د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د حقاني شبکې د مشرانو پر سر نوې جایزې ایښي


چپ لاس ته د حقاني شبکې اوسنی مشر سراج الدین حقاني او ښي لاس ته یې پلار جلال الدین حقاني دی.
چپ لاس ته د حقاني شبکې اوسنی مشر سراج الدین حقاني او ښي لاس ته یې پلار جلال الدین حقاني دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني پر سر اېښودل شوې جایزه دوه کړه او د څلورو نورو مشرانو د پتې په اړه د معلوماتو په بدل کې د شلو میلیونو ډالرو نوې جایزې اعلان کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیي کې چې د اګست په شلمه خپره شوه، د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني پر سر د هغه په اړه د معلوماتو په بدل کې د ۵ میلیونو ډالرو اېښودل شوې جایزه لسو میلیونو ته لوړه کړه.

وزارت دغه راز د حقاني شبکې د څلورو نورو مشرانو د ځای ځایگي په اړه د دقیقو معلوماتو پر ورکولو د ۵ میلیونو ډالرو نوی جایزه هم وټاکله، یانې د هر یو پر سر ۵ میلیونه ډالره چې ټول یې شل میلییونه کیږي.

سراج الدین حقاني د حقاني شبکې اوسنی مشر دی
سراج الدین حقاني د حقاني شبکې اوسنی مشر دی

په دغو څلورو کسانو کې د حقاني شبکې د مشر سراج الدین ورور عزیز حقاني، خلیل الرحمن د سراج الدین کاکا، یحیی حقاني د سراج الدین اوښی او عبدالروف ذاکر د حقاني شبکې د ځانمرګو بریدونو د عملیاتي چارو مشر شامل دي.

د حقاني شبکې چې اوس یې مشري سراج الدین حقاني کوي، د ۱۹۷۰ کلونو په وروستیو کې جوړه شوه. دغه شبکه اوس په پاکستان کې مېشته ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې له طالبانو، القاعدې او په سیمه کې له نورو ترهګرو ډلو او سازمانونو سره نژدې اړیکې، ملګرتیا او همکاري لري.

حقاني شبکه چې وړاندې د پاکستان په شمالي وزیرستان کې مېشته وه، په کابل او د افغانستان په نورو ډېرو برخو کې پر نړیوالو او افغان ځواکونو باندې یې ګڼ ځانمرګي ډله اییز او نور وسله وال بریدونه کړي دي .

امریکا حقاني یوه وژونکې او ترهګره شبکه بولي چې په کابل کې د امریکا پر سفارت او د ایساف پر مرکزي قوماندانۍ باندې یې د بریدونو مسولیت یې هم اخیستی و.

د امریکا په سفارت باندې برید له یوې لوړې جوړېدونکې ودانۍ نه و شو چې شاوخوا ۱۹ ساعتونه یې دوام وکړ، وسله وال ځانمرګي برید کر دغې ودانۍ ختلي او پر سفارت یې ډزې کولې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۱۲ کال د ډیسمبر په میاشت کې د حقاني شبکه د یوه ترهګر سازمان په توګه وپېژنده، د حقاني شبکه په اصل کې د پخواني شوروي اتحاد پر ضد د مجاهدینو د یو نومیالي قومندان جلال الدین حقاني جوړه کړې چې په خټه د افغانستان د خوست د ولایت اوسېدونکی دی .

امریکايي چارواکي نه وايي چې دغه کسان په کومو سیمو کې دي او یا هم کومو سیمو ته تګ راتګ کوي، خو تېر کال نامعلومو کسانو د دغې شبکې یو بل مشر نصیرالدین حقاني د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد کې په ډزو وواژه چې هېچا یې مسولیت ونه مانه.

تراوسه د امریکا د جایزو د دغه نوي اعلان په اړه طالبانو څه نه دي ویلي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG