د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا خپلو اتباعو ته چې ترکیې ته سفر کوي خبردرای ورکړی


په ترکیه کې د جولای د میاشتې راهیسې شپږ غټ ځانمرکه بریدونه شویدي
په ترکیه کې د جولای د میاشتې راهیسې شپږ غټ ځانمرکه بریدونه شویدي

متحده ایالاتو خپلو اتباعو ته چې د ترکیې د چکر ځایونو ته سفر کوي، خبردرای ورکړی چې د تروریستي بریدونو ښکاره نښې نښانې شته دي.

د امریکا سفارت پخپل ویب سایټ کې لیکلي دي چې " واشنګټن ته پدې هکله راپورونه رارسیدلي دي چې تروریستي ډلې پلان لري هر وخت چې فرصت په لاس ورشي، په ټولې ترکیې کې په هغو ځایونو کې بریدونه وکړي چې د بهرنیو هیوادونو سیلانیان ورځي.

د پروسږکال د جولای د میاشتې راهیسې په ترکیه کې شپږ ځانمرګه بریدونه شویدي چې ګڼ شمیر خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. د ځینو بریدونو د کولو ادعا کردي یاغیانو کړې او د ځینو ملامتي بیا د اسلامي دولت یا داعش په غاړې وراچول شویده.

امریکا د خپلو اتباعو نه غوښتي دي چې بیداره دې وي او هغو ځایونو ته دې نه ځي چې د سیلانیانو ګڼه ګوڼه پکې زیاته وي.

بل پلو یوې ځانمرګه برید کوونکې پرون پخپل ځان پورې تړلي بمونه د بورسه په ښار کې یوه مسجد ته نږدې چولي او لږ تر لږه دیارلس کسان یې ژوبل کړیدي.

د ترکیې د عامې روغتیا وزارت ویلي دې چې دغه ځانمرګه برید کووونکې پنځه ویشت کلنه وه او د بدن یوازې څو ټوټې یې پاتې وې.

XS
SM
MD
LG