د لاس رسي وړ اتصالات

د یمن ولسمشر ایران په سیمه کې په کړکیچ پارولو تورن کړ


ده وویل" زه د ایران پر ګوډاګیانو غږ کوم چې تاسو د خپل سیاسي هدف لپاره یمن ویجاړوئ.
ده وویل" زه د ایران پر ګوډاګیانو غږ کوم چې تاسو د خپل سیاسي هدف لپاره یمن ویجاړوئ.

سعودي ته د یمن تښتیدلي ولسمشر، د مصر په شرم الشیخ کې د عرب لیګ هېوادونو په مهمې غونډې کې ښکاره شو، او په ښکاره يې وويل چې حوثي یاغیان د ایران ګوډاکیان دي.

عبد ربه منصورهادي له جنوبی ښار عدن نه وړمه ورځ په يوي کېښتۍ کي وتښيپيده دا مهال د سعودي عربستان په پايتخت رياض کی دی.

ده وویل" زه د ایران پر ګوډاګیانو غږ کوم چې تاسو د خپل سیاسي هدف لپاره یمن ویجاړوئ. "

ښاغلي هادي ایران په سیمې کې د بحران په پېدا کولو او په یمن کې د تاوتریخوالي په زیاتولو، تورن کړ.

پر حوثيانو د سعودي بمبارۍ

بل لوري ته د يمن د بهرنيو چارو موقت وزير رياض ياسين وايي کومې هوايي حملې چې سعودي عربستان او انډيولان يي کوي، په نتيجه کی به يي حوثيان کمزوري شي او بايد چې هوايي حملې زر ترزره پای ته ورسيږي.

عينی شاهدانو امريکا غږ ته وويل چې جيټ الوتکو په صنعا کی د جمهوري رياست د ودانۍ ځينې برخې په نښه کړي او تباه يي کړي.

د سعودي په مشرۍ د ایتلاف جيټ الوتکو د معارب په ولايت کی هم د حوثيانو د رادار مرکزونه بمباري کړل او په ابيان کی يي يوه هوايي اډه په نښه کړه.

د سعودي عربستان يوه پوځي چاروکي وویل "چې د فعلا لپاره د ځمکنيو قواو د ليږلو نيت نه لري خو که ضرورت يي وليدل شو خپل عسکر او زمونږ د ځينو دوستانواومتحدينو نظامي قواوي به د هر قسم تجازو سره د مقابلي لپاره اماده گي ولري."

د يمن د بهرنيو چارو د موقت وزير رياض ياسين وايي هيله لري چې دعربي دولتونو د هوايي قواو عمليات خپل هدف حاصل کړي او زر تر زره به پای ته ورسيږي.

ده وویل"د دغو هوايي عملياتو اصل مقصد دا دی چې د يمن دټولو سيمو د وگړو ژوند خوندي شي په شمول د هغو سيمو چې د حوثيانو اومعزول شوي جمهور رئيس عبدالله صالح د ملاتړ کوونکو تر کنټرول لاندي سميو کی ژوند کوي او له نظامي عملياتو وروسته کله چې د روانو هوايي بمباريو له لاري، ايران، حوثيانو او علي عبدالله صالح ته خپل پيغام ورسوه ، د سولي مذاکرات بايد حتما پيل شي."

په عين وخت کي د سختو هوايي بمباريو باوجود، حوثيانو په جنوبی برخو کی د عبد ربه منصورهادی پر وفادارو قواو باندي هم خپلو تعرضي حملو ته دوام ورکړ او د عبد ربه له ملگرو نه په عدن کې يوه غټه پوځي چاوڼۍ ونيوله او ډيري وسلي او مهمات يي قبضه کړل.

له بلي خوا مصر چې سمندري او پياده عسکر يي د سعودي عربستان په ملاتړ حوثيانو سر د جنگ په غرض سيمې ته ليږلي دي، د جمعې په ورځ يي اعلان وکړ چې د باب المنديب ابنا چې د سري بحيرې په خوله کې پرته ده او يمن له نوري نړۍ سره وصلوي، تړل يي اوليت لري.

XS
SM
MD
LG