د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا افغانستان ۳۵۰ میلیونه ډالره ورکوي


د نوي پلان هدف د نشه يي توکو د کرکیلي او قاچاقو مخنیوی دی.
د نوي پلان هدف د نشه يي توکو د کرکیلي او قاچاقو مخنیوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې له افغان حکومت سره یې په ګډه د نشه يي توکو پر ضد یو ملي پلان پیل کړی دی.

وزارت وايي په دغه پلان کې په افغانستان کې د نشه يي توکو له کرکیلي نیولې د قاچاقو تر مخنیوي پورې لارې چارې شاملي دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې هیټر هیګنګ باټم د امریکا غږ له خبریالې ژیلاناصري، خبرې کړي دي.

میرمن باټم د مرکې په سر کې امریکا ته د سوريايي مهاجرو د راتګ په اړه پوښتل شوې ده.

پوښتنه: ډېره مننه آغلې د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې چې مونږ ته مو وخت راکړ، تاسو وینی چې روسیه د سوریې په شخړه کې ښکیله شوه، د روسیې دغه کار به د مهاجرینو په بحران باندې چې ډېر برخه یې د سوریې خلک تشکیلوي څه اغیزه وکړي؟

ځواب: مننه، ښکاره خبره ده چې مونږ د سوریې د مهاجرینو د بحران په اړه اندېښنه لرو ، مونږ له دوی سره مرستې کړې او توجه مو ورته کړېده، دا له ډېر وخت راهیسي یوه ستونزه ده او په راتلونکي کې به هم وي او په نیویارک کې د مشرانو د تمرکز عمده مسئله ده او په راتلونکي کې به هم وي.

پوښتنه: متحده ایالاتو له څومره سوري مهاجرینو سره د مرستو ژمنه کړېده؟ او امریکا ته ددغو مهاجرینو د راوستلو پاره څه ډول پلانونه لرﺉ؟

ځواب: په دې وروستیو وختو کې د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي کیري وویل چې متحده ایالات به په راتلونکي کال کې ۸۵زره کډوال ومني چې شاوخوا لس زره به یې سوري مهاجرین وي او په ۲۰۱۷ کال کې به ۱۰۰زره مهاجرین ومني. مونږ پخوا ۷۰زره قبول کړي وو نو دا په دغه شمېر کې ډېر زیاتوالی دی او ښکاره خبره ده چې مونږ غواړو نور هم ومنو. که چیرې امکانات او ظرفیت یې ولرو، داکار به وکړو.

پوښتنه: د متحده ایالاتو راتلونکو ټولټاکنو یو شمېر کاندیدانو د مهاجرینو په هکله منفي څرګندونې کړي تاسو څه فکر کوي چې متحده ایالات به څه ډول وکولی شي، له راتلونکو مهاجرینو سره مرسته وکړي؟

ځواب: د امریکا متحده ایالات د مهاجرینو هېواد دی، او د نړۍ له هر هېواد څخه یې زیاتو مهاجرینو ته هرکلی ویلی. دا زمونږ تاریخ دی، دا زمونږ میراث دی او مونږ ورته ژمن یو. په کانګرس کې دواړه ګوندونه د مهاجرینو د منلو له پروګرام او په امریکا کې له موجودو مهاجرو څخه ملاتړ کوي. خو مونږ باید ښه پروسه، ښه سیستم ولرو او د امنیتې سابقې د چک او په ټولنه کې د دوی د ادغام لپاره ښه اهتمام ولرو. په پام کې لرو چې ددې پروګرام دغو برخو ته له نږدې څخه توجه وکړو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې هیټر هیګنګ باټم هیله وښوده چې د نوي پلان له مخې به تر ډېره د نشيي توکو د قاچاقو او کرکیلي مخه ونیول شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې هیټر هیګنګ باټم هیله وښوده چې د نوي پلان له مخې به تر ډېره د نشيي توکو د قاچاقو او کرکیلي مخه ونیول شي.

مونږ راتلونکو مهاجرینو سره د راتګ په لومړیو مراحلو کې مرسته کوو او له اړونده ټولنو سره دهغوی په یو ځای کولو کې مرسته کوو اود ځای پرځای کېدولو په برخه کې یې له غیر انتفاعي ټولنو سره په ګډه کار کوو. او دغه کار ښه نتیجه ورکړې.

پوښتنه: په سوریې کې د جنګ له کبله په میلیونونو سوریایان کډوال شويدي او د امریکا په متحد هېواد سعودي باندې نیوکه کیږي چې سوریايي مهاجرینو ته هرکلی نه وايي، متحده ایالات له خپل نفوذ څخه په ګټې اخیستو په څه ډول سعودي هڅولی شي چې سوریايي مهاجرین ومني؟

ځواب: لکه چې مخکې مې وویل په نیویارک کې د نړۍ مشران په دې غور کوي چې څنګه وکولی شي د مهاجرینو له دغه بحران سره چې له دوهم نړیوال جنګ راپه دیخوا یې ساری ندی لیدل شوی مرسته وکړي. او یوه موضوع چې ټول پرې توافق لري داده چې ټول هېوادونو باید ددې بحران په حل کولو کې برخه واخلي، که هغه د امکاناتو ژمنه وي یا د مهاجرینو منل وي. او مونږ له خپلو متحدینو غواړو چې دې موضوع ته رسیدګي وکړي. دا یوازې د هغو هېوادونو دنده نده چې د سوریې په ګاونډ کې پراته دي او نه هم یوازې د اروپایي هېوادونو، مونږ ټول باید دې مشکل ته رسیدګی وکړو.

پوښتنه: رابه شو افغانانو د مهاجرت د خاصو ویزو یا اس آي وي برخې ته، هغه قانون چې په ۲۰۰۹ کال کې د ویزو د ورکولو لپاره منظور شوي و د ۲۰۱۶ کال ترپایه د ۴زرو نورو ویزو د ورکولو لپاره تمدید شو خو لا تراوسه هم له دولسو تر دیارلس زرو پورې د هغو ترجمانانو ژوند چې دغه ویزې ندی ورکړل شوي په خطر کې دی، آیا فکر کوي کوم پلان شته او یا ګانګرس ته کومه امیدواري شته چې د ویزو د ورکولو پروګرام تمدید شي؟

ځواب: دا یو ډېر مهم پروګرام دی او مونږ غواړو چې دوام ورکړو، مونږ له کانګرس سره په دې برخه کې په ګډه کارکوو مونږ د دفاع وزارت د بودیجې او مصارفو قانون ته منتظریو چې د افغانستان لپاره د مهاجرت د خاصو ویزو شمیر ورڅخه واخلو او دغه پروګرام تمدید کړو، امیدوار یو چې دغه کار وکولی شو چې ټولوهغو کسانو ته چې مستحق دي فرصت ورکړو چې ویزو ته درخواستیانې ورکړي.

پوښتنه: تاسو د ملګرو ملتو د سرمشریزې په غونډه کې د افغانستان له اجرائیوي رئیس سره د مخدره موادو پرضد د مبارزې په برخه کې یو ملي پلان پیل کړ، په دې هکله یوڅه معلومات راکړﺉ؟

ځواب: هو مادا فرصت پیداکړ چې له اجرائیوي رئیس عبدالله عبدالله سره وګورم او د افغانستان د مخدره موادو سره د مبارزې ملي پلان پیل کړو، دا یو ډېر جامع پلان دی چې دافغانستان حکومت انکشاف ورکړی او د امریکا متحده ایالات به ورسره د ۳۵۰میلیونه ډالرو مرسته وکړي. دا پلان په افغانستان کې د مخدره موادو د مشکل ټول اړخونه رانغاړي. له کرنې نیولې تر قاچاق او استعمال پورې یې. د هیروینو استعمال په افغانستان کې یو زیاتېدونکی مشکل دی. د ملي یووالي حکومت دغه چلنج پیژندلی او مونږ په نیویارک په دغه پلان خبرې وکړې، او تطبیق ته اماده دی او متحده ایالات به یې ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG