د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د بن لادن د پټنځای نه ترلاسه شوي اسناد خپاره کړل


امریکا د پاکستان په ایبټ آباد کې د اسامه بن لادن له پټنځای څه د تر لاسه شویو اسنادو یوه برخه خپره کړه
امریکا د پاکستان په ایبټ آباد کې د اسامه بن لادن له پټنځای څه د تر لاسه شویو اسنادو یوه برخه خپره کړه

د امریکا د متحده ایالاتو استخباراتي مقاماتو د چارشنبې په ورځ یو لړ اسناد خپاره کړل چې ویل کیږي په پاکستان کې د القاعده شبکې د مشر د پټنځای څخه ترلاسه شوي دي.

د رویترز آژانس په وینا دغه اسناد د ٢٠١١ کال د مۍ په میاشت کې د پاکستان په ایبټ آباد کې د اسامه بن لادن په پټنځای باندې د امریکایي کماندویانو د برید په ترڅ کې ترلاسه شوي دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د ملي استخباراتو دفتر ویلي دي چې دا اسناد د امریکا د حکومتي ادارو د جدي څیړنې او پلټنې وروسته او همداشان پر زیات شفافیت باندې د ولسمشر بارک اوباما د تاکید وروسته خپریږي.

دې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي د امریکا د متحده ایالاتو د حکومت د ٢٠١۴ کال د پریکړې د امریکا د ملي استخباراتو ریاست ته دا اجازه ورکوي چې دغه اسناد له خپریدو دمخه وڅیړي.

ددې اسنادو په منځ کې (په انگلیسي ژبه) د کتابونو یو نوملړ، د څیړنیزو مرکزونو رپوټونه، د امریکا د حکومت اسناد او د سخت دریځو ډلو له خوا خپاره شوي اسناد شامل دي.

د امریکا د حکومت د دې اقدام پر وړاندې په لومړي غبرگون کې د امریکا د استازو د مجلس د استخباراتو د کمیټې رئیس دیفین نونس، په یوه وینا کې ویلي دي چې د امریکا د خلکو، پوهانو، خبریالانو او تاریخ لیکونکو په گټه ده چې د اسامه بن لادن د اسنادو د لوستلو او درک کولو فرصت ولري.

دغه امریکایي قانون جوړونکی د امریکا د حکومت وروستی اقدام "سمې خواته گام اخیستل" گڼلی دی. هغه په دې اړه د زیاتو اسناد د خپرولو هیله کړې ده.

XS
SM
MD
LG