د لاس رسي وړ اتصالات

په افریقا کې د کاربن دای اکساید څخه د برېښنا تولید


د میتان ګاز به ډیر ژر د برېښنا د تولید یوه غټه منبع شي. د روان کال د اګست د میاشتې په پيل کې دلته په واشنګټن کې د افریقايي هېوادونو یوه ستره غونډه دایره شوه چې په کښې د امریکا د سمبویان په نامه د برېښنا د کمپنۍ او د رواندا د حکومت ترمنځ یو قرارداد لاس لیک شو چې په لړ کې به یې د میتان ګاز استخراج شي او دا کار به نه یواځي د برېښنا په تولید کې مرسته وکړي بلکې د چاپیریال په حفاظت کې به هم ډیره مرسته وکړي.

په افریقا کې درې جهیلونه موجود دي چې زیاته اندازه کاربن دای اکساید او د میتان ګازات لري او د دې خطر یې راپیدا کړی دی چې د اوبو په مینځ کې به انفجار وکړي.

ددغو جهیلونو د جمعې څخه دوو یې چې په کمیرون کې موقعیت لري دمخه لا په ۸۰ لیسزې کې چاودنې تجربه کړي دي.

د نیوس په جهیل کې د چاودنې له کبله د جهیل څخه ۲۶ کیلومیټړه لیري کلي لا اغیزمن شول او د پېښې له کبله د ۱۷ ساوو څخه زیات خلګ ووژل شول.

د کیوو جهیل چې یادشوي ګازات په کښي موجود دي، د دې خطر یې پېښ کړی دی چې انفجار په کښې ونشي او یو طبیعي ناورین رامنځ ته نه کړي. ددې جهیل شاوخوا ښارګوټو کې چې د ګوما او ګیسیني ښارونه هم په کې شامل دي نږدې دوه میلونه خلګ ژوند کوي.

په دې جهیل کې د میتان ګاز د نورو په مقایسه د زیات خطر سره مخ دی او په کار ده چې په مصونه توګه مخکې له دې نه چې انفجار وکړي، استخراج شي. د سېمبویان په نامه د امریکا د برېښنا د یوه شرکت ریْس پال هینسک چې د اګست په میاشت کې یې د روندا د حکومت سره قرار داد لاس لیک کړ، وايي چې په پام کې ده چې د کیوو جهیل سره د برېښنا ۵۰ میګاواټه دستګاه جوړه شي.

هغه داسي وویل ،،د کېوو په جهیل کې د میتان د ګازو راغونډېل د روندا د پاره یوه جدي ستونزه ده. نو مونږ پریکړه کړې ده چې د میتان ګاز په برېښنا باندې واړوو. تاسو کولایْ شیْ چې دا خطر په یوه مثبت شي بدل کړی چې برېښنا تولید شي.،،

ځیني ماهرین وايي چې د ګوما د سیمې دباندي هم یو جهیل شته چې د نیراګونګو اور غورځونکي، غره د یوې عادي چاودنې له کبله هم په جهیل کې یوه غټه چاودنه رامنځ ته کولای شي چې پخوا یې هم څو ځلي چاودنې کړي دي.

،، د میتان د ګازاتو استخراج خطرناکه کار دی ،،

ساینسپوهان د دې سره موافق دي چې د میتان د ګازاتو اندازه باید راکمه شي خو اندېښمن دي چې د ګازونو استخراج کولای شي چې خطرناکه عواقب ولري. د سیمبویان د برېښنا د کمپنۍ مشر موافق دی خو داسې وايي ،، البته ستونزه دا ده چې کله تاسو اوبو ته پیپونه ورننباسیْ چې اوبه او میتان سره جلا کړیْ نو د دې خطر سته چې هماغه قصه پېښه شي چې تاسي یې ویره لریْ هغه دا چې چاودنه وشي او د میتان ګاز فضا ته خپور شي.،،

خو نوموړیْ وايي چې د دې مسلې د مخنیوي دپاره یې څو احتیاطي ګامونه په نظر کې نیولي دي ترڅو د جهیل د میتان د ګاز موازنه خرابه نشي او چاودنه رامنځ ته نشي.

هغه داسي وايي ،،یو شمیر قوانین دي چې ورته د جهیل د ادارې لارښود هم وايي او په کښي ټول هغه مسایل په تفصیل سره مطرح شوي دي چې د اوبو څخه د میتان د ګاز د جلا کولو په هکله دي.،،

د ویلو وړ ده چې اوس مهال د کیوو د جهیل څخه یواځي درې میګاواټه برېښنا تولېدېږي چې د کیبويي شرکت یې د یوه سکاندنیوي شرکت سره په شریکه راباسي.

د کیبويي د شرکت مسول مدیر لورینټ سیبومانا امریکا غږ ته د میتان د ګاز د استخراج په برخه کې د ځینو موانعو د موجودیت په هکله داسې وویل:،،زمونږ لومړۍ ستونزه دا ده چې د وسایلو پرزې مو په سیمه ایزو مارکېټونو کې نه پیدا کېږي. بله ستونزه مو د هوا حالات دي. ځیني وخت په جهیل کې غټ موجونه رامنځ ته کېږي چې زمونږ دپاره ستونزې خلقوي.،،

په ۲۰۰۸ کال کې د اوبو یوه موجو د یوې روندايي کمپنۍ درې میګاواټه دستګاه لاندي کړه.

قراردادونو هم ستونزه جوړې کړې

بله ستونزه د قراردادونو د ویش ستونزه ده. د امریکايي شرکت پروژه د څه وخت دپاره وځنډول شوه ځکه یوه بل دویم لاس قراردادي عرض پر کړی و او د کیبويي برېښنا شرکت هم چې د یوه سکاندېنوي شرکت سره یې ملګرتیا درلوده د ۴۰ میګا واټ څخه درې مېګاواټ ته راکښته شو او دا کار وروسته له هغه نه وشو چې حکومت د سکندنوي شرکت سره قرارداد فسخه کړ.

د یادونې وړ ده چې تراوسه پوري د کیوو د جهیل څخه د برېښنا استخراج په بریالیتوب سره نه دی ترسره شوی خو د امریکايي شرکت مشر هنکس وايي چې د هغه کمپنۍ په داسې سیمو کې فعالیت کوي چې ستونزې او مشکلات په کښې ډيرې دي لکه عراق، افغانستان او نورې سیمې او دا چې نوموړی ډاډی دی چې په رونډا کې به یې هم کار په بریالیتوب سره ترسره شي.

XS
SM
MD
LG