د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې د پولیسو د تاوتریخوالي پر ضد اعتراضونه


په امریکا کې د لږکیو پر وړاندې د پولیسو له خوا د تاوتریخوالي او بد چلند پر ضد مظاهرې.
په امریکا کې د لږکیو پر وړاندې د پولیسو له خوا د تاوتریخوالي او بد چلند پر ضد مظاهرې.

د نیویارک په گډون د امریکا د متحده ایالتونو په څو ښارونو کې د امریکایي تورپوستانو پر وړاندې د پولیسو د تند چلند په اعتراض کې فعالینو مظلهرې وکړې او لویې لارې یې د ترافیکو پرمخ وتړلې.

شاو خوا ٢٥٠ تنو فعالینو د نیویارک ښار د بروکلین په پله په داسې حال کې لاریون وکړ چې "د پولیسو له خوا د قتلونو مخه ونیسئ" او "د وژونکو پولیسو مخه ونیسي" شعارونه یې لیږدول.

لږ تر لږه ١٢ تنه چې یو شمیر یې د ښوونځيو زده کوونکي بریښیدل پله څخه د تیریدو وروسته یې له پولیسو سره لنډه شخړه وکړه او بیا ونیول شول. د دوی دا کار د ترافیکو د ځنډ سبب شو.

د نیویارک اعتراضونه د په جنوبي کارولینا ایالت کې د اپریل په څلورمه د یو سپین پوستي پولیس له لورې د یو بې وسلې تورپوستي له ویشتلو وروسته د "عامه توقیف کولو د مخنیوي" په نامه شبکې له خوا تنظیم شوې وې.

همداشان د لاس انجلس پولیسو ١٥ تنه مظاهره کوونکي وروسته له هغې توقیف کړل چې د پولیسو له اوامرو څخه په سرغړونې شاو خوا سل تنو د ریل گاډي لاره بنده کړه.

همداشان د امریکا د لویدیځې ساحلي غاړې په ښار سانفرانسیسکو کې شاو خوا سل تنو مظاهره کوونکو د پولیسو یوه حوزه محاصره او د ښارولۍ یوه غونډه یې گډه وډه کړې وه. په اوکلند کې بیا مظاهره کوونکي د پولیسو د ماموریت بهر راټول شوي وو او یوه عمده لویه لاره یې د ترافیکو پر مخ تړلې وه.

همداشان یو شمیر مظاهره کوونکو یوه عمده پل چې سانفرانسیسکو او اوکلند سره نښلوي وتاړه. پولیسو په دغه پیښه کې هم شپږ تنه مظاهره کوونکي ونیول.

د ویسکانسن په ښار کې شاو خوا سل تنو مظاهره کوونکو چې زیات شمیر د ښوونځیو زده کوونکي وو د مدیسن په ښار کې یوه لویه لاره وتړله.. تیره میاشت په دې ښار کې یو تورپوستی بې وسلې ځوان د یو سپین پوستي پولیس له لورې وژل شوی و.

له بلې خوا د نیویارک پولیسو ویلي چې مظاهره کوونکو د بروکلین په پل کې د پولیسو یو مامور چې شخصي کالي یې اغوستي وو وهلی ټکولی دی چې اثار یې د هغه په وجود کې موجود دي.

مظاهره کوونکي او د هغو څو تنو تورپوستانو او د لاتینې امریکا د اوسیدونکو خپلوان چې د پولیسو پر ډزو وژل شوي هیله څرگندوي چې د هغوی اعتراضونه او لاریونونه د لږکیو پر وړاندې د پولیسو د تاوتریخوالي په هکله د بحثونو د پیل کیدو سبب شي.

یو مظاهره کوونکي نیکولاس هیوارد د رویترز آژانس ته ویلي دي چې پولیس په زیاتو مواردو کې د قتل سبب شوي دي. هغه وایي چې ١٣ کلن ځوی یې شاو خوا شل کاله وړاندې کله چې یې د خپلو همزولو سره د لوبو په یوې وسلې " د پولیس او غله" لوبه کوله د پولیسو له خوا ووژل شو.

تیر کال هم د امریکا په زیات شمیر ښارونو کې د پولیسو د تاوتریخوالي پر ضد هغه وخت مظاهرې وشوې چې یو تور پوستی ځوان مایکل براون د یو سپین پوستي پولیس له خوا د میزوري د فرگاسن په ښار کې ووژل شو. د دې پیښې وروسته په نیویارک کې د پولیسو له خوا د بل تور پوستي اریک گارنر په وژلو سره اعتراضونو زور واخیست.

XS
SM
MD
LG