د لاس رسي وړ اتصالات

ولې ټرمپ او سندرس د امریکا د خلګو خوښ دي؟


چپه لاس ته ډونالد ټرمپ او راسته لاس ته سناتور برني سندرس
چپه لاس ته ډونالد ټرمپ او راسته لاس ته سناتور برني سندرس

دوو غیری معمولو کاندیدانو چې یو یې ډیموکرات او بل یې هم جمهوري غوښتونکی دی د امریکا د جمهوري ریاست د کمپاین په لومړنیوو پړاونوو کې یې د زیات شمیر کسانو توجو ځان ته جلب کړې ده. اوس لا ډیر وختي دی چې څوک وړاندوینه وکړي چې د دواړو ګوندونو څخه به څوک په ۲۰۱۶ کال کې په انتخاباتو کې سیالۍ ته درېږي خو د خلګو له خوا ، تجار ډونالد ټرمپ او سناتور برني سندرس ته پاملرنه دا په ډاګه کوي چې امریکايي رای ورکونکي د سیاسي چارو د اوسني وضیعت څخه په تنګ شوي دي.

د امریکا د سیاست په ډګر کې د دواړو ګوندونو په میلیونو غړو د اوسني سیاسي وضیعت څخه نارضایتي څرګنده کړې ده او داسې معلومېږي چې دوي فکر کوي چې انتخاباتو ته ولاړ څو کاندیدان غیر له دې څخه چې اوسني حالت ته ادامه ورکړي بل څه نشي کولای.

د جایدادونو نامتو تجار، ډونالډ ټرمپ د امریکایانو د همدغه نارضایتۍ څخه په خپله نفعه ګټه پورته کوي. هغه داسې وايي " د پام وړ یو حرکت پیل شوی دی او دا حرکت زما په هکله نه بلکې زما د پیغام په هکله دی. "

ټرمپ--- او د امریکا سیاسي کارپوهان

ځیني سیاسي کارپوهان د ټرمپ په هیلو چې غواړي د جمهوري غوښتونکو ګوندي انتخابات وګتي، د هغه د غیر ډیپلوماتیکو خبرو او بې حوصلې برخورد په خاطر پسخند وهي. خو د عامه اذهانو په سروې ګانو کې هغه د نورو جمهوري غوښتونکو کاندیدانو په پرتله ډیر مخکي ښکاري.

د چارشنبې په ورځ د نیو همپشر په ایالت کې د ټرمپ غیرې رسمي وینا ته شاوخوا ۲۰۰۰ کسه ورغلي وو په داسې حال کې چې د جب بوش وینا ته بیا یواځي شاخواه ۱۵۰ کسه ورغلي وو. جب بوش د فلوریډا پخوانی والي، او د دوو پخوانیوو ولسمشرانو زوی او ورور دی.

د جمهوري ګوند زیات شمیر کلیدي غړي غواړي چې هغه مخ ته شي او په پيل کې هم ټولو داسې فکر کوی چي هغه به د جمهوري ګوند مخکښه کاندید وي. هغه د نیو همپشر په ایالت کې د وینا پرمهال داسې وويل "تاسي یو داسې جمهوري غوښتونکي ولسمشر ته اړتیا لریْ چې د امریکا د اساسي قانون درناوی وکړي او ناببره اجرایه فرمانونه لاس لیک نکړي او داسې فکر ونکړي چې ګوني دا کار آسانه دی. "

د ډیموکرات د ګوند څخه بیا د ویرمانت ایالت سناتور برني سندرس ډیر پلویان پیدا کړي دي او هر چیري چې ځي زیات شمیر خلګ یې د وینا اوریدو ته ورځي. هغه ډیره واضیح اجنډا لري--- یوه داسې اجنډا چې هغو اتباعو ته ګټه رسوي چې اوس مهال په تاوان کې دي. هغه داسې وايي "هیڅوک دا جدي نه ګڼي چې ښايي مونږ په امریکا کې یوه سیاسي انقلاب ته اړتیا لرو. "

سندرس د عصري سرمایه داري نظام په ښکاره مخالفه دی او د عوایدو د لازیات عادلانه ویش نارې وهي چې همدغه کار یې د رای ورکونکو په زړه دی خو پر هغه باندې انتقاد کونکي بیا وايي چې د هغه سوسیالیستي اجنډا به هیڅکله د هغه سره مرسته ونکړي چې د خپل ګوند انتخابات وګټي.

کلینټن بیا هم د لست په سر کې ده

د عامه افکارو په سروې ګانو کې د امریکا د باندنیو چارو پخوانۍ وزیره هیلري کلینټن اوس تر ټولو ډیموکراتو کاندیدانو مخکي ده.

هغه داسې وايي "مونږ به د فرصتونو د پیدا کولو دپاره کار وکړو. مونږ به یو ځل بیا د خپل هېواد څخه داسې هېواد جوړ کړو چې څوک دپامه نه غورځوي."

د امریکا د ولسمشر مرستیال جوبایډن د ډیموکرات د ګوند د ځینو مهمو استاځو سره لیده کاته پیل کړي چې دې کار داسې آوازې خپرې کړي چې هغه غواړي انتخاباتو ته ودرېږي. داسې هم ویل کېږي چې هغه ځکه غواړي انتخاباتو ته ودرېږي چې ښايي د میرمن کلینټن د ایمل او شخصي سرور د کارولو مسلې هغې ته تاوان رسولی وي او داسې نشي چې په پای کې هغه ونشي کړای چې د همدې مسلې په خاطر ګوندي انتخابات وګټي او په پایله کې یې د ډیموکرات ګوند په عمومي انتخاباتو کې تاوان وکړي.

خو قطع نظر له دې نه چې ډونالد ټرمپ او برني سندرس څومره توجه جلب کړې ده، دومره تمه نه کېږي چې ټرمپ یا سندرس دي خپل د اړوند ګوند انتخابات وګټي او د خپل اړوند ګوند په استاځیتوب دي د امریکا د جمهوري ریاست سیالۍ ته ودرېږي.

لیکن د چارو کارپوهان وايي چې ددې دوو کاندیدانو لهجه ددې سبب شوې ده چې نور کاندیدان د کډوالو مسلې او دغه راز د بډایوو او غریبو امریکایانو ترمنځ چې د عاید کومه خلا رامنځ ته شوې، پر دغو جنجالي موضوعاتو باندې غور وکړي.

XS
SM
MD
LG