوښتي دي چې دا تړون دې لاسلیک شي.

که څه هم ولسمشرکرزي څو څو ځلې لوړه وکړله چې د راتلونکي کال د اپریل دمېاشتی په انتخاباتو کی به بېطرفه پاتې شي، دهغه سیاسی مخالفین او خپلواک ماهران دا ویره لري چې ددغه تړون د لاسلیکونگ په ځنډولو سره ښايی ولسمشر کرزی پر واشنگټن فشار راولي چې دولسمشر ۍ په انتخاباتوکې دده دمطلوب کاندید ملاتړ وکړي.

د ښاغلي کرزي ورور قیوم کرزی او دهغه نېژدې همکار د بهرنېو چارو پخواني وزیر زلمی رسول دواړه د جمهوري رېاست کاندیدان دي. ېوشمېر شکاک مبصرین لکه په کابل کې دیره مبصر سېد اعظم وايي د دې تمه نشته چې ولسمشر کرزی په دې انتخاباتو کې بېطرفه پاتې شي.

سید اعظم وايي: «هغه په ښکاره ویلي دي چې دی به د ېوشخص په توگه د چا ملاتړ وکړي، د ېو فرد په توگه او د یو افغان تبعه په توگه به د ېو چا ملاتړوکړي. نو زه فکر کوم چې دی به خامخا دېو چا ملاتړوکړي او وبه غواړي چی د آېنده حکومت په جوړونگ کې قوي لاس ولري.

«ځکه دې نه غواړي چې ېوازې د ېوه پخواني ولسمشر په توگه ورته وکتل شي، او په حکومت کې خاص وزن اورسوخ ونلري. دی به دا ونه وغواړي چی پر هغو فېصلو اغېز ونلري چې په راتلونکېو پنځو یا لسو کلونو کی به په افغانستان کې کېږي.»

تړون او نړیوالې مرستې

حکومت په بهرنېو مرستو زښته ډېره اتکا لري. د امنیتي تړون د لاسلیکولو د ځنډ او جنجال ترشا چې هرډول حساب او کتاب چا کړی وي، هغه به وي خو امنیتي تحلیل کوونکي وايي چې د دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیکول، په افغانستان کې د حکومت او امنیتی قواو لپاره ډېر زېات اهمېت لري. دا ځکه چې حکومت او امنیتي قواوې په بهرنېو مرستو باندې زښته ډېره اتکا لري.

اناتول لېوېن په لندن کې د جگړې د مطالعاتو په څانگه کې د کنگز په پوهنتون کې استاد دی. هغه وايي دغه ځنډ مالي اونظامي مرستې له خطر سره مخ کولی شي، په داسې حآل کې چې دغو مرستو ته سخته اړتېا موجوده ده.

د جگړې د مطالعاتو او څېړنو ماهر اناتول لېوېن وايی: «دافغانستان حکومت په لسو کې دخپلې بودېجی نهو برخو ته اړدی او د نړۍ والو مرستو له مدرکه ېې پوره کوي

د افغانستان د پوځ ټوله بودجه له امریکا نه راځي چې دکال څلور ملېارد ډالره ده؛ که چېرې دا بودجه قطع شي نو د افغانستان پوځ او دولت به سقوط وکړي. عېنا لکه څنگه ېې چې په ۱۹۹۲ م کال کې وکړ. هغه وخت د پخواني شوروي اتحاد قواوې له افغانستان څخه ووتلي او د دې ترڅنگ ېې خپلې مرستې هم بندې کړلې.

اناتول لېوېن وايي یو شی چې ښايي ښاغلی کرزی ېې نه درک کوي، هغه دا ده چې زېات شمېر امریکاېان او اوروپایان ډېر په ټېنگه لېوال دي چې له افغانستان څخه ووځي، او دغه ځای له یاده وباسي.

سېاستوال او خپلواک شنونکي وایي په افغانستان کې به داسې سړی په سختۍ سره پېدا شي چې په دې عقیده ولري چې د دوی ولسمشر به تر ډېر اوږد وخت پورې په خپله خبره ټینگ پاتې شي.

خو هغوی وايي چې د دوه اړخیز امنیتی تړون د لاسلیکولو د بهیر په ځنډولو سره، ښاغلي کرزي وکولی شول، خپل ځان د افغانستان په اېنده بحثونو کې د ټولو د توجه مرکز وگرځوي. دا هغه نقش دی چې دی له ډېر پخوا راهیسې ورسره روږدی شوی دی.
XS
SM
MD
LG