د لاس رسي وړ اتصالات

ضیا مسعود پخواني مجاهدین د مقاومت په شورا کې راغونډوي


احمد ضیا مسعود چې د تخار او کندز ولایتونو ته تللی د طالبانو د ځپلو لپاره د قوماندانانو د مقاومت د شورا جوړل ضروري ګڼي.
احمد ضیا مسعود چې د تخار او کندز ولایتونو ته تللی د طالبانو د ځپلو لپاره د قوماندانانو د مقاومت د شورا جوړل ضروري ګڼي.

د ښه حکومتدارۍ په چارو کې د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني ځانګړي استازي احمد ضیا مسعود، د جمعې په ورځ په کندز کې د افغان امنیتي ځواکونو او د پخوانیو مجاهدینو د قوماندانانو یوې غونډې ته په وینا کې وویل، ډیر ژر به ټول پخواني مجاهدین په یوه شورا کې سره راغونډ کړي.

ښاغلي مسعود وویل "مونږ انشاالله ډیر ژر ټول مجاهدین منظم کوو، لکه څنګه چې زه په تخار کې وم او اعلان مې وکړ چې د مقاومت یوه شورا رامنځ ته کوو، په کندز کې هم عین کارکوو چې زمونږ مجاهدین، زمونږ عالمان، ستاسو ترڅنګ زمونږ زړور بچیان هم د هیواد د ازادۍ او د ملي حاکمیت څخه د دفاع په خاطر ستاسو په څنګ ولاړ اوسي او ستاسو په څنګ کې وجنګیږي."

ښاغلي مسعود زیاته کړه "دا ځکه چې ستاسو جنګ روا جنګ دی، ستاسو جنګ د هیواد د خاورې د ساتنې او د هیواد د پولو څخه د دفاع جنګ دی او د افغانستان خلک هم همدا غواړي".

ښاغلي مسعود وویل د همدې له امله زمونږ مجاهدین، زمونږ خلک، زمونږ عالمان او د مدني ټولنې غړي به ستاسو په څنګ کې وي ترڅو خدای وغواړي یوه ورځ مونږ ددې شاهد واوسو چې نور مزدورې تروریستي ډلې زمونږ د خلکو ژوند ته زیان ونه رسوي.

احمد ضیا مسعود افغان امنیتي ځواکونو څخه وغوښتل چې په خپلو مخالفو وسله والو رحم ونه ګړي او په کلکه یې پروړاندې ودریږي.

ښاغلي مسعود وویل " د تروریستي ډلو پر وړاندې د نرمۍ څخه کار اخیستل، د افغانستان د خلکو د حق په برخه یو ستر ظلم دی، هغه کسان چې زمونو خلکو زمونږ هیواد، دین او رسم رواج ته درناوی نه کوي، باید واقعآ وځپل شي او د افغانستان خلک له تاسو د هیواد رښتینې بچیانو چې د پولیسو او اردو په لیکو کې په هیواد کې د امنیت او نظم په ټینګولو بوخت یاست، تمه لري چې د تروریستانو پر وړاندې قهرجن اوسۍ او د هغوی پر وړاندې له نرمۍ کار وانخلۍ".

احمد ضیا مسعود له افغان امنیتي ځواکونو وغوښتل چې له وسله والو مخالفانو دې د سنګر د خپلو ملګرو د وینې انتقام واخلي.

ښاغلي مسعود د تیرو دریو ورځو راهیسې د افغانستان په یو شمیر شمالي ولایتونو کې د پخوانیو مجاهدینو د قوماندانانو سره په لویو غونډو کې برخه اخلي او هغوی د طاالبانو پر وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو ترڅنګ ملاتړ ته هڅوي.

هغه په تخار کې هم د قوماندانانو یوې غونډې ته په وینا کې د افغان حکومت د مخالفو وسله والو پر وړاندې د مقاومت د شورا د جوړولو خبر ورکړې وو.

د پخوانو مجاهدینو قوماندانان د مقاومت شورا د جوړولو وړاندې د افغان حکومت څخه په خپلو ولایتونو کې د جهادي لواګانو او غونډونو د جوړولو غوښتنې کوي.

د کندز د ولایتي شورا رئیس محمد یوسف ایوبي په خپله وینا کې وویل چې افغان حکومت مجاهدین له پامه غورځولي دي.

د کندز د ولایتي شورا رئیس، د کندز ولایت د یو شمیر پخوانیو مجاهدینو د قوماندنانو نومونه واخیتستل او وې ویل چې دا کسان د غیرمسوولو ډلو په نوم له سیاسي ډګر څخه شړل شوي دي.

ښاغلي ایوبي وویل "مونږ هیڅکله غیر مسول وسله وال کسان نه لرو، او که وي د هغوی شمیر هم ډیر کم دی".

د افغانستان امنیتي حالات او ملیشه جوړونې

د سیاسي او پوځي چارو یو شمیرکارپوهان دا ډول هڅې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د خرابیدو سره تړلی ګڼي او په دې باور دي چې دا ډول هڅې به د هغو قوماندانانو وسله والو ډلو ته چې په ولایتونو کې وسله والې ډلې لري یو ډول قانوني مشروعیت برابر کړي چې ورسره به د ملیشه جوړونې او د وسله والو د ساتلو بهیر لا قوت ومومي.

د افغانستان په ولسي جرګه کې د کونړ د ولایت یو استازی حاجي غلام سخي مشواڼی امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې یو ډله کسان د افغانستان د ناسمو امنیتي حالاتو څخه ګټه اخلي چې پایلې د دغه هیواد لپاره ښې نه دي.

ښاغلي مشواڼي امریکا غږ ته وویل د نوو پوځي او نیمه پوځي تشکیلاتو د جوړیدل به د افغانستان روان امنیتي وضعیت په سیمدو کې مرسته ونکړي.

ښاغلي مشواڼي وویل " تاسو ته بهتره معلومه ده چې دا څو کاله قومي او یا ملي پاڅونونه وشول، خو متاسفانه حکومتونو هغوی سره همکاري ونه کړه، نو څنګه دا کیدای شي چې نور راپاڅي او ورسره همکاري وکړي دا خو په کار وو چې په اول کې کړې وی، هغه قوماندانان او هغه خلک چې ډیپوګان یې ساتلي وو او وسلې یې ساتلې وې او یا اوس یې له بیلو بیلو هیوادونو څخه غواړي چې ځان ژوندی وساتي نو همدغه خبرې یې رامخې ته کړي دي دا ښه نتیجه نه لري او افغانستان بې ثباته کوي".

د افغانستان د ولسي جرګې دغه غړی وایي چې د دغسې شوراګانو د جوړولو پرځای ښه لاره د افغان امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ کول دي.

XS
SM
MD
LG