د لاس رسي وړ اتصالات

زاخیلوال: څه چې طالبان ادعا کوي د خبرو اجندا یې هغه نده


زاخیلوال "پاکستان ته د طالبانو راتگ پټ و، خو وروسته دا خبره ښکاره شوه او نور یې نشوای پټولی نو ځکه یوه څه خو یې باید ویلي وای."
زاخیلوال "پاکستان ته د طالبانو راتگ پټ و، خو وروسته دا خبره ښکاره شوه او نور یې نشوای پټولی نو ځکه یوه څه خو یې باید ویلي وای."

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخلېوال د طالبانو هغه ادعاوې بې بنسټه وبللې چې گواکې د دوی یو لوړپوړی پلاوی اسلام اباد ته په یو رسمي سفر ددې لپاره تللی و چې له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان اړوند په داسې موضوعاتو خبرې وکړي چې د دوو هیوادونو تر منځ کیږي، نه د یوې ډلې او یو هیواد تر منځ.

طالبانو دوه ورځې دمخه په خپلې یوې خبري پاڼه کې ویلې وو چې له قطر څخه د دوی درې کسیز پلاوی اسلام اباد ته تللی چې له پاکستاني چارواکو سره د افغان مهاجرو په ستونزو، د ملا عبدالغني برادر په خلاصولو او نورو دوه اړخېزو موضوعاتو خبرې وکړي.

په پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخیلوال اشنا تلویزون سره په مرکه کې وویل چې د دوی د راتگ هدف ورته جالبه و.

هغه وایي "اول خو دوی دولت ندي. که د مهاجرو مسله ده یا د سرحداتو مسله، هغه د دوو دولتونو تر منځ کیږي چې هغه په افغانستان کې د افغانستان اسلامي جمهوریت دی. دویم، جالبه داده که چیرته واقعاً طالبان د مهاجرو په وضعیت باندې دردیږي نو هغه شرایط چې دوی په افغانستان کې راوستی چې باعث د مهاجرت کیږي هغه شرایط دې بدل کړي."

زاخېلوال زیاته کړه چې پاکستان دا نه مني چې دوی دې طالبان ورغوښتي وي، او یا په هغو موضوعاتو له دې ډلې سره خبرې کوي چې طالبانو یې په خپلې اعلامیې کې ذکر کړی.

ښاغلی زاخلیوال وایي "پاکستان ته د طالبانو راتگ پټ و، خو وروسته دا خبره ښکاره شوه او نور یې نشوای پټولی نو ځکه یوه څه خو یې باید ویلي وای."

ښاغلي زاخېلوال د پاکستان او طالبانو تر منځ د دې سفر په هکله د بې خبرۍ وضعیت، طالبانو ته سپکاوۍ وبالو او وې ویل"پاکستان د طالبانو راتگ ردوي. طالبان دې پخپله سوچ وکړي؛ که چېرې دوي ریښتا رابلل شوي وي او پاکستان یې په دغه شکل ردوي، دوي په څه نظر ورته گوري؟ ایا دوي ته په کم نظر کتل دي که ندي؟"

ښاغلي زاخېلوال ونه غوښتل چې پاکستان ته د طالبانو د اصلي راتگ حدس څرگند کړي.

د افغانستان حکومت هم په دې خبر سخت غبرگون څرگند کړی. له امریکا غږ سره په خبرو کې د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال وویل که چېرې د طالبانو د سفر او په یادو موضوعاتو له پاکستاني چارواکو سره د دې ډلې خبرې رښیتا وي، نو د افغانستان حکومت یې په کلکو ټکو غندي، خو دا یې زیاته کړه چې د افغانستان حکومت د طالبانو ددغه سفر په اړه کوم مالومات نه لري.

د څلور اړخیزو خبرو برخه لیک

په کابل کې د تیرې اونۍ د خونړي برید نه وروسته چې پکې شاوخوا ٦۴ تنه ووژل شول او په سلگونه نور زخمیان شول افغان حکومت د طالبانو او پاکستان په وړاندې خپل دریځ بدل کړ.

خو پوښتنه دا رامنځ ته کیږي چې د سولې د څلور اړخیزو خبرو نه څومره باید تمه ولرو؟

ښاغلي زاخیلوال وویل "هغه څه چې مونږ څه موده مخکې توقع درلوده، طبعاً د سولې خبرې په هغه شکل پر مختگ ونکړ، مگر د دې مانا دا نده چې د سولې خبرې به ونشي."

هغه وویل چې د تیرې سې شنبې په شان بریدونه د سولې د خبرو لپاره سیاسي ملاتړ کموي، زیاتوي نه "په داسې وخت کې د سولې خبرې داسې دي لکه د خلکو په زخمونو باندې د مالگې شیندل." خو سره له دې ښاغلي زاخېلوال وایي "د سولې خبرو ته باید نا امیده و نه اوسو."

د ځني کورني او بهرني ډیپلوماټانو په څیر د ښاغلي زاخیلوال په نظر د افغانستان د غمیزې نهایي حل د سولې د خبرو اترو له لارې شونی دی.

تیره اونۍ ولسمشر محمد اشرف غني له پاکستان نه وغوښتل چې د طالبانو پر وړاندې نظامي عمليات وکړي. خو پاکستان بیا بیا ویلي چې طالبان د سولې خبرو ته راولي.

XS
SM
MD
LG