د لاس رسي وړ اتصالات

واشنگټن د عرب متحدینو د اندیښنو د لېرې کولو هڅه کوي


په داسې حال کې چې د ایران سره د اتومي معاملې وروستۍ نیټه په نژدې کیدو ده، واشنگټن د عربي متحدینو د اندیښنې د لېرې کولو هڅه کوي.
په داسې حال کې چې د ایران سره د اتومي معاملې وروستۍ نیټه په نژدې کیدو ده، واشنگټن د عربي متحدینو د اندیښنې د لېرې کولو هڅه کوي.

په داسې حال کې چې ښاغلی اوباما هڅه کوي د ایران سره د هر ډول اتومي موافقې په اړه د خپلو متحدینو اندیښنه رفع کړي اټکل کیږي چې هغه به په راتلونکې اونۍ کې یو ځل بیا کوښښ وکړي چې په خلیج کې له خپلو متحدینو سره د یو پراخ سیمه ییز دفاعي سیستم په جوړولو کې مرسته وکړي چې د ایران د میزائیلو مخه ونیسي.

امریکایي چارواکي وایي، د ښاغلي اوباما په دغه وړاندیز ښايي نور امنیتي تعهدونه هم وي چې په هغه کې د وسلو نوی خرڅلاو او زیات شمیر گډ پوځي تمرینونه شامل وي. امریکایي چارواکي دا خبره په داسې حال کې کوي چې ښاغلی اوباما هڅه کوي د خلیج عربي هیوادونو ته یو ځل بیا اطمینان ورکړي چې واشگټن هغوی نه هیروي.

څه دپاسه یوه اونۍ وروسته ښاغلی اوباما په سپینه ماڼۍ کې د خلیج د همکارۍ د شورا د شپږو هیوادونو د مشرانو کوربه دی او بیا به په کمپ دیویډ کې مشاورین له عمومي غونډې دمخه د عربي دیپلوماتانو سره په مختلفو لارو چارو خبرې وکړي.

چارواکي وایي تر اوسه د امریکا د احتمالي وړاندنیز په هکله کوم تصمیم نه دی نیول شوی.

په داسې حال کې چې د جون دیرشمه د شیعه مذهبه ایران سره د یوې وروستۍ اتومي معاملې وروستۍ نیټه ده، جمهور رئیس اوباما د خپلې مهمې بهرنۍ پالسیۍ د لومړیتوب په اړه پر بدگمانو سني مشره متحدینو باندې د وسلو د خرڅولو په هکله په تصمیم نیولو کې له سخت چلنج سره مخامخ دی.

د هغوی په راضی کولو کې پاتې راتلل کیدای شي اړیکې نورې هم پیچلې کړي ، که څه هم اضافي دفاعي مکلفیتونه به د منځني ختیځ په شخړو کې د متحده ایالاتو د راښکیل کیدو خطر رامنځ ته کړي.

تیره میاشت د ایران او شپږو ځواکمنو هیوادونو ترمنځ د یوې معاملې په چوکاټ باندې له موافقې وروسته چې تهران ته د اتومي پروگرام د کنترول په صورت کې د بندیزونو نه د خلاصون زمینه برابروي، ښاغلي اوباما د خلیج د همکارۍ شورا ته بلنه ورکړه.

د امریکا د نژدې متحد سعودي عربستان په شمول د خلیج هیوادونه اندیښمن دي چې ایران به د اتومي بم د ترلاسه کولو د هڅې څخه لاس وانخلي، او د منجمد شویو پانگو څخه د زیاتو نغدو پیسو په ترلاسه کولو سره به نیابتي جگړې تمویل کړي او د سوریې، یمن او لبنان په څیر هیوادونو کې به خپل نفوذ پراخ کړي.

خو د دې سره سره زیاته تمه کیږي چې واشنگټن به د اوس لپاره د اف ٣٥ جت الوتکو د خرڅلاو په هکله خپل تصمیم وځنډوي کوم چې د اسرائیل سره یې د هغه په اړه ژمنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG