د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې سیاسي سقوط؟


جیمز کلپر، داعش د ټولې نړۍ لپاره یو ستر ګواښ وباله.
جیمز کلپر، داعش د ټولې نړۍ لپاره یو ستر ګواښ وباله.

د امریکا د ملي امنیت مشر، جیمز کلپر، د سه شنبې په ورځ د امریکا د سنا یوې استماعیه غونډې ته وویل چې افغانستان په ۲۰۱۶ کال کې د سیاسي سقوط له خطر سره مخامخ دی.

د امریکا د ملي استخباراتو اداره د سي آی اي په ګډون د امریکا د ۱۶ استخباراتي ادارو تر منځ همغږي کوي.

ښاغلي کلپر وویل چې سیاسي جوړجاړی مخ پر ځوړ دی، حکومت د سرچینو د کموالي له جدي ګواښ سره مخامخ دی او د طالبانو د بریدونو کچه هم زیاته شوې ده.

د ۲۰۱۴ کال له ناندرییزو ټاکنو وروسته چې د ملي یوالي حکومت جوړ شو، د سیاسي چارو ځیني شننونکي د افغانستان سیاسي پیوستون او ثبات څپڅپانده او ماتېدونکي بولي، خو د ملي یوالي د حکومت دواړو مشرانو په وار وار دا خبره کړې چې سیاسي مشارکت او همغږۍ ته ژمن دي.

په همدې غونډې کې د امریکا د پوځي استخباراتو مشر، ډګر جنرال ونسنت ستویوارډ، وویل سره له دې چې افغان ځواکونه د طالبانو او نورو اورپکو پر ضد د جګړې مشري کوي، دوې له یو لړ ستونزو او ازموینو سره مخامخ دي.

نوموړي دا خبره هم وکړه چې" طالبانو د افغان حکومت د کنتروال سیمه محدوده کړې ده." په داسې حال کې چې افغان حکومت وايی له طالبانو سره د سولې خبرې بیا پیلوي، خو امریکايي چارواکي ډاډه نه دي چې دغه مذاکرات به بریالي شي.

د ښاغلي کلپر په وینا د سولې د خبرو لپاره د طالبانو شرطونه په خپل حال پاتې دي او کوم تغیر یې نه دی کړی. طالبان د سولې د خبرو د پيل لپاره تر ټولو مخکې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل غواړي.

XS
SM
MD
LG