د لاس رسي وړ اتصالات

عرب مشران: د ګډو ستونز د حل لپاره گډ پوځ جوړو


د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د غونډې پاېلې اعلان کړې
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د غونډې پاېلې اعلان کړې

د مصر جمهور رئیس عبدالفتاح السیسي د یکشنبې په ورځ د مصر په شرم و شیخ کې د عربي اتحادیې په غونډه کې وویل چې عربي مشرانو د اصولو سره سم د یوه گډ عربي پوځ د څواک د جوړولو پریکړه وکړه.

ښاغلي سیسي زیاته کړه "د عربي هیوادونو مشرانو پریکړه وکړه چې په اصؤلو کې د متحده عرب یوه پوځي قوه رامنځ ته کړي. یوه جگپوړې ډله به د غړو هیودانو د وسلوالو ځواکونو تر څار لاندې هره برخه وځیړي تر څو د عربي هیودانو یو گډ ځواک تشکیل کړي."

مصري چارواکو ویلي دي چې د وړاندیز شوي ځواک شمیر به ۴٠ زره ځانگړي سرتیرو ته ورسیږي چې په جنگي الوتکو، جنگي بیړیو او شوبینه تجهیزاتو باندې سمبال وي.

د عربي اتحادیې عمومي منشي نبیل العربي د دې غونډې تر جوړیدو مخکې ویلي و چې دا پریکړه به تر ډیره د هغو جهادیانو په وړاندې د مبارزې په هدف وي چې د عراق او سوریې ډیرې برخې یې نیولي دي او په لیبیا کې یې هم د پښو ځای موندل دی.

ښاغلي العربي وویل: "مونږ درک کوو چې د عربي هیوادنو لپاره ستونزې ډیرې پیچلي دي او په دې کې هیځ شک نشته. مونږ باید په دې هکله خبرې وکړو چې د دغو ستونزو سره د مخامخ کیدو لپاره لازم گامونه پورته کړو."

ښاغلي العربي د یکشنبې په ورځ د غونډې گډون والو ته وویل چې سیمه داسې یوه ویجاړونکې قوې سره مخامخه ده چې فرقوي او مذهبي تنوع ته گواښ دی. اسوشیتد فرانس پرس لیکي چې ښاغلي العربي له دې څرگندونو سره غالباً د داعش جهادي ډلې ته اشاره کوله.

که څه هم مخکې لا د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف په یمن کې د شعیه ملیشو په مورچلونو باندې هوایي بمبارد پیل کړی دی خو احتمال نلري چې د عربي اتحادیې ټول ٢٢ غړو هیوادونه په وړاندیز شوي ځواک په جوړیدو کې برخه واخلي.

په یوې اعلامیه کې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوه، راغلي چې د عربي هیوادونو مشرانو ویلي تر هغه پورې به په یمن کې د ایران په ملاتړ شیعه یاغیانو باندې بمبارد جاري وساتي چې له سیمې نه وتلي نه وي او خپلې وسلې یې تسلیم کړي نه وي.

یمن باندې بمبارد

تر دې مخکې سعودي عربستان ویلي و چې په یمن کې په الحوثي شیعه ملیشو باندې د سعودي په مشرۍ هوایي عملیاتو، دغه ملیشه د هوایي اډو نه په شا تمبولو ته اړ کړي او په عربي نړۍ کې د دغه تر ټولو بې وزلي هیواد پاتې جنگي جت الوتکې یې ویجاړې کړي دي.

د سعودي عربستان د پوځ جنرال، احمد بن حسن اسیري وویل چې هوایي عملیات د یکشنبې په ورځ څلورمې ورځې ته داخل شو او دا عملیات به د یمن د سکات توغندي په نښه کړي. که څه هم جنرال اسیري د شنبې په ورځ خبرداری وکړ چې حوثي ملیشه به نور توغندي هم ولري خو د هغه دغه ادعا نده تائید شوې.

حوثي شیعه ملیشو د تیر کال په سپتمبر کې خپل بریدونه پیل کړل او د یمن پلازمینه صنعا یې تر ولکې لاندې راوستله. وروسته بیا د هیواد ولسمشر عبدال ربه منصور هادي یې نظر بند کړ. دغو یاغیانو په کراره بیا په یمن کې دولتي ودانۍ تر ولکې لاندې راوستلې او بلاخره ولسمشر هادي یې د هیواد نه تښتېدو ته اړ کړ.

ولسمشر هادي د شنبې په ورځ په مصر کې د عربي اتحادیې په غونډه کې شیعه مخالفین چې اکثره یې د یمن د حوثي فرقې ډلې دي د ایران د لاس پوڅو او گوډاگیانو په نوم وغندل.

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف چې پکې ١٠ عربي هیوادونه شامل دي، د پنچشنبې له ورځې راپدیخوا په یمن باندې بمباري کوي او وایي چې حوثي ملیشو او د هغوي شریکان به په نښه کړي. د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف ادعا کوي چې د یمن پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح ته وفاداره ځواکونه هم د حوثي ملیشو سره لاس یو کړی.

د یمن پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح د شنبې په ورځ د یوې تلویزني وینا په ترڅ کې وویل چې په هیواد کې یې له ٢٠١١ میلادي کال راپدیخوا د ستونزو لامل د یمن اوسنی ولسمشر عبدل ربه منصور هادي دی. ولسمشر صالح له سعودي عربستان څخه وغوښتل چې په یمن کې د یاغیانو په مورچلونو باندې له بمبارۍ نه لاس واخلي.

د یمن پخواني ولسمشر زیادته کړه " گرانو ورونو، د عربي هیوادو مشرانو! په یمن کې ستر ناورین روان دی. هیله کوم دغه ناورین نور مه پراخوئ. مونږ مخکې لا په تیرو څلورو کلونو کې ډیرې ناخوالې گاللي دي. څلور کاله جگړه، څلور کاله وچکالي، څلورکاله لوږه او د امنیت لپاره څلورکاله اندیښنه مو گاللې ده"

د یمن نقشه
د یمن نقشه

پاکستان وايي چې یوه الوتکه به یمن ته واستوي؛ څو د دې هیواد هغه وګړي چې په یمن کې پاتې دي له هغه ځایه وباسي.​ د پاکستان د صدراعظم یوه سلاکار شجاعت عظیم د یکشنبې په ورځ د پاکستان دولتي ټلویزون ته وویل چې په دې الوتکه کې به لږ تر لږه ٥٠٠ پاکستاني وګړيخپل هیواد ته راستانه کړي،چې د یمن په ساحلي ښار الحدیده کې را غونډ شوي دي. اسلام اباد وايي چې په یمن کې لږترلږه ٣٠٠٠ پاکستاني اتباع پاتې دي.

بندري چارواکو او عیني شاهدانو د رویترز خبري اژانس ته وویل چې یوې چینايي جنگي بیړۍ د یکشنبې په ورځ د یمني بندري ښار عدن څخه چیناني ډیپلوماټان او شړل شوي کارکونکي وایستل. د شبنې په ورځ د سعودي عربستان سمندري ځواکونه په لسگونه بهرني دیپلوماټان له دې ښار څخه وایستل.

XS
SM
MD
LG