د لاس رسي وړ اتصالات

لا هم په نړۍ کې میلیاردونه خلک د څښاک پاکې اوبه نه لري


راپور وايي ۷۴۸ میلیونه نور خلک د څښلو پاکې اوبه او صابون نه لري چې لاسونه پرې ووینځي.
راپور وايي ۷۴۸ میلیونه نور خلک د څښلو پاکې اوبه او صابون نه لري چې لاسونه پرې ووینځي.

د روغتیا د نړیوال سازمان یو نوی خپور شوی راپور وايي چې په نړۍ کې میلیاردونه خلک د څښاک پاکې اوبه او صحي خدمتونه نه لري.

دا ډول خلک ډېر د افریقا د صحرا په جنوبي او د اسیا په جنوب ختیځو هېوادونو او په خاص ډول په لېرو پرتو سیمو کې دي.

د راپور له مخې د ۹۴ هېوادونو دوه په درېیمه برخه داسې قوانین لري چې د څښلو پاکې اوبه او نظافت، د بشر نړیوال حق بولي.

څه باندې ۸۰ فیصده هېوادونه د څښلو د پاکو اوبو او د ټولنې نظافت لپاره ځانګړې پالیسۍ لري او تر۷۵ فیصدو زیات نور د تنظیف لپاره کړنلارې جوړې کړې دي. خو ډېر کله قوانین او ښه نیت د هیلو سره سمه نتیجه نه ورکوي.

نوی راپور وايي چې ډېرو خلکو ته د څښلو د پاکو اوبو په رسولو او نظافت په برخو کې پرمختګ شوی دی، خو په مالي چارو کې د جدي ستونزو له کبله په نړۍ کې دوه اعشاریه پنځه میلیارده نارینه، ښځې او ماشومان اساسي صحي اسانتیاوې نه لري.

راپور وايي ۷۴۸ میلیونه نور خلک د څښلو پاکې اوبه نه لري او همدغه راز سلګونه میلیونه نور انسانان بیا هومره پاکې اوبه او صابون نه لري چې لاسونه پرې ووینځي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د چاپېریال ساتنې، ټولنیزو او عامه چارو د برخې مشره ماریا نیرا وايي چې د دغو حیاتي منابعو کموالی نس ناستي، کولریا، ژېړي او دا ډول نورو ناروغیو په خپرولو کې مرسته کوي.

میرمن نیرا وایي "د پانګونې له لارې د څښلو د پاکو اوبو په برابرولو او پاکوالي په برخو کې پرمختګ کېدی شي، او دا ضروري ده. همدغه راز د څښلو د ناپاکو اوبو استعمال او د پاک چاپېریال نشتوالی د زېږون پر مهال د مور او ماشوم له مړېنې سره هم مخامخ تړاو لري."

ډاکټره نیرا وايي هر څوک د څښلو د پاکو اوبو غوښتنه کوي، خو د نظافت خبره ډېره پېچلې شوې ده. هغې امریکا غږ ته وویل چې خلک د نظافت اړتیا په پام کې نه نیسي، د بېلګې په ډول که چا کموډ لیدلی نه وي، په دې هم نه پوهیږي چې ګټه یې څه ده.

ملګري ملتونه وايي په اسیا او افریقا کې د یو اعشاریه یو ملیارد خلکو ۸۲ فیصده یې په صحر او تشو میدانونو کې رفع حاجت یا ډکې او تشې متیازې کوي، د دغې شمېرې نیمايي برخه خلک په هند کې دي.

ډاکټره نیرا وايي دغه کار د انسان روغتیا، اقتصاد او ټولنیز پرمختک زیانمنوي، هغې همدغه راز وویل چې په ښوونځیو کې د څښلو د پاکو اوبو نشتوالی او نظافت ته نه پاملرنه لویه ستونزه ده او نجونې له دغې ستونزې ډېر کړیږي.

هغه وایي "دا یوه پوښتنه ده چې ولې نجونې ښوونځیو ته نه ځي؟ ځکه چې هغوی په ښوونځیو کې د رفع حاجت لپاره ځانګړي ځایونه نه لري.هغوی دغو ځایونو ته ډېره اړتیا لري. که موږ د نجونو لپاره ښه تعلیم غواړو او د جندر مسله په پام کې نیسو نو، د دغو ستونزو هوارول ډېر مهم دي."

د ملګرو ملتونو چارواکي وايي د سړي په سر د پنځو او ۲۰ ډالرو ترمنځ لګښت راځي چې د کور نظافت وساتل شي.

خو په دغو ستونزو کې د ګېرو دومره ډېرو خلکو شمېر ته په کتو، ښايي د پنځو او ۲۰ میلیارده ډالرو ترمنځ لګښت راشي چې په عمومي میدانونو کې د ډکو او تشو متیازو مخه ونیول شي.

لیزا شلین له ژینوا نه امریکا غږ ته دغه راپور را استولی و چې جعفر هاند پښتو کړ.

XS
SM
MD
LG