د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ: د افغانستان حالات مو پر تګلارې اغیز کوي


جاش ارنست وویل امریکايي مځکني ځواکونو په کندز کې نیغه په نیغه جګړه نده کړی
جاش ارنست وویل امریکايي مځکني ځواکونو په کندز کې نیغه په نیغه جګړه نده کړی

سپینه ماڼۍ د کندز د جګړې په ګډون د افغانستان امنیتي حالات څاري او امریکايي ځواکونه خپلو افغان متحدینو سره د ترهګرو په ځپلو او امنیت ټینګولو کې پراخې مرستې کوي. خو د سپينې ماڼۍ ویاند، جاش ارنست، دا هم وویل چې په افغانستان کې د امریکا تګلاره او پوځي ژمنې د افغانستان له حالاتو اغیزمنې کیداې شي.

له څه باندې ۱۳ کالو وروسته، امریکا د تیر میلادي کال په پاې کې په افغانستان کې خپل جګړه ایز ماموریت ته د پاې ټکې کښیښود. دا مهال شاوخوا لس زره امریکايي پوځيان په افغانستان کې میشت دي خو د ماموریت اصلي ستنې یې د افغان ځواکونه روزنه، سمبالښت او ملاتړ دی.

ښاغلي ارنست د چهارشنبې په ورځ وویل "متحده ایالات به له ولسمشر غني او افغان حکومت سره له نږدې خپل کار ته دوام وکړي او له نورو نړیوالو انډیوالانو سره به دا ډاډ ترلاسه کړي چې افغان ځواکونه د تیرو ۱۳ کالونو د لاسته راوړنو د ساتلو وړتیاوې او اړتیاوې لري".

د سپينې ماڼۍ ویاند د کندز سقوط ته په اشارې وویل چې د افغانستان لپاره د امریکا تګلاره په یوه پیښه یا په ناڅاپه بدلون نه مومي.

شپږ هوايي بریدونه

د کندزښار د بیرته نیولو لپاره امریکايي الوتکو د دغه ښار څنډو کې شپږ ځلي بمبارۍ وکړې.

په کابل کې د ناټو یوه ویاند، براین ترایبوس، امریکا غږ ته وویل چې امریکايي الوتکو لمړی د سپتامبر پر ۲۹ د سهار پر ۹:۱۵ بجو او بیا د ماخوستن پر ۱۱:۳۰ د کندزښار دباندې د طالبانو پر مورچلو بمبارۍ وکړې.

بیا، د سپتامبر پر ۳۰ د کندز هوايي ډګر او نورو برخو کې څلور ځلي د طالبانو د ځپلو په موخه بمبارۍ وشوې.

تر دې دمه نده څرګنده چې پدغو هوايي بریدونو کې څومره طالب جنګیالي ووژل شول خو امریکايي چارواکو ویلي چې ملکي خلکو ته پکښې زیان ندی اوښتی.

د افغان حکومت په غوښتنه، امریکايي ځواکونو د کندز پر ښار بمباري ونکړه. ولسمشر غني وويل دی نه غواړي چې پر ښار د بمبارې له کبله ملکي خلکو ته زیان ورسیږي.

XS
SM
MD
LG