د لاس رسي وړ اتصالات

اسټرالیا له هند او نیوزلېنډ به له افریقا سره سیالۍ کوي


په ورستي کوارټر فاینل کې نیوزلېنډ ویسټ انډیز ته په ۱۴۳ منډو ماتې ورکړه
په ورستي کوارټر فاینل کې نیوزلېنډ ویسټ انډیز ته په ۱۴۳ منډو ماتې ورکړه

د نړیوال جام نیمه پایلوبې د را روانې چهارشنبې په ورځ پیل کیږي، چې په لومړنۍ لوبې کې نیوزلینډ له جنوبي افریقا او په دویمې کې اسټرالیا له هند سره مخامخ کیږي.

نیوزلېنډ وروستۍ لوبډله وه چې ویسټ اندیز ته یې په منځلوبو یا کوارټر فاینل کې په ۱۴۳ منډو ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته ووت.

د ویسټ انډیز په ویلینګټن کې نیوزلېنډ پچه وګټله او په ۵۰ اورونو کې یې ۳۹۳ منډې وکړې چې تر دې دمه په نړیوال جام کې د یوې لوبډلې تر ټولو ډېرې منډې بلل کیږي. خو، د ویسټ انډیز ټوله لوبډله په ۲۵۰ منډو وسوځېدله او دا لوبه یې وبایلله.

په دغې لوبې کې د نیوزلېنډ مارټن جیمز ګاپټل ۲۳۷ منډې وکړې چې په نړیوال جام کې یو ریګارډ بلل کیږي، ده ۱۱ شپږیزې او ۲۴ څلوریزې ووهلې او د لوبې غوره لوبغاړی هم شو.

نیمه پایلوبې

لومړنی سیمې فاینل د مارچ په ۲۴ د نیوزلېنډ په اوکلېنډ لوبغالي کې د جنوبي افریقا او کوربه ترمنځ او دویم یې بیا په سډني کې د اسټرالیا او هند ترمنځ کیږي.

جنوبي افریقا او نیوزلېنډ تر دې دمه هېڅ یو نړیوال جام نه دی ګټلی، خو اسټرالیا څلور وارې او هند بیا دوه وارې نړیوالې اتلولۍ ګټلې دي. اوسنی نړیوال اتل هم هند دی.

په منځلوبو یا کوارټر فاینل کې ویسټ انډیز، پاکستان، سرېلنکا او بنګلدېش لوبې وبایللې او له نړیوال جام سره یې خدای په اماني وکړه.

د نړیوال جام پایلوبه او فاینل به د مارچ په ۲۹ نېټه د اسټرالیا په ملبورن لوبغالي کې وشي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG