د لاس رسي وړ اتصالات

د ملي شورا تر نیمايي ډیر غړي غیرحاضر دي


د استازو نه شتون پر تقنیني چارو منفي اغېزه کوي، کارپوهان
د استازو نه شتون پر تقنیني چارو منفي اغېزه کوي، کارپوهان

د سولې او امنیت لپاره د ښځو د انستیتوت څېړونکي رضا حسیني وویل په قانون جوړونه کې هم پارلمان دومره بریالی نه وو، خو بیا هم اویا په سلو کې د پارلمان وخت په قانون جوړونه تېر شوی دی.

رضا حسیني د رپوټ د بیانولو په مهال وویل ‪"‬پارلمان سږ کال هغه طرحې تائید کړي، چې حکومت ورته لېږلي دي، یوازې یو قانون چې د ملي شورا د غړو د امتیازاتو او خوندیتوب قانون وو، طرحه شوی دی، نور هیڅ نوښت نه لري، په اتلس کمیسیونونو کې په قوانینو لږ بحث کېده، د لوړو زده کړو او له ښځو سره د تاوتریخوالي قوانین له ډېرې مودې راهېسې د پارلمان تصویب ته انتظار باسي، په قانون جوړونه کې شفافیت هم نشته.‪"‬

دې څېړنیز رپوټ د حکومت پر کارونو د پارلمان څارنې ته هم کتنه کړې ده ویل شوي، چې د ولسي جرګې پنځه ویشت په سلو کې وخت پر حکومت څارنې ته جلا شوی وو‪.‬

دوی وايي په ځینو موارد کې پارلمان د څارنې په ځای معاملې ته مخه کړې ده، فساد یې ندی مهار کړی، د استجواب او استیضاح غونډې یې د کورني وظایف په خلاف وې او بې نظمه هم پکې وه، او له داسې جلسو نتجه هم نده اخېستل شوې.

دا رپوټ وايي، پارلمان د څارنې لپاره منسجم میکانیزم نه لري.

د سولې او امنیت لپاره د ښځو د انستیتوت څېړونکي رضاء حسیني وايي، د پارلمان غړو د خلکو نه استازیتوب هم سم ندی کړی، او ډېر داسې وکیلان لیدل شوي، چې خپلو سیمو ته د رخصتیو په مهال ندي تللي.

بل لورته د ولسي جرګې دوهم مرستیال صالح محمد سلجوقي بیا وویل ولسي جرګه سږکال د ټاکنو او د سیاسي مسائلو له امله له خنډونو سره مخ شوه او د قانون جوړونې پروسه یې ډب شوې وه.

صالح محمد سلجوقي وویل ‪"‬سږ کال هم یعنې د پارلمان اووم او اتم اجلاس، دا کال د لوړو او ژورو کال وو، حاکمې سیاسي فضاء، ټاکنیزو سیالیو، سیاسي ټیمونو جوړولو، بې له شکه چې پارلمان یې تر تاثیر لاندې راوستی وو، قانون جوړونه یې هم مختل کړه.‪"‬

خو هغه بیا هم وویل چې ولسي جرګې لاسته راوړنې هم لرلې، سږ کال تر شلو قوانین، د قوانینو مصوبې، طرحې او مسودې د پارلمان تر کار لاندې وې، په اتو قوانین کار شوی دی، او دوه قوانین به ژر تائید شي.

خو ښاغلي سلجوقي وویل چې لس قوانین چې له پخوا په ولسي جرګه کې پاتې دي، کار پرې ندی شوی.

د سولې او امنیت لپاره د ښځو د انستیتوت مشرې وژمې فروغ وویل په یوه کال کې دې انستیتوت هره ورځ د پارلمان له کارونو څارنه کړې ده، مرکې یې کړي او د کمیسیونونو ناستې یې تعقیب کړي دي.

دا لومړی وار دی چې یو څیړنیز انستیتوت د پارلمان په کارونو څېړنه کوي.

XS
SM
MD
LG