د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د یمن په جګړې کې د سعودي ملاتړ وکړ


په سیمه کې تر پاکستان وروسته، افغانستان دویم اسلامي هېواد شو چې د یمن په جګړې کې، د سعودي د دریځ ننګه کوي
په سیمه کې تر پاکستان وروسته، افغانستان دویم اسلامي هېواد شو چې د یمن په جګړې کې، د سعودي د دریځ ننګه کوي

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي په یمن کې یې روان حالت وارزوه او دغلته یې د سعودي د دریځ او د" د یمن د قانوني حکومت" ننګه کوي.

د ارګ اعلامیه وايي چې د ملي امنیت شورا د چهارشنبې په غونډې کې دا پرېکړه وکړه.

دا په یمن کې د حوثي یاغیانو پر ضد د سعودي په مشرۍ له پیل شویو عملیاتو وروسته، د افغان حکومت رسمي او سیاسي دریځ په ډاګه کوي.

د ارګ له لوري رسنیو ته په استول شوې اعلامیې کې ویل شوي " د افغانستان دولت او خلک له سعودي سره ژورې تاریخي او دیني اړیکي لري او د حرمینو شریفینو څخه دفاع د هر مسلمان دنده ګڼي، همدې ته په کتو که هر ډول ګواښ پېښ شي، موږ د حرمیینو شریفینو له سپیڅلي ټاټوبي نه د دفاع لپاره، د سعودي د ورور او مسلمان ولس، په خوا کې دریږو. "

له څو وروځې راهیسې د سعودي په مشرۍ د ایتلاف الوتکې په یمن کې پر حوثي یاغیانو بریدونه کوي، دا بریدونه له هغه وروسته پیل شول چې حوثي شیعه ګانو ځینې سیمې ونیولې او د یمن ولسمشر سعودي ته وتښتېد.

سعودي او نور ایتلافیان یې ایران تورنوي چې له حوثي یاغیانو سره مرسته کوي، خو تهران دا تورونه نه مني.

د یمن ولسمشر منصور هادي سعودي ته تښېدلی، خو افغان حکومت وايي ښاغلی هادی د یمن د قانوني ولسمشر په توګه پېژني او ننګه یې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان هم وار د مخه له سعودي څخه خپل ملاتړ اعلان کړی او ټاکل شوې چې دغه هېواد ته یو پلاوی هم واستوي چې د حوثي یاغیانو پر ضد عملیاتو کې د برخې اخیستلو او یا نه اخیستلو په اړه له سعودي چارواکو سره وغږیږي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG