د لاس رسي وړ اتصالات

د اقلیمي سمون هڅو اوباما الاسکا ته یووړ


ښاغلی اوباما به د پیوستون په یو عمده اقدام کې د خپل سفر په ترڅ کې د شمالي امریکا د لوړې څوکې مونت مکینلي نوم "دنالي" ته واړوي چې ددې غره لرغونی نوم دی.
ښاغلی اوباما به د پیوستون په یو عمده اقدام کې د خپل سفر په ترڅ کې د شمالي امریکا د لوړې څوکې مونت مکینلي نوم "دنالي" ته واړوي چې ددې غره لرغونی نوم دی.

بارک اوباما د امریکا لومړنی برحاله ولسمشر دی چې الاسکا ته سفر کوي. د دې تاریخي سفر اصلي موخه د اقلیمي بدلون په تړاو د امریکا دننه او بهر د خلکو د پاملرنې جلبول ښوول شوی ده.

ولسمشر اوباما به په الاسکا کې له نږدې څخه د شمالي قطب د تودخې او د کنگلونو د کچي د لږیدلو څرنګتیا وګوري.

د الاسکا د یوکان دلتا د وحشي ځناورو په ملي پارک د جون د میاشتې اور لگیدنه
د الاسکا د یوکان دلتا د وحشي ځناورو په ملي پارک د جون د میاشتې اور لگیدنه

ساینسپوهان وايي چې د نړیوالې تودخې له کبله د الاسکا په طبیعي یخچالونو او پراخو کنګلونو کې د اوبو کچه ډیره شوې ده او دا کار په ټولیز ډول یو اقلیمي ناورین دی. ولسمشر اوباما ویلي چې د کنګلونو ویلي کیدل د الاسکا طبیعي ښکلا له ګواښ سره مخ کړې ده.

قطبي خرس
قطبي خرس

د قطبي کنگل او د شمالي قطب د سمندرگي د یخ په د ویلو کیدو په گوتې کولو سره ښاغلی اوباما هیله من دی چې په امریکا او نړۍ کې د اقلیم د بدلون د ورو کولو لپاره د اقداماتو د ضرورت د پوهاوي کچه لوړه کړي.

د شمالي قطب د کنگلونو ویلي کیدل د اقلیم د بدلون نتیجه ده
د شمالي قطب د کنگلونو ویلي کیدل د اقلیم د بدلون نتیجه ده

ښاغلی اوباما چې د لومړني برحاله ولسمشر په توگه د الاسکا قطبي سیمې ته ځي چیرته چې د دې ایالت اصلي اوسیدونکو ته د اوباما د وروستیو هڅو چې غواړي د بومي امریکایانو لپاره د ژوند شرایط بهتر کړي، لږه پاملرنه شوې ده.

په الاسکا کې د کنگلونو د ویلو کیدو یو بل مثال
په الاسکا کې د کنگلونو د ویلو کیدو یو بل مثال

ښاغلی اوباما به د پیوستون په یو عمده اقدام کې د خپل سفر په ترڅ کې د شمالي امریکا د لوړې څوکې مونت مکینلي نوم "دنالي" ته واړوي چې ددې غره لرغونی نوم دی.

د دې غره نوم د امریکا د پخواني ولسمشر ویلیام مکینلي په درناوي د هغه په نوم نومول شوی و چې د اوهایو د ایالت اوسیدونکی و. د کانگرس د استازو د مجلس د مشر جان بینر په گډون د دې ایالت وکیلانو د اوباما اقدام غندلی او ښاغلي بوینر ویلي چې هغه په دې اقدام سره "سخت مایوسه" شوی دی.

د ٢٠٣٢٠ لوړ غره مونت مکینلي نوم دنالي ته په اړولو سره اوباما ټینگار کوي چې د پیړیو په زړه کې دا غر الاسکایانو په لرغوني نوم چې د اتاباسکان په ژبه کې د " لوړي څوکې" په نامه دی، نومولی و.

په دې ترڅ کې د چاپیریال ساتنې ډلو د اوباما د سفر په درشل کې خبرداری ورکړی چې هغه د الاسکا د اقلیم د بدلون په هکله پوره اقدامات نه دي کړي. دوی په ځانگړې توگه د اباما د ادارې پر هغه اقدام نیوکه کوي چې څو اونۍ دمخه یې د هالند د شیل کمپنۍ ته د الاسکا په شمال لویدیځ ساحل کې د تیلو د ایستلو په مقصد برمه کارۍ لپاره اجازه ورکړې ده.

د هالند د شیل کمپنۍ چې د الاسکا په شمال لویدیځ ساحل کې د تیلو څاگان باسي
د هالند د شیل کمپنۍ چې د الاسکا په شمال لویدیځ ساحل کې د تیلو څاگان باسي

ولسمشر اوباما به د شمالي قطب د اقلیم اړوند لوی غونډې ته له وینا دمخه د الاسکا د بومي اوسیدونکو سره وگوري او د هغوی خبرو ته به غوږ ونیسي. د شمالي قطب د اقلیم د بدلون په سرمشریزه کې د شمالي قطب د حوزې او نورو هیوادونو مشران گډون کوي.

د الاسکا د چاپیریال په بدلون د اقلیم اثرات
د الاسکا د چاپیریال په بدلون د اقلیم اثرات

XS
SM
MD
LG