د لاس رسي وړ اتصالات

کرېکټ:پاکستان زمبابوې او سرېلنکا انګلېنډ ته ماتې ورکړې


پاکستان درې نورې لوبې هم لري او که یې وګټې د اتو غوره لوبډلو بل پړاوو ته لاره کوي.
پاکستان درې نورې لوبې هم لري او که یې وګټې د اتو غوره لوبډلو بل پړاوو ته لاره کوي.

پاکستان د نړیوال جام په روانو سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه وګټله. دوی په شلو منډو زمبابوې ته ماتې ورکړه.

دا په دریو لوبو کې د پاکستان لومړنۍ بری و، پاکستان تر دې وړاندې دوه نورې لوبې بایللې وې، او درې نورې لوبې هم لري او که یې وګټي د اتو غوره لوبډلو بل پړاوو ته لاره کوي.

د اسټرالیا په بریسباین لوبغالي کې پاکستان پچه وګټله او زمبابوۍ ته د ۲۳۵ منډو هدف ورکړ، د تل په څېر بیا هم پاکستاني توپ وهوونکي ښه و نه ځلېدل او ژر ژر وسوځېدل، خو کپټان مصباح الحق او وهاب ریاض تر ۵۰-۵۰ ډېرې منډې وکړې او پاکستان یې له خطر څخه وژغوره.

د زمبابوې ټوله لوبډله په ۲۰۱۵ منډو وسوځېدله او په دې ډول یې خپله درېیمه لوبه هم وبایلله.

د لوبې غوره لوبغاړی وهاب ریاض شو چې ۵۴ منډې یې هم وکړې او څلور مخالف لوبغاړي یې هم وسوځول.

انګلېنډ خپله درېیمه لوبه هم وبایلله

د نړیوال جام د شنبې د ورځې په بلې لوبې چې د نیوزلېنډ په وېلېنګټن کې وشوه، انګلېنډ پچه وګټله او سرېلنکا ته یې د ۳۱۲ منډو لوی هدف وټاکه.

انګلېنډي لوبغاړي روټ ۱۲۲ منډې وکړې، خو بیا یې هم انګلېنډ له ماتې ونشو ژغورلی.

سرېلنکا دغه هدف د یوه لوبغاړي په سوځېدو سره په ۴۸ اور کې ترلاسه او خپله درېیمه لوبه یې هم وګټله.

د سرېلنکا د سر لوبغاړي ترېماني او کمار سنګاکارا سلیزې ووهلې. د لوبې غوره لوبغاړی سنګاکارا شو. تریمانې له افغانستان سره په لوبې کې د دولت ځدراڼ په لومړي بال په صفر وسوځېد او سنګاکارا بیا د حمید حسن په بال باندې په اوو منډو بولډ اوټ شو.

سنګاکارا په تېرې لوبې کې د بنګلدېش خلاف هم سلیزه وهلې وه.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG