د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: د داعش وحشت ته نه تسلیمیږو


ولسمشر اوباما د اسیان غونډې کې د گډون په موخه مالیزیا ته تللی
ولسمشر اوباما د اسیان غونډې کې د گډون په موخه مالیزیا ته تللی

د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما یو ځل بیا د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر ضد په کلکې مبارزې ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا ډله د جګړې په ډګر کې موږ نه شي ماتولی خو د ترهگریزو اعمالو له لارې د وېرې خپرولو هڅه کوي.

اوباما دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ د مالیزیا په پلازمینه کوالالمپور کې د خپل نهه ورځني سفر په پای کې وکړې.

جمهور رئیس اوباما د یکشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې متحده ایالات به له خپلو نړېوالو متحدینو سره د داعش پر ضد مبارزه کې زړه نا زړه نه شي او ټینګار یې وکړ چې نړۍ پر پاریس یا نورو ځایونو باندې د سخت دریځو بریدونه نه شي زغملی.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس وویل "مونږ به وحشت ته تسلیم نشو. د ترهگرو اساسي زور په همدې وحشت کې دی. هغوی د متحده ایالاتو یا فرانسې او مالیزیا په څیر هیوادونو په وړاندې مرگونی برید نشي کولی. خو هغوی خلک وویروي."

ولسمشر اوباما وایي د تندلاري توب په وړاندې تر ټولو زوروره وسله دا ده چې ووایو 'مونږ نه ویرږو'.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس وویل په داسې حال کې چې په نړۍ کې د کډوالو شمیر بې ساري کچې ته رسیدلی، امریکا باید د کډوالو لپاره د هیلو څراغ وي.

ولسمشر اوباما د شنبې په ورځ د مالیزیا پلازمینه کې د ماشومانو یوه ښونځي ته لاړ چې د میانمر یا برما نه کډوال شوي دی.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس وویل چې نه یوازې په سوریې او عراق کې بلکې د نړۍ په گوټ گوټ کې د کډوالۍ کړکیچ شته.

ښاغلي اوباما په متحده ایالاتو او نورو هیوادونو کې د هغو اندیښنو په هکله خبرې وکړې چې گواکې که چېرې ځیني کډوال خپل هیواد ته راولي نو د پاریس او یا د مالي په څیر به ترهگرو ته لاره پرانستل شي.

جمهور رئیس اوباما وویل "که خلک دا چانس ولري چې د نورو خلکو کیسو ته غوږ ونیسي نو تاسو به وگورئ چې هغوی څومره د هغه ډول ترورزیم او د اهانت وړ تاوتریخوالي خلاف دي چې په مالي او پاریس کې رامنځ ته شول".

د کډوالو ماشومانو د کمپ د لیدنې وروسته، بارک اوباما ویل دا ماشومان هم د بل هر ماشوم په څیر د خوندي ژوند مستحق دي.

ولسمشر اوباما په مالیزیا کې د کډوالو ماشومانو یوه ښونځي کې
ولسمشر اوباما په مالیزیا کې د کډوالو ماشومانو یوه ښونځي کې

د متحده ایالاتو په کانگرس کې چې اکثره څوکۍ یې د جمهوري غوښتونکي په لاس کې دي د پنجشنبې په ورځ رایگیري وشوه، څو د ولسمشر اوباما هغه پلان وځنډوي چې ویلي سږکال به ١٠ زره عراقي او سوریایي کډوال امریکا ته راولي. ځکه چې دا به د متحده ایالاتو لپاره لوی خطر پیښ کړي.

د سوریې مخالفې ډلې

ټاکل شوې ده چې نن یکشنبې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کېري مځني ختیځ ته سفر کوي او هلته به د سورې د کورنۍ جگړې د حل لارې د موندلو، په دمشق کې د سیاسي انتقال په هڅو او د اسراییل او فلسطین ترمنځ د روان تاوتریخوالي په خبرې وکړي.

تیره میاشت د سوریې د نړیوال ملاتړ ډله په ویتنام کې راټوله شوه چې د سوریې د کړکیچ لپاره سیاسی حل پیدا کړي.

د دې غونډې په هکله ښاغلي کېري وویل: "مونږ اوس په هغه پړاو کې یو چې مخالفین راټولیږي چې د یو بل سره د خبرو اترو لپاره مرکچیان انتخاب کړي."

په متحده عرب اماراتو کې د سوریې د نړیوال ملاتړ ډله به دداعش په هکله هم خبرې اترې وکړي. په سوریې کې یاغیانو باندې د هوایي عملیاتو په ائتلاف کې متحده عرب امارات هم شامل دی.

امریکایي چارواکو د شنبې په ورځ ناوخته اعلان وکړ چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر به متحده عرب اماراتو او اسراییل ته سفر وکړي.

ښاغلی کېري به د متحده عرب اماراتو او اسراییل په لار کې به دوبۍ، تل ابیب، بیت المقدس او رام الله ته لاړ شي او د اسراییل د صدراعظم بینیامین نتنیاهو په گډون د فلسطيني ادارې رئیس محمود عباس سره ملاقات وکړي.

XS
SM
MD
LG